د سه شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د ملي عمل پلان کمېټې په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون پالو ډلو خلاف پوځي عملیات تصویب کړل. بلوچستان په دې وروستیو کې د ناکراریو او بلوڅ جنګیالیو د مرګونو بریدونو شاهد دی چې اصلي تمرکز یې پر چینايي پروژو او په دغه ایالت کې د چین پر ګټو دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایالتي او مرکزي حکومتونو د چارواکو او د پوځ د استازو په غونډه کې وویل چې « دا یوازې د ترهګرۍ ضد جګړه نه ده، بلکې د پاکستان د راتلونکي جګړه ده».
په دې غونډه کې اصلي تمرکز د بلوڅانو پر ازاد پوځ، د بلوچستان ازادۍ جبهې او براس شوی او دا ډلې د پاکستان امنیت،حیاتي اقتصادي پروژو، سوداګریزو لارو او د چین پاکستان د څو میلیارد ډالري اقتصادي کوریډور پروژې، په ټوله کې ددغه هېواد اقتصادي ودې ته ستر ګواښ ګڼل شوې دي.
پوځ د جنګیالیو ایکو سیسټم په نښه کوي
د پاکستان د ملي عمل پلان کمیټې د پرېکړو پر بنسټ به د بلوچستان عملیات د جنګیالیو ډلو د شبکو پر له منځه وړومتمرکز وي او دغه راز د ترهګرۍ ضد جګړې ملي اداره به بېرته فعاله کیږي چې په مرکز، ایالتونو او ولسوالیو کې په ملي او سیمه ییزه کچه له دغو عملیاتو سره په همغږۍ عمل وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز دې ناستې ته ویلي، چې « په ترهګرۍ ضد جګړه کې هر پاکستانی یو سرتېری دی، څوک چې د پاکستان امنیت ګواښي، ځواب به یې وویني». پوځي چارواکو ویلي چې دا یوازې د جنګیالیو د له منځه وړو عملیات نه دي بلکې هغه «ایکو سیسټمونه» به هم له منځه وړي چې جنګیالیو ډلو ته د ودې لارې برابروي.
دغه پوځي عملیات به له سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدیلونو سره مل وي چې د عملیاتو له اړخه رامنځته کېدونکې اغیزې جبران کړای شي. په ناسته کې د عزم استحکام عملیاتو لرلید هم وړاندې شوی، چې د بې ثباتۍ پر وړاندې د نظامي، سیاسي او اجتماعي-اقتصادي لارو پر یو کولو متمرکز دی.
پاکستان د چین فشارونو ته غاړه ږدي
په جنوبي وزیرستان کې د ۲۰۰۲ کال او په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ کال عملیاتو په اړه چې ډېری پکې چین ضد جنګیالي په نښه شول، داسې اټکل دی چې دغه عملیات د بیجنګ او امریکا تر ګډو فشارونو لاندې ترسره شول. د نویو عملیاتو «عزم استحکام» په برخه کې هم پاکستانی پوځ د بیجنګ تر شدید فشار لاندې دی.
د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې د چین سفیر د خبریالانو له لارې اسلام اباد ته پیغام ولېږه، چې د امنیت په برخه کې عملي ګامونه واخلي. وروسته یې په یوه غونډه کې د بیجنګ او اسلام اباد ترمنځ د ګډ امنیتي میکانیزم په اړه خبرې وکړې، چې د شنونکو په باور، بیجنګ غواړي د خپلو وګړو او پروژو د خوندیتابه لپاره پاکستان ته امنیتي کمپنۍ ولیږي.
چین پاکستان ته دوه انتخابونه پر وړاندې اېښي: یا د جنګیالیو او چین ضد ډلو خلاف عملیات وکړي او یا بیجنګ ته اجازه ور کړي چې پخپله د خپلو میلیارد ډالري پروژو د خوندیتابه لپاره امنیتي ځواکونه راولي. د پاکستان لپاره دویم انتخاب ځکه د منلو وړ نه دی چې د بهرني ځواک په حضور کې د جهادي ډلو لپاره د اشغال پر ضد د جهاد او بلواوو پلمه په لاس ورځي، له همدې امله یې دویم انتخاب ته، سره له دې چې اسلام اباد ته په سیاسي، امنیتي او اقتصادي لحاظ دروند تمامیږي، مخه کړې ده.
چین به د نومبر په وروستیو کې پاکستان ته خپل ترهګرۍ ضد روزونکي او جنګیالي استوي چې له پاکستاني پوځ سره ګډ تمرینات وکړي. دغو تمریناتو ته «د ترهګرۍ ځپنې ګډ ضربتي عملیات» نوم ورکړل شوی چې ټول تمرکز به یې په بلوچستان کې د پیلېدونکو عملیاتو لپاره پر جنګي ستراتیژۍ، پلان جوړونه او تمرین وي.
پاکستان دامهال په دوو جبهو- بلوچستان او خیر پښتونخوا- کې له امنیتي ننګونو سره مخ دی.
پوځي ستراتیژیستان نه غواړي پوځ هممهاله په دواړو جبهو کې جګړې ته کښېوځي، ځکه په دې توګه ددې دواړو جبهو ترمنځ د اتحاد امکان دی، چې د بې ثباتۍ په پراخولو سره پوځ او امنیتي ادارې د تاوتریخوالي په مدیریت کې له ننګونو سره مخ کوي او جګړه اوږدیږي.
