• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا: که د پستې له حېرانونکو ګټو خبر شئ، بیا به یې ټول عمر خورئ

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

پسته د ژمي هغه وچه مېوه ده، چې په غذایي موادو کې بډایه ده او نه یوازې خوند بلکې حیرانونکې ګټې هم لري. په ۲۸ ګرامه پسته کې ۱۶۰ کالوري، ۶ ګرامه پروټین، ۱۳ ګرامه صحي غوړ او ۳ ګرامه فایبر شته.

د دې تر څنګ پسته له ویټامینونو او منرالونو هم بډایه ده، چې په کې ویټامین بي، ویټامین اې، مګنیزیم، فاسفورس او پوتاشیم په کافي اندازه موندل کېږي.

د پستې خوړل لاندې حیرانونکې ګټې لري:

په پسته کې د زړه د روغتیا راز پټ دی

په ټوله نړۍ کې د زړه ناروغي مخ په ډېریدو دی او تر ټولو لوی لامل یې زموږ د ژوند ډول دی.

پسته داسې خاصیتوه لري، چې په بدن کې د بد کلسټرول له منځه وړلو سره د ښه کلسټرول کچه لوړوي.

څېړنې ښیې، چې د پستې منظمه خوړل کولی شي، چې د زړه د شریانونو روغتیا ښه کړي، سوځېدلو کې کمی او د زړه ناروغیو خطر کم کړي.

پسته له انټي اکسیډنټ څخه بډایه ده

پسته د انټي اکسیډنټونو خزانه ده، کوم چې ستاسو د بدن د اکسیډیټ فشار او سوځېدلو څخه په ساتنه کې مهم رول لوبوي او کولی شي ستاسو بدن له ساري ناروغیو څخه وژغوري.

پسته د وینې د شکر کچه ښه کوي

پسته ټيټ ګلیسیمک لري، مانا دا چې د پستې خوړل د وینې شکر په کچه اغیزه لري. د شکر ناروغان خپل غذایي ریژیم کې پسته هم اضافه کولی شي.

پسته د سترګو لپاره ډېره ښه ده

پسته انټي اکسیډنټ lutein او zeaxanthin لري، چې د سترګو روغتیا لپاره غوره ګڼل کیږي، او دواړه د سترګو زیانمنونکي نیلي رڼا څخه ساتي او د سترګو لید ښه کوي.

پسته حافظه ښه کوي

په پسته کې موجود ویټامین بي۶او مګنیزیم ذهنسالم ساتي.مګنیزیم د حافظې په ښه کولو کې مرسته کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی