په ګلګېت کې د یو بس چپه کېدو په پېښه کې ۲۶ کسان مړه شوي دي

د پاکستان په ګلګیت کې د واده د مراسمو د بس د اوښتو په پېښه کې د زوم په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي دي. په دغه بس کې ټول ۲۷ کسان سپاره وو.

د پاکستان په ګلګیت کې د واده د مراسمو د بس د اوښتو په پېښه کې د زوم په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي دي. په دغه بس کې ټول ۲۷ کسان سپاره وو.
دغه بس چې چکوال ته یې د یوه واده مېلمانه لېږدول، د تالیچي پله څخه اوښتی او سیند ته لوېدلی دی.
په دغې پېښه کې د زوم مور هم مړه شوې؛ خو یوازې ناوې په کې ژوندۍ پاتې ده.ټپي شوې ناوې روغتون ته لېږدول شوې ده.د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ګلګېت کې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.نوموړي د سې شنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې له غمجنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې دغو خلکو ته مرستې ورسول شي.له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پنجاب سر وزیرې مریم نواز هم په دې غمجنه پېښه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.


د امریکا د دفاع وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې په باب المندب کې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو د اتو بې پیلوټه الوتکو او اتو بېړیو ضد بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي. پنټاګون ویلي، د امریکا جنګي بېړیو ته زیان نه دی رسېدلی او توغندي یې شنډ کړي دي.
حوثیانو د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی په سور او عربي سمندرګیو کې د متحده ایالاتو د سمندري کښتیو په وړاندې دوه پوځي عملیات ترسره کړي چې د دې ډلې د نظامي ویاند په وینا اته ساعته یې دوام وکړ.
د حوثیانو ویاند یحیا سريع تر دې مخکې ویلي وو چې په لومړيو عملیاتو کې د امریکا یوه الوتکه وړونکې بېړۍ په عربي سمندرګي کې د څو توغندیو او ډرون په واسطه په نښه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دويم ځل عملياتو کې په سور سمندرګي کې د امريکا په دوو بیړیو بې پيلوټه الوتکو توغندي وتوغول شول.
د یمن حوثیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د اکتوبر له اومې راهیسې یمن ته نږدې د نړۍوالو بېړیو پر لیکو بریدونه کوي، چې د دوی په وینا د هغو بېړیو پر ضد دي چې د دوی په باور له اسراییل سره تړاو لري.

د برېتانیا د کلیسا مسوول جسټين ولبي د سې شنبه په ورځ په کلیسا کې د جنسي ځورونو په اړه پولیسو ته د راپور نه ورکولو په اړه د خپلواکو څېړنو د پایلو تر افشا وروسته استعفا وکړه. ولبي وویل: «استعفا یې د برېتانیا د کلیسا په ګټه ده.»
نوموړي د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه استعفا وکړه، چې د مشهور مسیحي وکیل او فعال جان سمېټ په اړه یې د څېړنو پایلې خپرې کړې.
د څېړنو له مخې، جان سمېټ د ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۱۸ د هغه تر مړینې پورې، په برېتانیا کې شاوخوا ۳۰ ځوان هلکان او سړي او په افریقا کې یې ۸۵ د جنسي، رواني او فزیکي ځورونې او ۸۵ کسان یې په افریقا کې جنسي، رواني او فزیکي ځورولي دي.
وروسته له هغه چې راپور خپور شو، ولبي په پیل کې د مسوولیت منلو څخه ډډه وکړه، مګر د عامه فشار په پایله کې هغه استعفا ته اړ کړ.
ولبي په یوه رسمي بیانیه کې وویل، چې هغه باید د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د دې اوږدې او زیان رسونکې مودې لپاره شخصي او اداري مسوولیت په غاړه واخلي.
څېړنو څرګنده کړه، چې ولبي د ۲۰۱۳ کال په اګسټ کې د برېتانیا د کلیسا د مشر په توګه د ټاکل کېدو په لومړیو کې د سمېټ له ناوړه چلند څخه خبر شوی و ، مګر پولیسو ته یې راپور نه و ورکړي.
د څېړونکو په وینا، که دا مساله په هغه وخت کې چارواکو ته رسول شوي وای، د سمېټ له خوا د نورو ځورونو مخه نیول کېدای شوای.
ولبي ویلي، هغه دا غلط باور درلود چې پولیس لا دمخه په دې قضیه کار کوي، د همدې له امله یې دا قضیه شخصي نه ده تعقیب کړې.
هغه د قضیې له پامه غورځولو برخه کې خپل مسوولیت منلی دی.
د کلیسا ځینو مشرانو چې استعفاوې کړي.
ډیری قربانیانو په ځانګړې توګه اندرو مورس چې د سمېټ له خوا ځورول شوی و، په کلکه د ولبي د استعفا غوښتنه وکړه.
د ولبي له استعفا مخکې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې مورس وویل، چې دا اقدام د کلیسا لپاره یو فرصت دی، چې په داخلي توګه د جنسي ځورونو د تاریخي قضیو سره د معاملې له امله رامنځته شوی زیان جبران کړي.
بل خوا، د ولبي ځیني ملاتړي په دې باور دي، چې هغه باید د کلیسا د کلتور د بدلون د هڅو لپاره باید پر خپل ځای پاتې وای.