بلوچستان د قبایلي سیمو په پرتله د پاکستان لپاره په څو دلایلو لومړیتوب دی. لومړی چین تر ټولو ډېر په دغه ایالت کې ښکیل دی او غواړي خپلې اقتصادي ګټې او پر پروژو کړې پانګونې خوندي کړي. دویم، بلوڅ وسله وال د پاکستان او ایران دواړو لپاره ګواښ دی او د تهران او اسلام اباد د ګټو له ټکر سره سره، چې یو د هند په ملاتړ چابهار او بل د چین په ملاتړ ګوادر بندر ابادول غواړي، دواړې خواوې په دې پوهیږي چې په دې سیمه کې ناکرارۍ د دواړو هېوادونو ټیکاو ګواښي او بهرنیو عواملو ته لار پرانیزي. برعکس په پښتونخوا کې وضعیت متفاوت دی، ځکه طالبان د ټي ټي پي په ځپلو کې د اسلام اباد همکاري نه کوي، یا یې له توان نه بهر ده.
د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې تهران او اسلام ابادد یوه او بل په خاوره کې ناڅاپي بریدونه وکړل او دواړو خواوو د بلوڅ جنګیالیو مرکزونه هدف وګرځول، خو په اپرېل کې دواړو اړخونو هوکړه وکړه چې د ترهګریزو کړنو د مخنیوي لپاره پر ګډه پوله خپلې ترهګرۍ ضد هڅې سره همغږې کړي. دواړو خواوو خپلې اړیکې بېرته نورمال حالت ته راوستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیلتون پالو ډلو خلاف هڅې چټکې شوې.
د نومبر په لومړیو کې په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر له کتنې دوه ورځې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول، چې پاکستان او ایران پر پوله د قاچاق وړونکو پرضد ګډ عملیات کړي. ایراني پوځي چارواکو وویل چې دوی د تېل وړونکو په جامه کې ځانمرګي وژلي دي.
د همکاریو دې نوې فضا اسلام اباد دې ته هڅولی، چې له تهران سره پر پوله خپلې هڅې همغږې کړي او بلوڅ جنګیالي، چې د پخوا په څېر په افغانستان کې پټنځایونه او سیاسي او امنیتي ملاتړ نه لري، محاصره کړي. طالبان د خپل مذهبي کرکټر له مخې له بلوڅو جنګیالیو سره خواخوږي نه لري او هند هم هغسې نفوذ نه لري، چې ددې جنګیالیو لپاره په سیمه کې د شاتګ جبهه رامنځته کړي. په همدغه دلیل او د بلوچستان جغرافیا ته په کتو، پاکستان ته په قبایلو کې تر پوځي عملیاتو د بلوچستان عملیات د مدیریت وړ او لومړیتوب برېښي.
پاکستان د بریټانیايي هند له تجربو په ګټنې سره، د وزیرستان په څېر وړه سیمه کې هم هممهاله په شمالي او جنوبي وزیرستان کې یوځايي عملیات نه دي کړي، ځکه د دغسې دوه جبهه یي جګړو مدیریت او بریالي کېدل ننګوونکي دي.
طالبانو ته سور څراغ
اسلام اباد د همدې اونۍ په اوږدو کې د افغانستان لپاره د چین او روسیې د ځانګړو استازو کوربه و. پاکستاني چارواکو مسکو او بیجنګ ته روښانه کړې، چې د افغان طالبانو حکومت د دوی د مخالفو وسله والو ډلو کوربه توب کوي.
سره له دې چې د اوس لپاره چین په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات خپل لومړیتوب نه ګڼي، ځکه د کابل له اړخه ډاډمن دی چې تر نفوذ لاندې ډلې یې په پښتونخوا کې د بیجنګ ګټې نه ګواښي، خو په نږدې راتلونکي کې د عزم استحکام عملیاتو دویم ډګر قبایلي سیمې، په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان دی. د قبایلي سیمو عملیات به ددې سیمو جغرافیا، جوړښتونو او په افغانستان کې یوې ملاتړې جبهې یا جغرافیا درلودو له امله اوږده او ډېر لګښته وي.چین هم ښايي دې ته لېواله نه وي چې ددغسې عملیاتو په لګښتونو کې ښکیل شي.
څومره چې پاکستان په بلوچستان کې بوختیږي او سیمې تصفیه کوي، په همغه کچه به په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو نفوذ او حضور ډېریږي. القاعده به هڅه وکړي چې په خپلو فعالیتونو کې د ازاد لاس درلودو لپاره له خپلو ملاتړو ډلو سره بېرته وزیرستان ته ستنه شي.
خو دا به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي، ځکه پاکستاني چارواکو په تکرار ویلي، چې د افغانستان په داخل کې هم خپل مخالفان په نښه کولای شي. د پاکستان د ملي عمل پلان په ناسته کې د جنګیالیو ډلو د « ایکو سیسټم» له منځه وړو یو پیغام په کابل کې د طالبانو واکمن حکومت ته دی چې د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن دی.
سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی فرمان صادر کړی او درپوټونو له مخې خپل یو شمېر جنګیالي یې د ټي ټي پي له لیکو سره له یوځای کېدو راګرځولي، اسلام اباد له دې ګامونو ډاډمن نه دی او دا احتمال نه شي رد کېدلی چې په قبایلي سیمو کې تر عملیاتو وړاندې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ټي ټي پي او نورو پاکستاني جنګیالیو مرکزونه په نښه شي.
پاکستان به د ضرب عضب عملیاتو تجربو ته په کتو، چې پاموړ پایلې یې نه درلودې، دا ځل د پاکستاني جنګیالیو ملاتړې جبهه له منځه وړي او دا جبهه د اسلام اباد د ادعاوو پر بنسټ، له ډیورنډ کرښې پورې په افغانستان کې ده.
په ظاهره د دغو تعدیلونو هدف د دولت په قضائیه قوه کې اصلاحات راوستل، د قاضیانو په ټاکلو کې د پارلمان او اجرائیه قوې نقش زیاتول او د سیاسي قضیو د حقوقي حل لپاره په ستره محکمه کې یوه بېله څانګه جوړول وو ، خو په حقیقت کې د دغو تش په نوم ریفورمونو ترپردې لاندې اصلي هدف د سترې محکمې د نوي قاضی القضات په توګه د دغه مقام مستحق قاضي منصور عليشاه د ترفیع مخه نیول او په عمومي توګه د سترې محکمې تضعیفول وو ، ځکه د پاکستان د اردو لوی درستیز جنرال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف ویره لرله چې د سترې محکمې قاضي منصور عليشاه د حکومت د ستر مخالف سیاسي رهبر عمران خان حامي دی او که هغه د سترې محکمې د قاضي القضات مقام ته ورسیږي نو د روان کال دفبرورۍ په میاشت کې ترسره شویو ټولټاکنو کې د درغلۍ د اتهام دوسیه به راوسپړي او د فبرورۍ ټول ټاکنې به لغو اعلان کړي.
د پوځ او ملکي حکومت وېره
د دې کار نتیجه به نوې ټولټاکنې وي چې په هغو کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف بریالیتوب حتمي ښکاري او که عمران خان بیا د صدارت عظمی څوکۍ ته ورسیږی نو د هغه وړومبی کار به د لوی درستیز له منصب نه د عاصم منیر لرې کول وي نو ځکه په اساسي قانون کې په بیړنۍ توګه او د یو شمېرغیر مشروع ګامونو اوچتولو له لارې تعدیل راوستلی شو او له هغه سمدستي پس د شهباز شریف حکومت (کوم چې تش د جنرالواکۍ په مخ ملکي ماسک دی) د لوی درستیز په توګه د جنرال عاصم منیر د ماموریت موده له دریو کلونو نه پنځو کلونو ته وغځوله.
په زاړه حساب به د منیر ماموریت د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې پاې ته رسېده، اوس هغه تر ۲۰۲۷ کال پورې تمدید شوه او که د شهباز شریف حکومت دوام وکړي نو هغه په ۲۰۲۷ کې د جنرال عاصم منیر د لوی درستیز ماموریت پنځه کاله نور هم غځولی شي.د دې لپاره چې د اردو د لوی درستیز عاصم منیر د ماموریت د مودې تمدید یوه شخصي معامله ونه برېښي، نو حکومت د هوايي او سمندري ځواکونود لوی درستیزانو د ماموریت موده هم له دریو کلونو نه پنځو کلونو ته وغځوله، چې دا کاریوه عمومي پالیسي ښکاره شي.
په پاکستان کې په دولتي چارو کې د جنرالانو غیر قانوني لاسوهنه څه نوې خبره نه ده خو پخوا به دغه کار لږ څه تر پردې لاندې کېده، خو اوس جنرالواکي په ډاګه میدان ته راوتلې ده. جنرال عاصم منیر چې کله د خپل ماموریت له راتلونکي نه بې غمه شو او له پارلمان نه وروسته یې قضا هم ترلاس لاندې راوسته نو هغه د دولتي نظام په داخلي، خارجي او اقتصادي چارو کې خپل فعالیت لا پسې ګړندی کړ او ورسره یې د حکومت پر مخالفو عناصرو لګیدلي بندیزونه زیات کړل، چې په هغو کې د عمران خان ګوند او بلوڅ او پښتانه ځوانان ګډون لري.
پراخ سانسور
عمران خان او د هغه ګوند فعلي حکومت په انتخاباتو کې د درغلۍ له امله غیر مشروع ګڼي او د حکومت د استعفا او د نويو ټولټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوي نو ځکه عمران خان او د هغه ګڼ شمیر ملګري بندیان دي او پښتانه او بلوڅ ځوانان هم د حکومت تر ضربې لاندې دي، خو عمران خان له زندان نه خپلو پلویانو ته بیا بیا د حکومت پرضد د پاڅونونو لارښوونې کوي.اوس تازه یې د خپل ګوند غړو، پلویانو او د پنجاب او پښتونخوا ولسونو ته غږ کړی دی چې ټول دې د نومبر میاشتې په څلورویشتمې نیټې په ګڼ شمیر کې د هیواد پلازمینې اسلام اباد ته راشي او د پارلمان، ریاست جمهوري، صدارت عظمی او سترې محکمې مخې ته ( چې سور زون بلل کیږي ) راټول شي، هلته دې پرلت وکړي او تر هغه دې پروتست کووونکي خپل پرلت ته دوام ورکړي څو عمران خان له زندان نه ازاد شوی نه وي؛ په اساسي قانون کې شپږویشتم تعدیل بیرته اخستل شوی نه وي او د هغوی په وینا اوسنی غیر مشروع پارلمان منحل شوی نه وي.
