د ایران حکومت د «قتل او نشهيي توکو د قاچاق» په تور بیا څلور تنه اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت بیا په دغه هیواد کې د «قتل او نشهيي توکو د قاچاق» په تور څلور تنه په دار وځړول. ایراني حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون سلګونه کسان اعدام کړي.