• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ټاکنې؛ سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره د پنسلوانیا د رایو ګټل اړین دي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د الجزیرې په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په حقیقت کې په پنسلوانیا کې د رایو له ګټلو پرته به په ټاکنو کې بریا ستونزمنه وي؛ نو له همدې امله کمالا هرېس د خپل کمپاین وروستۍ ورځ په پنسلوانیا کې تم شوه.

هغې د پنسلوانیا په پیټسبورګ ښار کې خپل ټاکنیز کمپاین پای ته ورساوه.
د الجزیرې د راپور له مخې، هغه اوس د پنسلوانیا په فلاډیلفیا ښار کې پر کمپاین بوخته ده او د نوموتې سندرغاړې اوپرا وینفري سره یوځای په دغه کمپاین کې راڅرګنده شوه.

له بل پلوه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم د امریکا په اوو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، مېشیګن، پنسلوانیا، ویسکانسین، شمالي کارولینا او نوادا کې د هرېس او ټرمپ د رایو اختلاف ډېر کم دی؛ خو د همدې ایالتونو په رایو سره به د ټاکنو پایلې روښانه شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمان: د پاکستان په قانون کې تعدیل «شرعي» نه دی او نه یې منم

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان په قانون کې راوستل شوی تعدیل شرعي نه دی او دوی یې نه مني. د پاکستان ملي شورا د پوځ د ۱۹۵۲ کال په قانون کې د تعدیلاتو په تصویب سره د پوځ د مشرانو کاري موده له درېو څخه پنځو کالو ته لوړه کړه.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د ګوند غړو تېر ماښام دوشنبه د یوه خبري کنفرانس پر مهال د پاکستان د ملي شورا له لوري د دغه هیواد په قانون کې د تعدیل راوستلو خلاف غبرګون وښود او ویې ویل چې دغه تعدیلات د شریعت پر بنیاد نه دي شوي او دوی یې نه مني.

د پاکستان ملي شورا تېره ورځ دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د دغه هیواد په قانون کې دوه ستر بدلونونه ومنل چې یو یې د پوځ د مشرانو د خدمت موده له درې څخه پنځو کلونو ته وغځوله او بل د سترې محکمې د قاضیانو شمېر دوه برابره کړ چې مخکې تردې ۱۷ تنه او له دې وروسته به ۳۴ تنه وي.

دغه قانون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ملي شورا ته وړاندې کړ او له پاکستان تحریک انصاف ګوند پرته یې نورو ګوندونو ملاتړ وکړ او تصویب یې کړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځینې مشرانو هم د دغه قانون خلاف غږ پورته کړی او ویلي یې دي چې دغه چاره جمهوري نه ده او هغو ګوندونو په ملي شورا کې دغه قانون پاس کړی چې ټول عمر یې د جمهوريت د ساتلو لپاره کار کړی.

د پي ټي ای ګوند د مشرانو اشاره د مسلم لیک (ن) او د پاکستان خلکو ګوند ته وه چې دوی ولې د قانون دغه تعدیل ومانه.

د قانون له تعدیل وروسته د پوځ اوسنی لوی درستیز اصف منیر چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ټاکل شوی و او د ۲۰۲۵ په نومبر کې یې دنده پای ته رسیده له دې وروسته ددوو نورو کلونو لپاره پر خپله دنده پاتې شو او د ۲۰۲۷ تر نومبر پورې به په خپل ځای پاتې وي.

مولانا فضل الرحمان وايي، په قانون کې د تعدیل خلاف به محکمې ته عارض کیږي او غوښتنه کوي چې په دغه تعدیل دې له سره غور وشي او د پاکستان د قانون په رڼا کې دې پرېکړه وشي.

د پاکستان په قانون کې د بدلون راستو د هغې مصوبې په غبرګون کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو هم اعتراض وکړ او د پارلمان د مشر په مخکې یې په اعتراضي ډول د مصوبې ورکړل شوې پاڼې څیرې کړې.

تحریک انصاف ګوند د لوی درستیز پر څوکۍ د اصف منیر د کاري مودې له غځېدو سره مخالف دی، دوی وايي د دغه ګوند پخواني مشر عمران خان او ګوند ته ټولې ور پېښې ستونزې د پوځ د لوی درستیز له لوري پېښې شوې دي.

د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر له پاکستانه وغوښت

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر محمد طه له پاکستانه وغوښت.

له بل پلوه د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي، چې د دغې لیدنې په تړاو اجازه نه وه غوښتل شوې او په دې برخه کې د مالدیف حکومت له‌خوا لازم ګام اخیستل شوی دی.
د دغه بیان له مخې، مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني.

ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.
په پاکستان کې د مالدیف سفیر محمد طه په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره درې ورځې وړاندې د نومبر په لومړۍ نېټه لیدلي و.
‏هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دغې لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې ښاغلي طه په دغې لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه دغه راز هیله‌مندي څرګنده کړې وه، چې د افغانستان له لارې به وشي کړای د منځني ختیځ له هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکي ټینګ کړي.

که څه هم د ځینو هېوادونو سره طالبانو ښې اړیکي جوړې کړې دي؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د طالبانو حکومت هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ایران د احتمالي برید سره د مقابلې لپاره د اسراییل پوځ د تیارسئ په حال کې دی

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۰ GMT+۰

جوریسلم پوسټ اسراییلي رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هیواد پوځ د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره د خپلو ځواکونو د چمتووالي کچه لوړه کړې ده. د دې راپور له مخې، ښايي چې ایران په عراق، لبنان او سوریه کې د خپلو ملاتړو ډلو له لارې پر اسراییل برید وکړي.

