طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له ۸۰ ډېرې کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۸۶ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۸۶ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۱ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې او همدا رانګه ۲۵ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا او ۳۱ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.
باختر اژانس دا نه دې ویلي، چې یادې کورنۍ په خپله خوښه او که په زور د یادو هېوادونو له لوري افغانستان ته راستنې شوې خو وايي، چې ۲۰۲ کسانو باندې سیمکارټونه ویشل شوي او ۱۱ کورنۍ خپل اصلي سیمو ته لیږدول شوې دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
دغه کډوال په داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنیږي، چې په ایران کې پر افغان کډوالو د بېلابېلو لارو د فشار اچولو راپورونه هم ورکول کیږي.
بل خوا د لړم په ۲۴مه نېته د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ایران د عدلیې وزارت د پلاوي له مشر سره په کتنه کې له ایران څخه وغوښتل چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.


ترکیه د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ۱۰ مرکزي او ولایتي ریسانو او کارکوونکو ته روزنه ورکوي. د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کارکوونکي به ترکيه کې د پېښو او زلزلې د مديريت په روزنيزه دوره کې ګډون وکړي.
د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دغه څو ورځنۍ روزنيز کورس کې به د ګډون کوونکو هېوادونو استازي له يو بل سره خپلې تجربې شريکې کړي.
طالبانو په داسې حال کې په دغه روزنیز کورس کې د ګډون لپاره د خپلو کارکوونکو د استولو اعلان کړی، چې دغه ډله په وروستیو کلونو کې په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان کې د سېلابونو اوپه هرات د زلزلې په ګډون د ډېرو طبیعي پېښو په مدیریت کې پاتې راغلې ده.
تېر کال د هرات ولایت کې زورورې زلزلې او د هغې وروسته ټکانونو مالي او ځاني زیانونه واړول، خو د عامو خلکو او نړۍوالو مرستو سره سره، د زلزلې قربانیان د میاشتو لپاره بې برخلیکه پاتې وو.
همدارنګه په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان کې له ویجاړونکو سیلابونو وروسته د طالبانو پر فعالیت پراخې نیوکې وشوې.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (اې جې اېس او) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري په پکتیا کې هم پر انځور اخیستلو بندیز غندلی. دغه سازمان په طالبان غږ کړی چې د رسنیو خپلواکۍ ته دې درناوی وکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان نن دوشنبه د (لړم ۲۸مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ډلې په دغه ولایت کې په رسمي او نارسمي غونډو کې د خبریالانوو له لوري د طالب چارواکو پر انځور اخیستلو بندیز لګولی دی.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې له خپلې داسې پرېکړې په شا شي، او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بندیزونه د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د مسلکي کار مخه نیسي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاتوي، چې «د طالبانو له لوري پر خبریالانو دا ډول بندیزونه لګول نه یوازې د افغانستان د رسنیو پر ازادۍ، مسلکي کار او معلوماتو ته لاسرسی زیامنوي بلکې د ولس بنسټیزو حقونه هم تروړي.»
یاد سازمان له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د مسلکي فعالیتونو لپاره دې خوندي چاپیریال برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تردې هم طالبانو، د کندهار، ننګرهار، هلمند او هرات په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې پر انځورونو او ویډیو اخیستلو بندیزونه لګولي وو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړۍوالې ټولنې او د بیان ازادۍ حقونو د ساتنې له بنسټونو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د حقونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په ګڼو ولایتونو کې انځوریزې رسنۍ تړلې او د ډیریو انځوریزو رسنیو خپرونې په غږیزه بڼه خپریږي.
د افغانستان پر رسنیو د طالبانو بندیزونه د دې لامل شوي، چې له تېرو درېیو کلو راهیسې د لسګونو رسنیو فعالیتونه بند او سلګونه خبریالان وزګاره او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شایو یونګ په یوه مرکه کې ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې د نفوذ سیمې جوړېدو په لټه کې نه دی. هغه زیاته کړه: «افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالۍ په ډګر د بدلیدو پرځای د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بستر و اوسي.»
امریکايي چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې په افغانستان کې د چین د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې له بګرام اډې څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره چین دغه اډه ولکه کړې ده.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته چین هڅه وکړه، چې په افغانستان کې په اقتصادي پروژو او د کانونو، تېلو او ګازو په قراردادونو کې ونډه واخلي.
دغه هېواد له طالبانو سره هم نږدې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې او یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې د دغې ډلې سفیر یې منلی دی.
د چين ځانګړي استازي د يکشنبې په ورځ د بېجينګ د نړۍوالو خبرو اترو له مرکز سره په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او هيڅکله به د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې چین په افغانستان کې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې نه دی.
یو شیایو یونګ د افغانستان لومړیتوبونه د ټولګډونه حکومت جوړول او د ملي او اعتدال پالیسي غوره کول وبلل.
همدارنګه نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «د امریکا په شتون کې په افغانستان کې یو یا دوه ترهګرې ډلې فعالې وې، خو اوس په هېواد کې له شلو زیاتې ترهګرې ډلې شته.»
د چین ځانګړي استازي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د ښځو موضوع د افغانستان د ستونزو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده او د دغه هېواد د ستونزو اصلي لامل نه دی.»
نوموړي پر لوېديځو هېوادونو هم نيوکه وکړه او زياته یې کړه: «د بشري حقونو د تامین لپاره بايد په افغانستان کې د فقر، لوږې او قحطۍ مسلې ته پام وشي.»
د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه وګړي له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.
یو شیایو یونګ وویل، چې هغه د افغانستان له واکمنې ډلې سره له چین څخه د یو میلیارد چینايي کرنسۍ (یوانو) بشري مرستې چمتو په اړه سلا مشورې کوي.
هغه وويل، چې د دې مرستو يوه برخه به افغانستان، پاکستان او ايران ته هم ځي، څو خپل هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لپاره زمينه برابره شي.
هغه زياته کړه، چې په تېرو درېيو کلونو کې يې له افغانستان سره ٤٧٠ ميليونه يوانه مرسته کړې ده.
يو شيایو یونګ ټينګار وکړ چې په دې موده کې يې له افغانستان سره د مرستې په کولو سره د دغه هېواد د ګډوډیدو مخه نيولې ده.
د چين ځانګړي استازي په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو له کړنو هم دفاع وکړه او ويې ويل، چې په دې موده کې له افغانستان سره په ګډو هڅو او د کډوالو د ډله ييزې وتلو مخه نيول شوې او وضعيت د ښه کېدو په حال کې دی.
دغه لوړپوړي چینايي ډیپلومات دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو د وضعیت د کنټرول، له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې ښه فعالیت کړی دی.
هغه له امريکا وغوښتل چې د افغانستان د کړاونو او ورانيو اصلي مسووليت ومني او د افغانستان په بيارغونه کې دې پر خپل مسووليت ټينګار وکړي.

