• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۸ کورنۍ خپل هیواد ته راستنې شوې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکسانه ۳۸ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام باختر اژانس د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) په اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۱۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۱۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکسانه، ۱۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې او درې کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.

دغه اژنس د طالبانو د کډوالو وزارت له قوله لیکلي، چې تېره ورځ ۸۳ راستنو شویو کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي، ۴۳ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي او پر سلګونو نورو کورنیو مرستې وېشل شوي دي.

که څه هم طالبانو دا نه دې ویلي، چې دغه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه په خپله خوښه او که په زور راستنې شوې، خو د تېر یوه کال راهیسې پاکستان او ایران بې اسناده افغان کډوال په زور له خپل هېوادونو څخه افغانستان ته استوي.

له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
د لړم په ۲۲مه بیا ایراني رسنیو ویلي و، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران د یوه افغان په ګډون لس زندانیان بیا په دار ځړولي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د کرج په قزل‌حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون لس تنه بندیان اعدام کړي دي. دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې افغان زنداني د ایران د قضایي ادارې له خوا د «قصدي قتل» په تور په اعدام محکوم شوی و.

د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي افغان نوم «خالد تاجک» ښودلی دی.

سازمان وايي، د دغو لسو زندانیانو تر منځ یوه یې ښځه وه او د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان دشنبې په ورځ د (لړم۲۶مه) راپور ورکړی چې دغه بندیان د «قصدي قتل» او د مخدره توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوي دي، او تېره چهارشنبه د کرج د قزل‌حصار په زندان په دار ځړول شوي.

په همدې مهال د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د دغو بندیانو خپلوانو او ملګرو د اعدام د سزا پر ضد د اعتراض په توګه د دغه زندان مخې ته سوله ییز لاریون وکړ چې د امنیتي ځواکونو او زندان د ساتوونکو له لوري له تاوتزیخوالي سره مخ شول.

تروډو وايي، اوتاوا د طالبانو له لوري د پخواني کاناډايي پوځي د نیولو موضوع څاري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې هیواد یې د طالبانو له خوا د کاناډا د پخواني پوځي ډیویډ لاوري د نیول کیدو موضوع په جدي توګه څاري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د لاوري کورنۍ ته کونسلي مرستې چمتو شوي او کاناډا د طالبانو له لوري د ښاغلي لاوري د نیولو موضع څاري.

کاناډايي رسنۍ سي ټي وي نیوز د شنبې په ورځ د خپلو سرچېنو په حواله خبر ورکړ، چې ډیویډ لاوري د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له پروازه وروسته د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو.

لاوري په تېرو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او په کابل کې د خپلې شخصي امنیتي کمپنۍ له لارې مشورتي خدمات وړاندې کوي.

تر دې مهاله طالبانو د پخواني کاناډايي پوځي ډیویډ لاوري د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه افغان کډوال خوشې شوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۰ GMT+۰

په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي. هغه وايي، د خوشې شویو ۱۱ زندانېانو په ډله کې یوه ښځه او اوه ماشومان شامل دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري وړمه ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي، چې په ډله کې یوه ښځه اوه ماشومان او درې سړي دي.

د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې د طالبانو حکومت سرکونسل د معلوماتو له مخې یواځې د پاکستان سند ایالت له زندانونو تر دې دمه څلور زره او ۲۵۸ افغان بندیان خوشي شوي دي.

‏د عبدالجبار تخاري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دا مهال یواځې د ۳۵ شاوخوا افغان زندانېان د سند په زندانونو کې پاتې دي.

‏د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې کابل ته د ایران راغلي پلاوي کابل کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په نږدې وختونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان کابل ته ولېږدول شي او د بند پاتې موده به یې افغانستان کې بشپړه شي.

د ایران د پارلمان غړی: ځینې خلک فکر کوی چې طالبان د اسلامی جمهوریت لپاره ګلان او بلبلې لري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۵ GMT+۰

د ایران د اسلامي شورا غړی او په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکي وویل، چې طالبانو تر اوسه د دې هېواد د اوبو حق نه دی خوندي کړی او د دغه کار د ترسره کولو اراده هم نه لري.

هغه وویل، چې له بده مرغه په ایران کې ځینې خلک فکر کوي چې «طالبان د دوی لپاره ګلان او بلبلې لري» چې په هېڅ صورت به داسې نه وي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د سیستان او بلوچستان تر ټولو لویه ستونزه د اوبو کمښت وباله او زیاته یې کړه، چې طالبان د ایران د اوبو حق نه ورکوي. دغه استازي ټینګار وکړ، که د اوبو دغه حق ادا شي، په سیستان او بلوچستان کې به د اوبو د کمښت ستونزه تر ډیره حده حل شي.

مالکي د بهرنیو چارو له وزیر او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل چې د اوبو د حقونو مسله دې ژر تر ژره د پخوا په پرتله په ډېر جدیت سره تعقیب کړي.

هغه څرګنده کړه: «هغه اوبه چې د سیستان او بلوچستان ایالت ته داخلې شوې د سیلابونو له لارې وې نه د اوبو له رسمی حق څخه. په ښکاره وایم، طالبان غوره ګڼي چې خپلو شاړو دښتو ته اوبه ورکړي، خو د ایران د اوبو حق نه ورکوي."

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، چې ایران سږ کال د هیرمند د اوبو حق په بشپړه توګه ترلاسه کړی دی. په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي هم په مرکو کې ایران ته د اوبو د تلونکو اوبو د زیات والي په اړه ویلي و.

کاظمي قُمي ویلي و: «اوس مهال ایران ته د اوبو د تلو کچه په یوه ثانیه کې له سلو متر مکعب څخه زیاته ده او د پام وړ اوبه د ایران خاورې ته داخلې شوي.»

ځايي اوسېدونکي: د لغمان مرکز اړوند علي خېلو سیمه کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د لغمان مرکز مهترلام ښار د علي خېلو سیمې ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، نن شنبه غرمه شاوخوا یوه نیمه بجه په یوه کور کې چاودنه شوې او یو کس پکې وژل شوی دی.

تر لاسه شوي انځورونه ښيي چې د چاودنې له امله د کور ودانۍ ته هم زیان اوښتی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو انځورونو کې د چاودنې په ځای کې وینې ښکاري.

ځايي خلک وايي، په دې پېښه کې د کور یو کس چې فیصل نومېږي وژل شوی دی.

طالبانو د چاودنې په هکله څه نه دي ویلي، خو له پېښې وروسته یې د علي خېلو په سیمه کې درې تنه پخواني نظامیان نیولي دي.

د طالبانو سرچینې وايي، دغه پخواني نظامیان د وروستۍ چاودنې په تړاو نیولي دي او د څېړونو په موخه یې عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي شوي.

ددې نیول شو پخوانیو نظامیانو انځورونه افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي دي.

د نیول شو پخوانیو نظامیانو کورنۍ غړي وايي چې دا کسان بې ګناه دي او د چاودنې له پیښې سره هېڅ تړاو نه لري.

دوی زیاتوي په دې وروستیو کې پخوانیو نظامیانو د نیولو پیښې زیاتې شوي دي.