دغه اسراييلي رسنۍ د خپلو سرچينو له قوله ويلي، چې د تیارسئ په دغه وضعیت کې د پوځ د عمومي قومندانۍ په ګډون په ټولو څانګو کې د وضعيت ورځنۍ ارزونه شامله ده.

په همدې حال کې، د دغه هېواد د استخباراتي څانګو په ګډون له بېلابېلو لارو د معلوماتو د راټولولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

په ورته وخت کې، د اسراییلو هوايي ځواک هم د تیارسئ په حال کې دی، او په خپل هوايي دفاع او کنټرول سیسټمونو تمرکز کوي.

د اسراییلو د پوځ د ارزونې له مخې، ایران لا هم د غچ اخیستنې لپاره پر خپلو انتخابونو غور کوي او د خپل غبرګون ابعاد ارزوي، خو په ورته وخت کې امنیتي چارواکي په کور دننه او بهر د لوړ پوړو اسراییلي شخصیتونو په نښه کولو کې د ایراني هڅو احتمال نه ردوي.

برېتانيا د افغان، ايراني او سوريايي پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه په چټکۍ سره تعقيبوي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د هغه حکومت اراده لري چې د هغو هیوادونو څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه "چټک" وڅیړي چې د منل کیدو احتمال یې لوړ دی، ترڅو د راټولو شوو قضیو حجم کم کړي.

د شمېرو له مخې، افغان، سوريايي، سوډاني او ايراني پناه غوښتونکي په برېتانيا کې د منل کېدو تر ټولو ډېر چانس لري.

د ډیلي ټیلیګراف په وینا کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو د قضیو د ژر څیړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د کارګر حکومت غواړي "په سیسټم کې ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅیړي".

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې يويټې کوپر د هغو هېوادونو نومونه وانه خيستل چې ښايي په دغه پروګرام کې شامل شي، خو افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په برتانيا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو زيات شمېر لري او د منل کیدو کچه يې ٩٦ سلنه ده.

له دې وروسته د سوریې، سوډان او ایران څخه کډوال دي چې د کورنۍ جګړې، جبر او سیاسي او مذهبي ځورونو له امله بریتانیا ته پناه وړي او د هغوی د منلو چانس خورا زیات دی.

د شمېرو له مخې، په برتانیا کې د کډوالۍ ۱۲۰زره دوسیې نه دي څېړل شوي، چې له دې جملې څخه تر ۳۵زره ډېرې قضیې د دغو پنځو هېوادونو اړوند دي.

د برتانیا لومړي وزیر د ریشي سونک حکومت د قضیو په ځنډولو کې پر کړ او ویې ویل، چې انګلستان د نورو هیوادونو په پرتله خورا بد وضعیت کې دی.

سټارمر همداراز زیاته کړه چې د انګلیس چینل له لارې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره به د انسان د قاچاقبرانو سره د تروریستي شبکو د غړو په څیر چلند وشي.

هغه د انسان د قاچاق شبکې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې د بریتانیا د سرحدي امنیت ادارې بودجه به له ۹۷میلیون ډالرو څخه ۱۹۴میلیون ډالرو ته لوړه کړي.

د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه څه باندې ۳۱زره کډوال د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته داخل شوي او لږ تر لږه ۵۶کسانو پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرېس ټاکنیزه ژمنه: زه به په خپل ټول توان د غزې جګړه پای ته ورسوم

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۰

د امریکا د ولسمشرۍ نومانده کمالا هرېس ژمنه وکړه، چې "په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره به ټول هغه څه وکړي چې د هغې په واک کې دي." په میشیګن کې په خپل وروستۍ کمپایني غونډه کې، هغې هڅه وکړه چې د مسلمانو او عرب توکمو رای ورکوونکو پام ځان ته راواړوي.

د میشیګن ایالت شاوخوا ۲۴۰ زره راجستر شوي مسلمان رایې ورکوونکي لري چې ډیریو یې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې جو بایډن ته رایه ورکړې وه.

خو په دغه ایالت کې ځینې عرب-امریکایان او مسلمانان په غزه کې له حماس سره په جګړه کې له اسراییلو سره د بایډن او هرېس د ادارې له بشپړ ملاتړ څخه ناخوښه دي.

هرېس په خپله وروستۍ کمپایني غونډه کې وايي: "د ولسمشرې په توګه، زه به د غزې د جګړې د پای ته رسولو، د یرغمل شویو د خوشې کولو، د غزې د خلکو د کړاوونو د کمولو، د اسراییلو د امنیت د تامین او د فلسطین د خلکو د عزت او ازادۍ د حقونو د ورکولو لپاره ټول هغه څه وکړم چې په توان کې یې لرم."

هغې د میشیګن ایالت په پوهنتون کې د وینا پر مهال هم ټینګار وکړ، چې غواړي "په سیاست کې داسې یو نوی دور پیل کړي د ویرې او ویش پر اساس نه وي."

نوموړې ټرمپ ته له اشارې پرته وویل: "امریکا د نوي پیل لپاره چمتو ده. په داسې طریقه چې موږ خپل هیوادوال د دښمن په توګه نه، بلکې د ګاونډیانو په توګه وګورو."

د یوې وروستۍ نظرپوښتنې پایلې ښیې، چې په میشیګن کې ځینې عرب او مسلمان رای ورکونکي د زرغون ګوند نوماند جېل سټاین ملاتړ کوي.

په دې برخه کې، ډیموکراټانو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاینونه پیل کړي ترڅو رایه ورکوونکي د سټاین او کارنیل ویسټ، چې یو خپلواک کاندید او د اسراییلو منتقد دي، له ملاتړه په شا کړي.