د افغانستان انټرنشنل - پښتو نظرپوښتنه؛ تاسې د امریکا د ټاکنو په تړاو څه نظر لرئ؟

افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یوه ځانګړې نظرپوښتنه پیل کړې ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یوه ځانګړې نظرپوښتنه پیل کړې ده.
دغه نظرپوښتنه چې بنسټ یې څلور اساسي پوښتنې دي، د افغانانو نظر د امریکا د ټاکنو په تړاو څرګندوي.
پر اېکس ټولنیزه پاڼه د نظرپوښتنې کړکۍ:
پر فېسبوک د نظرپوښتنې کړکۍ:
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو دغه نظرپوښتنه به د روانې اکټوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه پای ته ورسیږي.


امریکا چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې پنسلوانیا کې چارواکي د احتمالي درغلیو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې ۲ زره او ۵۰۰ فورمې څیړي.
د ټاکنو د بورډ غړی داګو ستینو د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې قضیه کې هېڅ څرګنده ګوندي انګیزه شتون نه لري.
هغه وويل: «داسې نه ښکاري چې د احتمالي درغلی دغه هڅه د کوم ګوند له خوا ترسره شوی وي. داسې کسان، بیلابیلو ګوندونو کې راجستر وي؛ خو د خپلو ادرسونو په بدلولو سره، په ځایونو کې ځان رای اچونې لپاره ثبتوي.»
پنسلوانیا د هغو اوو ایالتونو له جملې څخه ده، چې د جمهوري غوښتونکي ډونلډ ټرمپ او دیموکراتې کمالا هرېس تر منځ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی وټاکي.
په پنسلوانیا کې د لنکاسټر کاونټي څارنوالې هیدر اډمز وویل، چې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلی چې شاوخوا ۶۰ سلنې فورمې چې دوی څیړلي، درغلي په کې شوې ده. هغې وویل، دوه نورې ښارونه، چې هغې یې د نوم اخېستلو څخه ډډه وکړه، د ورته غوښتنلیکونو بیاکتنه کوي.
هغې وویل: «دا په دې مرحله کې یوه منظمه هڅه ښکاري.»
اډمز وویل، فورمې د رایې ورکوونکو د راجستر کولو لپاره په لویه کچه هڅو پورې تړلې وې چې د اوړي په اوږدو کې ترسره شوې.
هر هغه غوښتنلیکونه چې ستونزه په کې نه وي، په رای اچونه کې به شامل شي.
داګو ستینو وویل: "زه غواړم پدې ټینګار وکړم، هېڅ وړ رایه ورکوونکی به له پامه ونه غورځول شي.»
ټرمپ په ادعا وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د درغلیو له امله زیانمنې شوې او خبرداری یې ورکړ چې د دې کال سیالۍ کې هم درغلۍ کیدای شي. په متحده ایالاتو کې د رای ورکوونې په پروسه کې درغلۍ خورا لږې دي.

