اته نړۍوال سازمانونه وایي چې اسراییل غزې ته د مرستو رسولو لپاره د امریکا شرطونه نقض کړي

اتو نړۍوالو سازمانونو د سې شنبه په ورځ وویل، چې اسراییل غزې ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې د امریکا شرطونه تر پښو لاندې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، چې اسراییل د دوی شرطونه نقض کړي نه دي او دې هېواد ته پوځي مرستې نه محدود کېږي.