دا چې ټلویزیوني شبکې او مطبوعات ټول دپوځي استخباراتو له خوا تپل شوي اوتر سخت سانسور لاندې دي، نو د جنرالواکۍ مخالفین د خواله رسنیو له لارې خپل غږ خلکو ته رسوي.د عمران خان ګوند په پاکستاني سیاسي ګوندونو کې پر خواله رسنیو د فعالیت تر ټولو قوي سیسټم لري، چې دولتي رسنۍ یې د سیالۍ مخه نه ویني. د بلوڅانو ملتپاله سازمانونه، د پښتنو پي ټي ایم ، این ډي ایم او نور سازمانونه هم په خواله رسنیو کې موثر موجودیت لري، نو ځکه جنرالواکي پر خواله رسنیو د بندیز او کنټرول په لټه کې ده.
د روان کال په سر کې جنرالواکۍ له چین نه د خواله رسنیو د سانسور لپاره په دیرش میلیارده کلدارو د «اور دیوال» په نوم یو سیسټم وارد کړی دی، ورسره یې شپږ میاشتې وړاندې په ایکس (پخواني ټویټر) باندې بندیز ولګاوه، خو سمدستي په میلیونونو خلکو د وي پي اېن له لارې له اېکس څخه استفاده پیل کړه. اوس حکومت تصمیم نیولی چې پر وي پي اېن هم بندیز ولګوي. په تیرو څو اونیو کې یې وي پي اېن د څو څو ساعتونو لپاره بند کړ، چې په کوم ځای کې د اپوزیسیون د سازمانونو غونډه وي نو پوځي استخبارات هغلته انټرنیټ وتړي او حتا د تیلیفون زیګنالونه هم بند کړي، خو د ای ټي په صنعت کې کار کوونکي دغه بندیزونه په هیواد کې د ای ټي صنعت د ودې او انلاین تجارت لپاره ډیر زیانناک بولي او وايي،چې دغه پالیسي به په راتلونکي کې پاکستان د شمالي کوریا په څېر له نړۍ نه تجرید کړي.
دامهال په کورني سیاست کې جنرالواکي د نومبر پر ۲۴مه د عمران خان له خوا په اسلام اباد کې د ستر ولسي پرلت د مخنیوي لپاره تیاری نیسي او په بهرنیو چارو کې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشرۍ نه سخته ویره لري، ځکه یو خواعمران خان له ټرمپ سره شخصي پیژندګلوي لري، بل خوا د عمران خان پلویانو په امریکا کې په لکونو ډالرو د لابي شرکتونه د ځان په ګټه د فعالیت لپاره نیولي دي. په تېره څه موده کې د کانګرس غړو دوه ځله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې چې هغوی دې په سیاسي وجوهاتو د عمران خان دزنداني کیدو په تړاو د امریکا له اندېښنو نه پاکستاني واکداران خبر کړي.
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر څو ورځې وړاندې سعودي عربستان ته لاړ. هلته یې د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د دې لپاره ولیدل چې هغه د امریکا جمهور رئیس ټرمپ ته د پاکستاني جنرالواکۍ سفارش وکړي.
«دا نظام مونږ په سترو قربانیو رامنځته کړی، اوس ستاسو اصلاحات غواړم که یې نه منئ راسره، بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم، چی ولس ته ملامت نه شم. زما غوښتنې دادي، چې د ملت او وزیرانو شورا غوښتنو او پریکړو ته اهمیت ورکړئ او فیصلو ته یې درناوی وکړئ، یا دې رهبري شورا بېرته فعاله کړه».
د طالبانو د کابل حکومتي مشرانو، وزیرانو او مسوولانو او د کندهار ترمنځ تعلقات تر بل وخت زیات ساړه او د خپګان او ګیلو حد ته رسېدلي.
په کابل کې د طالبانو سرپرست حکومت د نجونو پر تعلیم د بندیز، نړیوالې انزوا، مخ په رکود اقتصادي حالت او له وطن نه د افغانانو د ډله ییز فرار او لوږې له امله تر سخت فشار لاندې دی، خو په کابل کې د سرپرستې ادارې مشران وايي له دې امله مایوسه او خفه دي چې دا فشارونه د طالبانو عمومي سخت دریځه مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په خپل اختیار پر امارت او افغانانو تحمیل کړي، ګني طالبانو ته ډیره اسانه ده چې په ډېر کم تغییر او تبدیل خپل امارت ته نړیوال رسمیت او د هیواد دننه اعتبار ور وبښي.
