د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې شپږ پاکستاني وسله وال هغه وخت ووژل شول، چې په پټه له افغانستانه دې هېواد ته ننوتل.