خلیلزاد: د ټرمپ په بریا سره به عاصم منیر د عمران خان د ناحق زنداني کېدو څه ډول وضاحت کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ټرمپ بریا ته په اشارې وايي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به د هغه د ملګري عمران خان ناحق زنداني کېدل څه ډول توجیه کوي.

زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، اوس وخت رارسېدلی چې عمران خان او نور هغه اشخاص چې په ناعادلانه قضایانو کې نیول شوي بېرته خوشې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې خلیلزاد د پاکستان د پوځ پر مشر جنرال عاصم منیر دا ډول توندې نیوکې کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم د پاکستاني پوځ پر سیاستونو نیوکه کړې وه.