د طالبانو خپلمنځي نارضایتۍ په ابتدا کې په کابل کې د نظام چلوونکو مسوولانو فکر کاوه چې شیخ هبت الله اخوندزاده به د وخت په تېرېدو خپلې سخت دریځې مراندې را سستې کړي او د طالبانو د حکومت چلنجونه او ننګونې به را کمې کړي، خو د توقع خلاف د طالبانو عمومي سخت دریځه مشر نور هم سخت دریځه شو او د مېرمنو ضد پالیسۍ کې د دښمني سرحد ته ورسېد .
شیخ هبت الله ورو ورو هغه مشران چې د طالبانو د نړیوال اعتبار لپاره یې له نوموړي نه د اصلاحاتو غوښتنه کوله لکه د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزیر شیخ نورالله له دندو تبدیل کړل ځکه دواړو د میرمنو د لوړو او ثانوي زده کړو غوښتنه درلوده. بل طرف ته د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کې یې تر ټولو ډېر رول درلود، د شیخ هبت الله د عدم مصلحت، تشدده ډکو پالیسیو سخت ناقد دی او وخت پر وخت یې شیخ هبت الله د طالبانو حکومت د ټولو مشکلاتو لامل بللی.
د طالبانو د مشر د سختو پالیسیو چې هیڅ ډول به دوی ته نړیوال اعتبار ورنه کړي، بل منتقد عباس ستانکزی دی. هغه په کراتو کراتو د نجونو د زده کړو پرضد موقف د اسلام له اصولو سره متصادم او د طالبانو د نړیوالې انزوا سبب بللی.
اصلاحات، یا ځان څنګ ته کول په کابل کی نور مشران لکه ملا برادر، ملا یعقوب او ملا حسن هم د طالبانو حکومت د انزوا او عدم رسمیت اصلي عامل له کندهاره صادریدونکی د شیخ هبت الله د وخت او مکان خلاف دریځ ګڼي، خو داچې «کندهاریان» دي، دې موضوع ته دومره اهمیت نه ورکوي. سراج حقاني څو ځله کوښښ وکړ، چې د ښځو د کار او نجونو د زده کړو او عدم رسمیت په تړاو ملا حسن، ملا عبدالغني برادر او ملا یعقوب له ځان سره کړي او د شيخ هبت الله دفتر ته ور شي، خو درې واړه کندهاري مشران سراج حقاني په مختلفو پلمو تېر باسي او کندهار ته له سفره ډډه کوي.
سراج الدین حقاني یو نیم کال وړاندې هم شیخ هبت الله اخوندزاده ته په احترمانه الفاظو مزین یو لیک استولی و، څو هغه متوجه کړي چې د میرمنو د تعلیم ضد غیر منصفانه پالیسیو له امله یې ملت او نړیړال دواړه له اسلامي امارت نه لاس اخلي، خو شیخ هبت الله د سراج حقاني لیک ته د ځواب ورکولو پرځای خبرداری ورکړی چې دی به د امیرالمومنین څوکۍ پریږدي . حقاني شبکې ته نږدې سرچینې وايي، چې د کابینې وزیران او مشران سراج حقاني ته وايي چې تاسې لږ خپل موقف جدی کړئ، دا نظام په دې ډول نه چلیږي، چې شیخ هبت الله یې زمونږ په واسطه چلول غواړي، دا نظام به د شیخ د پالیسیو له امله ناکامیږي. د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني د یو بل لیک مسوده تیاره کړې او غواړي له خپل مشر سره یې شریکه کړي.
په لیک کې راغلي« زه دې تر بل هرچا زیات اطاعت او احترام کوم او خپل اطاعت مې په هر امتحان کې تاسې ته ثابت کړی. دا نظام مونږ په سترو قربانیو رامنځته کړی، اوس ستاسو اصلاحات غواړم که یې نه منئ راسره، بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم، چی ولس ته ملامت نه شم. زما غوښتنې دادي، چې د ملت او وزیرانو شورا غوښتنو او پریکړو ته اهمیت ورکړئ او فیصلو ته یې درناوی وکړئ، یا دې رهبري شورا بېرته فعاله کړه». د خلیفه سراج الدین د لیک په یوه برخه کې راغلي: « دښځو تعلیم حل حتما غواړم او امتحان خو اصلاحات غواړم، که یې نه منئ راسره بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم چې ولس ته ملامت نه شم».
د ملا هبت الله نوي بندیزونه
په کندهار کې د شیخ هبت الله دفتر ته نږدې منابع وايي، شیخ هبت الله نور سخت قیودات هم لګول غواړي، لکه پرمېرمنو د چادري اجباري اغوستل، د تلویزیونونو بندول. هغه همداراز د طالبانو له وزیرانو په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي غوښتي چې نور نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو لپاره زارۍ یا غوښتنه ونه کړي. سرچینه وايي، « متقي یې منع کړی چې نور به له غرب او ملګرو ملتونو نه غواړي چی مونږ په رسمیت وپیژني ځکه دا له کفر څخه معاونت غوښتل دي».