امریکايي چارواکو د هغه شکمن کس د نیولو اعلان وکړ، چې په اریزونا ایالت کې یې د ډیموکراټ ګوند د کمپاین پر دفتر درې ډزې کړې وې. جیفري کیلي د ډله ایزې وژنې د پلان کولو په شک د ۱۲۰ څخه زیاتو وسلو په درلودلو سره په ترهګریزو جرمونو تورن شوی.
د اریزونا د ټمپه ښار د پولیسو مشر، په یوې خبري غونډه کې وویل، چې جیفري کیلي د سپټمبر په ۱۶ مه د نیمې شپې مهال د ډیموکراټانو د کمپاین دفتر ودانۍ پر دروازو او کړکیو له لسو څخه ډیرې ډزې کړې وې.
د جیفري کیلي په لومړي برید کې چې د ډیموکراټانو د کمپاین د دفتر په ودانۍ یې کړی، هلته هیڅوک نه وو او دغه برید هیڅ تلفات نه درلودل.
د دغه چارواکي په وینا، یوه اونۍ وروسته د سپټمبر په ۲۳مه په ورته وخت کې شاوخوا ۶ مرمۍ پر ودانۍ ولګېدې، چې د دفتر د مخ کړکیو او نښو ته یې زیان ورساوه.
دوه اونۍ وروسته د اکتوبر په ۶مه، د کړکې د ښیښې د ماتیدو زنګ روښانه شو او افسرانو وموندله چې د ودانۍ مخې ته درې ډزې شوي دي.
د تورن په کور کې یې له ۱۲۰څخه ډیر ټوپکونه او تر ۲۵۰ زرو زیاتې مرمۍ ترلاسه شوي او د ده په موټر کې یو ماشیندار هم موندل شوې ده. دې کار څارنوالان دې نتیجې ته رسولي چې هغه د "ډېرو تلفاتو" اړونکي برید د ترسره کولو اراده درلوده.
په همدې حال کې، د جیفري کیلي وکیل ویلي، چې د هغه موکل هیڅ جرمي سابقه نه لري او د وسلو د لرلو جواز هم لري.
د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنې تر یوې اندازې له تاوتریخوالیو سره مل دي. ټرمپ د وژنې له دوو هڅو ژوندی پاتې شوی دی.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو راپور له مخې، د ولسمشر مرستیالې کامالا هرېس د چهارشنبه په ورځ ویلي؛ هغه په دې باور ده چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ فاشیست دی.
د ټرمپ د دورې یو شمیر پخواني لوړ پوړي چارواکي هم داسې ارزونه کوي چې ټرمپ فاشیست دی. اغلې هرېس په وروستیو دوه اونیو کې د ولسمشرۍ لپاره د ټرمپ د شخصیت او وړتیا په اړه خپل انتقادونه ډیر کړي دي.
له نوموړې څخه د سي ان ان په یو مرکه کې په مستقیمه توګه وپوښتل شول چې ایا هغه فکر کوي چې ټرمپ فاشیست دی؟ هاریس وویل؛ "هو ، زه همداسې فکر کوم.”
د دغې مرکې په یوې بله برخه کې، هرېس د غزې د جګړې په اړه د رای ورکوونکو د اندیښنو په تړاو وویل: "زه په دې پوهیږم چې ډیری کسانو ته د غزې موضوع مهمه ده، خو همدې کسانو ته د خوراکي توکو بیې هم مهمې دي او زمونږ ډیموکراسي ورته هم مهمه ده. دوی ته دا هم مهمه ده چې داسې یو ولسمشر و نه لري چې د دیکتاتورانو ستاینه وکړي او فاشیست وي.”
هرېس دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د ټرمپ پخواني د دفتر مشر جان ایف کیلي له قوله ویل شوي، چې ټرمپ فاشیست دی. دغو څرګندونو هغه بحثونه لا ګرم کړي چې ګواکي ټرمپ دیکتاتوری ته لیوالتیا لري او په دوهمه دوره کې به له دولتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کړي. کیلي، یو متقاعد سمندري جنرال نیویارک ټایمز ته وویل، چې د پراخ ځواک او نورو ځانګړتیاو په اړه د ټرمپ هیله د فاشیست له ځانګړتیاوو سره سمون لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په نیوهمپشایر کې یوې غونډې ته وویل، چې د نړۍ مشران له ولسواکو هېوادونو سره د ډونالډ ټرمپ له چلنده ویریږي.
هغه د جرمني سفر ته په اشاره وویل، «هرې نړیوالې غونډې ته چې ځم، هغوی مېڅنګ ته کوي او پوښتي، او وايي« چې هغه [ټرمپ] یې نه شي ګټلای، زموږ ولسواکي په خطر کې ده».
نوموړي دا خبرې په نیوهمپشایر کې د روغتیايي خدمتونو په تړاو یوې غونډې ته وکړې.
جوبایډنله دې وینا وروسته په نیوهمپشایر کې دډیموکراټانو د یوه نوماند د کمپاین مرکز ته لاړ او خلکو ته یې په خبرو کې وویل، چې ټرمپ باید کوټه قلفي شي.
د نوموړي له دې خبرو سره د خلکو ولولې اوچتې شوې، خو نوموړي خپله خبره بېرته ترمیم کړه او ویې ویل، چې«هغه باید سیاسي کوټه قلفي کړئ. هغه قلف کړئ، دا کار باید موږ وکړو».
د ټرمپ د کمپاین یوې ویاندې کارولین لیویت اې بي سي نیوز ته وویل، چې باید یوازې حقیقت ومنل شي، د هغه او کمالاهرېس ټول پروګرام دا دی، چې ټرمپ له سیاسي اړخه و ځوروي، ځکه په عادلانه ډول یې نه شي ماتولای».
بایډن پر ټرمپ له دې امله هم نیوکې وکړې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې پر اړیکو ویاړ کړی.
هغه وویل، «په دې فکر وکړئ چې که ټرمپ بریالی شي، څه به پېښ شي».
هغه زیاته کړه« موږ باید بریالي شو».

د ټرمپ ټاکنیز کمپاین د بریتانیا کارګر ګوند د متحده ایالاتو په ټاکنو کې په «ښکاره بهرنۍ لاسوهنه» تورن کړی.
د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین دفتر د واشنګټن د ټاکنو کمیسیون ته شکایت لیږلی چې د هرېس له کمپاین سره د کارګر ګوند د غیر قانوني مرستو په اړه پلټنه وکړي.
د بریتانیا د کارګر ګوند د غړو په ګډون چې معمولا د ډیموکراټانو ملاتړ کوي، د ددغه هېوادیو شمېر سیاسي داوطالبان د متحده ایالاتو له ټاکنو وړاندې واشنګټن ته تللي.
ځینو بریتانیايي چارواکو له نومښودنې پرته رویټرز ته ویلي، چې د کارګر ګوند یو شمېر سلاکاران د بریتانیا د جولای میاشتې ټاکنو کې له پریکنده بري وروسته د متحده ایالتونو د ډیموکراټ ګوند له ستراتیژیستانو سره د لیده کاته لپاره دغه هېواد ته تللي.
د دوی د بحث یوه موضوع دا وه چې څنګه کارګر ګوند په ټولو هغو صنعتي سیمو کې چې په ۲۰۱۹ کې یې د دوی لاسنیوی پرېیښی و، بیرته د دوی واک ته ورغلې.
د کارګر ګوند مشر سټارمر وايي، چې د نومبر پنځمې ټاکنو کې د ټرمپ بیا بری به له نوموړي سره د دوی پر اړیکو اغیز پرې نه باسي.
ټرمپ چې د بریتانیا له ښي لاسي سیاستوال نیګل فاراګ او مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسن سره ښې اړیکې لري، له نوموړو سره د سپټمبر میاشتې په لیدنه کې د کارګر ګوند د مشر سټارمر ستاینه کړې وه.
د امریکا د قوانینو له مخې بهرنیان په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپلخوښی ګډون کولای شي، خو مالي مرستې نه شي کولای.
د ټرمپ شکایت د ځینو رسنیو په هغو رپوټونو استناد کوي، چې د کارګر ګوند شاوخوا ۱۰۰ داوطلب غړي به د کمالا هرېس له ټاکنیز کمپاین سره د همکاري په موخه متحده ایالاتو ته لاړ شي.
د ټرمپ کمپاین د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې ددغو بهرنیو ښکاره لاسوهنو په تړاو بیړنۍ پلټنې ترسره شي.