امیر خان متقي: تېرو شلو کالو کې د افغانستان اقتصادي پالیسیو خلک “خیرات خواره” روږدي کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي، چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان اقتصاد پړسېدلی و او اقتصادي پالیسیو د افغانستان خلک “خیرات خوره” روږدي کړي وو. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د وړو تمویلوونکو ملي کنفرانس ته کولې.