یو شمېر طالب مشرانو بار بار د قطر تړون د شرایطو په رڼا کې له شیخ هبت الله غوښتي چې منحیث مسلمان موږ باید تړون ته پابند پاتې شو خو شیخ هبت الله بار بار د دلیل او حجت په نامه د دوحې تړون له یادولو په قهر شوی او وايي، چی د دوحې تړون امریکا هم نه دی عملي کړی؛ امریکا د تړون له مخې له افغانستان نه ووتله، نور د تړون شرایط د منلو وړ نه دي.دغه رازشیخ هبت الله ملا برادر ته ویلي، چی «د دوحې معاهده ستاسې کار و، زه یې د ټولو بندونو منلو ته قایل نه یم». سراج الدین حقاني او کابل میشتي طالبان د هرې ورځې په تېرېدو دا درک کوي چې اقتصادي حالت، له نړیوالو او ګاونډیانو سره ترخې اړیکې د ملت او امارت ترمنځ واټن دومره زیات کړی، چې د ملت د صبر کاسه به ډېره زر ډکه شي.
حقاني له یو شمیر سفرونو وروسته په دې متیقن شوی چې د شیخ هبت الله شخصي ګروهې او د مسایلو تشریح طالبان او افغانان له سخت امتحان سره مخامخ کړي. حقاني درک کړې چې که د نړۍ هر بل هیواد د طالبانو په څېر میرمنې له تعلیم او کاره حذف کړي نړیواله ټولنه دا اخلاقي جرات نه شي کولای، چې هغه هیواد په رسمیت وپېژني، له همدې امله نړیواله ټولنه له غرب سره د شیخ هبت الله حساسیت ته په کتلو غواړي د اسلامي او عربي هیوادونو په واسطه سراج حقاني وهڅوي چې شیخ هبت الله چې د نظام لپاره(Troubles makers) دی، په (Trouble-shooter) تبدیل کړي. دا باید په پام کی ونیسو چې نړۍ په افغانستان کی بله کورنۍ جګړه نه غواړي ولو که د غلجي حقاني او کندهاري شیخ هبت الله ترمنځ وي.
طالبان د یو افراطي اسلامي تحریک په توګه د خپل سیاسي او مذهبي تفکر له مخې، د نړۍ په کچه افراطي تحریک پېژندل شوی دی. د دوی افراطي نظریه د سخت دریځه دیني تفسیر، محافظهکارانه سیاسي ایډیالوژۍ او افراطي - طالبي ټولنیز نظم پر بنسټ ولاړه ده.
دغې نظریې نه یوازې د افغانستان په خلکو له فکري، اقتصادي، سیاسي او بشري اړخه اغېز کړی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ستر ګواښ ګڼل کېږي.
د دغې ډلې په بیا حاکمېدا سره په افغانستان کې د سیاسي طالبي اسلام نظریه د ترویج په حال کې ده او د دغې نظریې د لا ترویج لپاره د افغانستان په ګوډ – ګوډ کې افراطي دیني – جهادي مدرسې جوړې شوې دي.
۱. د طالبانو د افراطي نظریې بنسټونه
الف. دیني تعبیر:
طالبان په خپله ایډیالوژي کې د اسلام د شریعت سخت تعبیر ته ځانګړې پاملرنه کوي، خو دا تعبیر اکثره له اسلامي نړۍ د منل شوي فهم څخه خورا محدود او سخت دی. دوی په ځانګړې توګه د فقهي احکامو پر ټینګ عملي کولو ټینګار کوي، چې ځینې وختونه د اسلامي اصولو له اصلي روح څخه لرې وي.
•د ښځو د تعلیم بندیز
•د سزاګانو سخت دریځي (لکه په عام محضر کې قصاص او په دورو وهل)
•د کلتوري او عصري ژوند محدودیت
پوره مسایل د نړۍ د پرمختللو اسلامي ټولنو د پرمختګ اساس جوړ کړی او له سعودي عربستان نیولې تر مصر او مالیزیا پورې دیني علماو پرې کلکه کره کتنه کړې او دا چاره یې د اسلام له اساسي روح سره په ټکر کې بللې ده خو طالبانو بیا ويلي چې دوي په افغانستان کې حقیقي اسلام پلی کوي او بهرنیو ته د مداخلې حق نه ورکوي.
ب. سیاسي ایډیالوژي:
د طالبانو سیاسي نظر د “اسلامي امارت” په بڼه تنظیم شوی دی، چې پکې ټول ځواک د طالبي افراطي ملایانو په لاس کې دی او هر هغه څوک چې د دغې ډلې په دود فکر نه کوي حق نه لري چې د طالبانو د حکومت د تصمیم نیونې برخه وګرځیږي.
دوی ډېموکراتیک نظامونه، د خلکو د رایو حق، او د بشري حقونو نړیوال معیارونه ردوي او د نړۍوال نظم لپاره رامنځته شوي ټول قواعد د “کفر” زېږنده بولي.
ج. ټولنیز نظم
د طالبانو ټولنیزه نظریه په محافظهکارانه پالیسیو ولاړه ده چې د ښځو، مذهبي او قومي اقلیتونو او هغو خلکو حقونه محدودوي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره همغږي نه لري.
د ښځو د کار او تعلیم پر بندیز سربېره، دوی د رسنیو او ازاد بیان پر وړاندې هم سخت دریځ لري. د فردي ازادۍ ګڼې برخې یې محدودې کړې دي، د امربالمعروف په نامه د افغانستان په هرې سیمې او ښار کې ځانګړي محتسبین د افغانستان خلک څاري او هر هغه عمل چې د طالبي افکارو خلاف وي د سزا وړ ګڼل کیږي.
