د حنفي خبرو ته د ښځو غبرګون: طالبان د ښځو پروړاندې هر اړخیزه جګړه کوي

یو شمېر افغان مېرمنو له تلګراف ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې د ښځو د غږ د منع کېدو په اړه د طالبان د امربالمعروف وزیر وروستۍ څرګندونې د ښځو پر وړاندې هر اړخیزه جګړه بللې ده. په هرات کې یوې مېرمنې ویلي، چې د طالبانو فشارونو ځيني ښځې ځان وژنې ته اړ کوي.