د ایران د کورنیو چارو وزارت: ناقانونه افغان کډوال له بېرته ستنېدو پرته بله چاره نه لري

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مرکز مشر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ناقانونه افغانان خپل هېواد ته له ستنېدو پرته بله چاره نه لري. نادر یار احمدي وویل، چې د بې اسناده افغانانو شتون قانوني کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو اغېزې کړي.