۲. د طالبانو افراطي نظریه په عمل کې
الف. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه:
طالبانو د خپلو افراطي باورونو له مخې، د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي او ښځې نه شي کولی په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، زده کړې وکړي، کار وکړي او ان د خپل فزیکي وجود د تقویې لپاره سپورت وکړي، بالاخره مېرمنو ته یوازې په کور کې د پاتې کېدو او کورنیو چارو ترسره کولو حق ورکوي.
دا فکر د طالبي حاکمیت د اوسنۍ دورې زېږنده نه دی بلکې د طالبانو په لومړۍ دورې کې هم مېرمنو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند حق نه لاره نو ځکه ویلی شو چې د مېرمنو پر وړاندې سخت دریځ د طالبانو د اسلامي تحریک فکري بنسټ جوړوي.
ب. د تعلیم او بیان ازادي ځپل:
طالبانو د خپلو نظریاتو د پلي کولو لپاره د تعلیم او بیان ازادي تر جدي محدودیتونو لاندې راوستې ده. دوی د هغو تعلیمي نصابونو او خپرونو د خپرېدو مخه نیسي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره په ټکر کې وي.
د طالبانو د سرغړونو پالیسۍ د دې سبب ګرځي چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې هم دا سرغړونې زیاتې شي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهیر لا پیاوړی شي او د افغانستان کادرونه لا ډېر فرار ته مجبور کړی شي.
ج. نړۍواله انزوا:
د طالبانو افراطي نظریې د دې سبب شوي چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي پاتې شي. اقتصادي بندیزونه او د مرستو کمښت د دې وضعیت لا خرابېدو لامل ګرځېدلی دی.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدا سره پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې مرستې بې سارې کمې شوې دي او که څه هم په نړۍواله کچه امریکا یوازینی هېواد دی چې د بشري مرستو په برخه کې له نورو ټولو هېوادونو زیاته مرسته کوي خو د بشري حقونو، بیان ازادۍ، مېرمنو او د افراطیت د ترویج په اړه د طالبانو خشن دریځ د دې لامل کیږي چې بشري مرستې ختمې، افغانستان لا منزوي او د افغانستان خلک لا وږي شي.
۴. پایله
د طالبانو افراطي نظریې نه یوازې د افغانستان خلکو ته ستونزې راولاړوي، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم یو ستر ګواښ دی. دا نظریه د دیني اصولو د سخت تعبیر، د بشري حقونو د نقض او د نړۍوالو اصولو له مخالفت څخه سرچینه اخلي.
د دې لپاره چې دا ډول نظریې محدودې شي، نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي او په عین حال کې د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهاله ملاتړ چمتو کړي.
که څه هم د طالبانو په اړه د ۲۰۲۱ کال تصور دا و چې دا ډله به د نړۍ له اوسنيو واقعیتونو سره ځان عیار کړي او د افراطیت پر ځای د اعتدال او پرمختګ لارې ته مخه کړي خو وروستیو درېیو کلونو وښوده چې طالبان له خپلې لومړۍ دورې لا افراطي شوي، بندیزونه یې لا سخت شوي او هڅه کوي چې خپل فکر په زور بیا هم پلی کړي.
د طالبانو دا افراطي فکر د اوږدمهال لپاره د تطبیق وړ نه دی، د افراطیت د ترویج په تړاو د سیمې د هېوادونو سربېره نړۍوالې ټولنې ته ګواښونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او دا خطرونه کولی شي چې د طالبانو د حکومت لمن ورټوله کړي.
د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره د یو شمېر افغانانو خوش بیني زیاته شوې او فکر کوي چې افغانستان به بیا د امریکا د کورنۍ او نړۍوالې اجنډا په سر کې واقع شي او افغانستان به دوی ته د طالبانو له خپسې څخه خلاص کړي.
ځینې ډلې چې په جنګ باور لري، له پخوانیو امریکایي چارواکو سره پخواني تصویرونه نشروي او فکر کوي چې ګوندې امریکا به یو ځل بیا مخکې او دوی ورپسې وي او یا به دوی مخکې او امریکا ورپسې وي او دوی به د کابل ارګ ماڼۍ ته ورسوي
ځینې حتا د ټاکنو پپولیستي شعارونو پر اساس، فکر کوي چې نور د دوی پچه وتلې او دوی به د امریکا د نویو امنیتي چارواکو سلاکاران وي او څه چې دوی ورته وایي هغه به کوي.
د دې تر څنګ د طالبانو حاکمه ډله د امریکا د نوي جمهور رئیس د ټاکل کیدو په هکله بدبینه او په ویره کې ده چې ګوندې امریکا به یو ځل بیا افغانستان ته قوتونه ولیږي، دوی به له قدرته لرې او بیا سر بداله کړي ځکه دوی پوهیږي چې دوی د لنډکروزرو او نوي ژوند مزې وڅکلې او د پخوا په شان بیا جنګ نشي کولای او نه ورته په سیمه او نړۍ کې د پخوا په شان عقبه شته.
