مولانا فضل الرحمان: د پاکستان په قانون کې تعدیل «شرعي» نه دی او نه یې منم

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان په قانون کې راوستل شوی تعدیل شرعي نه دی او دوی یې نه مني. د پاکستان ملي شورا د پوځ د ۱۹۵۲ کال په قانون کې د تعدیلاتو په تصویب سره د پوځ د مشرانو کاري موده له درېو څخه پنځو کالو ته لوړه کړه.