اتو نړۍوالو سازمانونو د سې شنبه په ورځ وویل، چې اسراییل غزې ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې د امریکا شرطونه تر پښو لاندې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، چې اسراییل د دوی شرطونه نقض کړي نه دي او دې هېواد ته پوځي مرستې نه محدود کېږي.
دغو سازمانونو په یوې ګډه بیانیه کې خبرداری ورکړی، چې اسراییل د امریکا د غوښتنو او خبرداریو برخلاف غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې شرایط بدتره کړي دي.
د اکسفام او د ماشومانومانو د ژغورنې صندوق په څېر سازمانونو ویلي: «د جګړو له پیل راهیسې په غزه کې انساني وضعیت اوسمهال تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.»
دوی دغه راز خبرداری ورکړ، چې ان د تېرې میاشتې په پرتله په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن شوی دی او له امریکا یې وغوښتل، څو ارزونه وکړي چې اسراییل خپلې ژمنې نقض کړي دي او که نه.
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د جو بایډن حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې اسراییل اوسمهال غزې ته د مرستو د رسولو خنډ نه ګرځي او د امریکا قوانین یې نقض کړي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد دفاع وزیر لویډ اسټين د اکټوبر په ۱۳مه د یوه لیک په ترڅ کې خپلو اسراییلي سیالانو ته د مشخصو اقداماتو نوملړ وړاندې کړ، ترڅو اسراییل په راتلونکو ۳۰ ورځو کې په غزه کې انساني وضعیت ته د رسېدو په برخه کې ترسره کړي.
دوی په لیک کې ویلي و، چې که یاد اقدامات ترسره نه شي نو ښایي له اسراییل سره د متحده ایالاتو د پوځي مرستو په احتمالي پایلو اغېزې ولري.
د امریکا د قوانینو پربنسټ، واشنګټن پر هغو دولتونو چې د متحده ایالاتو بشردوستانه مرستې محدودوي، خپل پوځي او امنیتي مرستې بندوي.
د یادولو ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱،۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

د ډونالډ ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د سې شنبه په ورځ وویل، چې د امریکا د دوښمنانو پر وړاندې به په جدي توګه ودرېږي. نوموړي وویل، د امریکایي وګړو د امنیت، ارزښتونو او ازادیو د ساتلو په پرتله هېڅ ډول مسوولیت مهم نه دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ مایک والټز د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکه.
والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارډ کې خدمت کړی دی او په افغانستان کې د طالبانو پروړاندې د جګړو تجربه هم لري.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «مونږ به له ولسمشر ټرمپ سره د نننۍ نړۍ له روانو کړکېچونو سره مبارزه وکړو او د هغو کسانو پروړاندې به ودرېږو چې زمونږ فرهنګ زیانمنوي.»
والټز دغه راز وویل: «خپل متحدین به ځان سره نږدې وساتو او له خپلو دوښمنانو سره له مخامخ کېدو څخه هم نه وېرېږو.»
د ډونالډ ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار مایک والټز همداراز یادونه وکړه: «د امریکا ښې ورځې راتلونکې دي او له ولسمشر ټرمپ سره به خپلې ازادۍ تضمین کړو او داسې یوه راتلونکې به جوړه کړو، چې زمونږ ملت به په کې ازاد پاتې شي.»
والټز د امریکا په ولسي جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی او د ډونالډ ټرمپ له ملاتړو څخه دی.
نوموړی چې ۵۰ کاله عمر لري، له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي له سرسختو نیوکه کوونکو څخه دی.
مایک والټز د تېر کال د تلې په میاشت کې په کانګرس کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و، چې طالبانو د افغانستان د پخوانیو پوځيانو وژلو او ځورولو ته دوام ورکړی دی.
نوموړي د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په هغو خبرو هم نیوکه کړې وه، چې ویلي یې و طالبانو د القاعدې او داعش ډلو په ځپلو کې بریالی اقدام کړی دی.
هغه په دې اړه زیاته کړه: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره پر یوې بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناکه او لویه تېروتنه ده

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ بریا ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله له نړۍ په ځانګړې توګه له امریکا سره مثبت تعامل غواړي. نوموړي له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل؛ طالبان هیله لري، چې له واشنګټن سره ښې اړیکې ولري.
شاهین همداراز د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال په دوحه کې د سولې هوکړې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «داسې ښکاري چې ښاغلی ټرمپ به ډېر عملګرا وي او زما په اند موږ بايد د ستونزو په حل کې واقعبينه واوسو.»
نوموړي تر دې وړاندې هم هیله ښودلې وه، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په هرکلي سره له نوموړي غوښتي و، چې د طالبانو په اړه د امریکا پر سیاستونو بیا کتنه وکړي.
طالبان په داسې حال کې له امریکا سره د سیاسي اړیکو د جوړېدو په نوي فصل خوشحاله دي، چې د راپورونو له مخې د امریکا نوی ولسمشر به مارکو روبیو او مایک والټز د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه وګوماري.
د کانګرس یاد دوه غړي له افغانستان سره د امریکا د مرستو سرسخت نیوکه کوونکي دي.
والټز بیا د طالبانو ضد یو شمېر څېرو سره ښې اړیکې هم لري.
که څه هم د افغانستان او طالبانو په اړه د امریکا د راتلونکي حکومت بهرنی سیاست تر اوسه روښانه نه دی، خو داسې ښکاري چې د طالبانو ضد د یادوو دوو کسانو په ګومارلو سره به د طالبانو پروړاندې د ټرمپ د حکومت پالیسي سخته وي.