• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه؛که ټرمپ بریالی شي ښایي له طالبانو سره سخت چلند راواخلي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه(اې اې اېن) وایي، د امریکا د ولسمشرۍ یوه نوماند هم تر اوسه داسې څرګندونه نه ده کړې چې د افغانستان په تړاو به د امریکا پالیسي بدله کړي.

ددې شبکې یو تن شنونکی کیت کلارک وایي، دا اټکل کېدای شي چې ټرمپ ښایي د هغه څه په پرتله چې بایډن کول، له طالبانو سره سخت چلند ته مخه کړي او دغه راز به د کډوالو په توګه په امریکا کې د افغانانو میشتېدنه ودروي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه؛
که ټرمپ بریالی شي ښایي له طالبانو سره سخت چلند راواخلي

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه(اې اې اېن) وایي، د امریکا د ولسمشرۍ یوه نوماند هم تر اوسه داسې څرګندونه نه ده کړې چې د افغانستان په تړاو به د امریکا پالیسي بدله کړي.

ددې شبکې یو تن شنونکی کیت کلارک وایي، دا اټکل کېدای شي چې ټرمپ ښایي د هغه څه په پرتله چې بایډن کول، له طالبانو سره سخت چلند ته مخه کړي او دغه راز به د کډوالو په توګه په امریکا کې د افغانانو میشتېدنه ودروي.

دغه شبکه وایي، دا اټکل هم سخت دی چې کمالا هرېس به د طالبانو پر وړاندې د امریکا تګلاره نرمه کړي، ځکه دا چاره د ډیموکراتانو د ښځینه حقونو د پلویانو غوسه را پارولی شي.

اې اې اېن وایي، " داسې شواهد نشته چې ټرمپ یا هرېس، که د لړم پر ۱۵ مه ټاکنې وګټي، څه کول غواړي، یا یې څه فکر پرې کړی که نه".

یاده شبکه وایي، "امریکایي مشران چې دوه لسیزې یې پر افغانستان دومره نفوذ درلود، ددغه هېواد اړوند حقایق یې یا ناسم اخیستي یا یې داسې کارولي چې له امریکایي رایه ورکوونکو سره ددوی کارېدونکې تګلارې پیاوړې کړي او دا کار د جورج بوش له مهاله چې افغانستان یې د آزادۍ د یوې بېلګې په توګه وړاندې کړی و، همداسې را روان دی".

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وایي، د امریکایي نوماندانو له ټاکنیزو کمپاینونو یوه داسې نښه هم نه ترسترګو کیږي چې وښیي د افغانستان په تړاو د متحده ایالتونو اوسنۍ تګلاره به پرځای وي که بدلېږي.

د یادې شبکې شنونکی کیت کلارک زیاتوي، "کومه خبره چې پخه ده، داده چې افغانستان نور د امریکا له سیاسي اجنډا لوېدلی دی".

د ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سیالي په ډېر لږ توپیر روانه ده او تر پرون یکشنبې شاوخوا ۷۵ میلیونو خلکو تر وخت مخکې رایې کارولې دي.

د روانې اونۍ له پیله دواړو نوماندانو په همدغو ایالتونو کې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې زیاتې کړې دي.

ټاکل شوې نن کمالا هرېس مېشیګن ایالت ته لاړه شي، چې د ډیموکراتانو لپاره تر نورو مهم ایالت بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»