ځینې نور افغانان فکر کوي چې د ستاینو او ځانونو مطرح کولو په قطار کې باید وروسته پاتې نه شي څو د راتلونکو تحولاتو برخه اوسي. غویی لا حلال شوی نه دی خو دوی خانکي په سر نیولي دي.
دا خوش بیني او بدبیني د څه لپاره ده؟
ایا دا خوش بیني او بدبیني د یو څو کسو او ډلو د ګټو په خاطر ده او که دا خوش بیني او بد بیني د افغانانو د ګټو په محور ده چې افغانستان کې دایمي ثبات رامنځته شي.
افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ونه ګرځي او بالاخره افغانستان کې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي چې ټول افغانان پکې ځان وګوري او د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند وکړي.
که پورته اهداف تر سره نه شي او افغانستان بیا د نړۍ او سیمې د رقابتونو مرکز وګرځي نو بیا د امریکا د نوي جمهور رییس په راتګ سره خوش بیني او بدبیني د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.
دې کې شک نه شته چې د امریکا رول تر اوسه هم په نړۍ کې مهم دی خو دا چې د افغانستان په هکله د امریکا نوې اداره څه تصمیم نیسي، غواړم چې یو لړ واقعیتونو ته اشاره وکړم.
افغانان په کل کې او هم د سیمې او نړۍ هیوادونه په دې نظر دي چې د افغانستان موجوده حاکمه ډله د ټولو لپاره تهدید دی خو د دې بلا له شر نه د خلاصیدو په هکله بیلابیل متضاد نظرونه موجود دي اما عمومي ذهنیت همدا دی چې په دغه ډول چې د طالبانو حاکمه ډله له خپل ولس، سیمې او نړۍ سره چلند کوي، هیڅوک یې په رسمیت نه پېژني او د هرې ورځې په تیریدو سره د دوی د زوال شپې رالنډیږي. په دې خاطر د امریکا موجوده او راتلونکې اداره هم طالبان په رسمیت نه پیژني او د بدیلې تګلارې په لټه کې به وي.
خو سیاست او سیاسي پرېکړې د احساساتو په اساس نه تر سره کیږي او د هرې پریکړې په هکله ګټه او تاوان سنجول کیږي. امریکا چې د دنیا لوی زبرځواک دی، د زبرځواکي تر څنګ، ډیر پیچلی سیستم لري چې هره پریکړه یو کس نشي کولاې او د جمهور ریئس ټرمپ د پریکړو په وړاندې ډیر حقوقي خنډونه شته دي او هغه به هغوی حل کوي خو دلته د افغانستان په هکله خبره مطرح ده.
د امریکا لپاره لومړی اپشن دا دی چې طالبان نور هم منزوي کړي، مالي او استخباراتي مرستې پرې بندې کړي او په رسمیت یې ونه پیژني. دا اپشن کافي نه دی ځکه د افغانستان مشکل په خپل ځای پاتې کیږي. افغانان له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي.
د طالبانو بدیل
اول د طالبانو په زور لرې کول او بدیل باندې کار کول دي لکه چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې وکړل. دا اپشن بعید په نظر ښکاري ځکه د امریکا جنجالونه زیات دي او نه غواړي چې بیا پوځي مداخله وکړي. جمهور ریئس ټرمپ په کراتو ویلي چې دی غواړي جنګونه ختم کړي نه دا چې جنګونه زیات کړي. البته دا مسله مهمه ده چې د جنګونو ختم د چا په شرایطو غواړي؟ د جنګونو د ختمولو پریکړې یوازې امریکا په یو اړخیزه توګه نشي کولې ځکه هره جګړه پیچیدلې او مغلقه ده او زیاتو هڅو ته اړتیا لري چې دا جګړې ختمې شي.
دویم ښه اپشن د افغانانو او هم د سیمې هیوادونو او امریکا لپاره د یوې سیاسي پروسې تقویه کول دي. ځینې شاید ووایي چې سیاسي پروسه کار نه ورکوي او زور او ټوپک د افغانستان د مسایلو د حل لار ده، چې دا سمه نه ده.
د سافټ پاور په چوکاټ کې امریکا، د سیمې هیوادونه او افغانان په شریکه کولی شي چې په افغانستان کې مثبت تغییر رامنځته کړي. ټولې خواوې باید فکرا، ذهنا او په عملي توګه دغه وروستي بدیل ته ځانونه اماده کړي چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.
زما په اند همدا اخري بدیل د افغانانو په خیر دی او د جنګ نغارې غږول د افغانانو په خیر نه دي. په دې توګه نه زیاته خوش بیني په کار ده او نه زیاته بد بیني.
هغه په افغانستان کې د جګړې له لومړنیو کلونو راهیسې په ځانګړو ماموریتونو بوخت و او د افغان ځواکونو په روزنه، د یاغیانو پر ضد عملیاتو او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ونډه لرله.
والټز په امریکا کې د هغو چارواکو له ډلې دی چې د افغانستان په مساله کې ځانګړې پوهه او تجربه لري او د دې مسالې په اړه یې څرګندونې او دریځونه په کانګرس کې د پام وړ ګرځېدلي دي.