سیاسي پلانونه یا احساسات او عواطف؛ امریکایان څه ته رایه ورکوي؟

د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د هیلري کلنټن د ماتې په اړه یو شمېر شنونکي وايي، چې د دې ماتې یو لامل د خپلو پلانونو په جزیاتو باندې د کلینټن ډېر تمرکز و، په داسې حال کې چې ټرمپ د جذابه او ساده شعارونو په ټاکلو سره د رای ورکوونکو سره احساسي او عاطفي اړیکه ټینګوله.