د مارشال عبدالرشید دوستم کشره لور زلیخا دوستم په ترکیه کې د ستوماتولوژۍ له پوهنځي د فراغت سند ترلاسه کړ. نوموړې په داسې حال کې په ترکیه کې له پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کوي، چې له درېیو کلونو راهیسې د افغان نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې بندې دي.
د ملي جنبش ګوند د مشر مارشال دوستم هغه انځور هم خپور شوی، چې نوموړی د خپلې لور ترڅنګ ولاړ دی او لور یې هم د فراغت جامې اغوستي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د مارشال دوستم مشرې لور راحله دوستم بیا د ترکیې په انقره ښار کې له پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړی و.
راحله دوستم د جمهوریت پرمهال د دوستم د کورنۍ لومړنۍ ښځینه غړې وه، چې په ۱۳۹۹ کال کې د پخواني ولسمشر له خوا مشرانو جرګې ته د انتصابي سناتورې په توګه معرفي شوه.
زلیخا دوستم په داسې حال کې له پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کوي، چې په افغانستان کې طالب چارواکو نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي دي.
تر دې وړاندې یوې هندي ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې طالب چارواکي هم د خپل مشر له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیزونو د تېښتې په موخه خپلې لوڼې نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استوي.
پرنټ ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو څه باندې ۲۲ لوړپوړو چارواکو خپلې لوڼې د زده کړو په موخه دوحې، پېښور او کراچۍ ته استولي دي.
له دې سره، د سهیل شاهین لور بیا په ښوونځي کې د فوټبال د ټیم غړې هم وه.
پخوانیو چارواکي، جهادي مشراني، د سیاسي ګوندونو استازي او د افغانستان په کشاله کې ښکیلې نور څیرې په داسې حال کې د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره هلې ځلې کوي، چې د دوی د ناسمو سیاستونو او اختلافونو له امله طالبان په افغانستان حاکم شو چې مشر د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي او له افغانستانه یې د ښځو او نجونو لپاره د نړۍ تر ټولو بد ځای جوړ کړی دی.
که څه هم د بندیزونو په پیل کې طالبانو ویلي و، چې د اصلاحاتو او بدلونونو په راوستلو سره به د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانېستل شي، خو له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په دې برخه کې طالبانو کوم اقدام و نه کړ.
د طالبانو دا پرېکړه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او اعتراضونو سره هم مخ ده، خو دغې ډلې بیا په وار - وار سره ویلي، چې دا مسایل د افغانستان کورنۍ موضوعګانې دي او هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
منځنۍ او لوړې زده کړې، په دولتي ادارو کې کار کول، له محرم پرته سفر، ورزش، سیاسي مشارکت او په ډېریو ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی هغه بندیزونه دي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو وضع کړي دي.

د طالبانو د عدلیې وزرا ت وایي، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.
د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پر اېکس خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې کابو ۶۶ زره او ۱۳۵ جریبه ځمکه د کابل په کچه راګرځول شوې ده.
برکت الله رسولي زیاته کړې، چې یاده اندازه ځمکه د کابل په مرنجان تپه، ده کیپک، چهل دختران، څرخي پله، پغمان ولسوالۍ او په بېلابېلو نورو برخو کې موقعیت لري، چې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ راګرځول شوې ده.
د طالبانو د عدلیې وزرا ت ویاند وایي، چې دغه ډله هڅه کوي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو بېرته را وګرځوي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي.
ښاغلی رسولي وایي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د ځمکو د څېړلو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه ځمکې د بېرته را ګرځولو خبر ورکړی و.
دغه وزارت همداراز ویلي و، چې تر ټولو زیاتې ځمکې یې په تخار ولایت کې له غصب څخه خلاصې کړي، چې شاوخوا ۱۰ زره جريبو ته رسیږي.
که څه هم له تېرو څو لسیزو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ډېره اندازه ځمکې د زورواکو، جهادي مشرانو، د ولسي جرګې د پخوانیو غړو او د لسګونو نورو چارواکو له خوا غصب شوې وې، خو اوس طالب چارواکي هم د ځمکو په غصب تورن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغه کمېسیون د چارو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت شوي، چې له دغې اندازې بیا دوه میلیونه او ۷۲۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.