تروډو وايي، اوتاوا د طالبانو له لوري د پخواني کاناډايي پوځي د نیولو موضوع څاري

د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې هیواد یې د طالبانو له خوا د کاناډا د پخواني پوځي ډیویډ لاوري د نیول کیدو موضوع په جدي توګه څاري.

د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې هیواد یې د طالبانو له خوا د کاناډا د پخواني پوځي ډیویډ لاوري د نیول کیدو موضوع په جدي توګه څاري.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د لاوري کورنۍ ته کونسلي مرستې چمتو شوي او کاناډا د طالبانو له لوري د ښاغلي لاوري د نیولو موضع څاري.
کاناډايي رسنۍ سي ټي وي نیوز د شنبې په ورځ د خپلو سرچېنو په حواله خبر ورکړ، چې ډیویډ لاوري د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له پروازه وروسته د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو.
لاوري په تېرو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او په کابل کې د خپلې شخصي امنیتي کمپنۍ له لارې مشورتي خدمات وړاندې کوي.
تر دې مهاله طالبانو د پخواني کاناډايي پوځي ډیویډ لاوري د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.


په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي. هغه وايي، د خوشې شویو ۱۱ زندانېانو په ډله کې یوه ښځه او اوه ماشومان شامل دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري وړمه ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي، چې په ډله کې یوه ښځه اوه ماشومان او درې سړي دي.
د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې د طالبانو حکومت سرکونسل د معلوماتو له مخې یواځې د پاکستان سند ایالت له زندانونو تر دې دمه څلور زره او ۲۵۸ افغان بندیان خوشي شوي دي.
د عبدالجبار تخاري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دا مهال یواځې د ۳۵ شاوخوا افغان زندانېان د سند په زندانونو کې پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې کابل ته د ایران راغلي پلاوي کابل کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په نږدې وختونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان کابل ته ولېږدول شي او د بند پاتې موده به یې افغانستان کې بشپړه شي.

د ایران د اسلامي شورا غړی او په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکي وویل، چې طالبانو تر اوسه د دې هېواد د اوبو حق نه دی خوندي کړی او د دغه کار د ترسره کولو اراده هم نه لري.
هغه وویل، چې له بده مرغه په ایران کې ځینې خلک فکر کوي چې «طالبان د دوی لپاره ګلان او بلبلې لري» چې په هېڅ صورت به داسې نه وي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د سیستان او بلوچستان تر ټولو لویه ستونزه د اوبو کمښت وباله او زیاته یې کړه، چې طالبان د ایران د اوبو حق نه ورکوي. دغه استازي ټینګار وکړ، که د اوبو دغه حق ادا شي، په سیستان او بلوچستان کې به د اوبو د کمښت ستونزه تر ډیره حده حل شي.
مالکي د بهرنیو چارو له وزیر او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل چې د اوبو د حقونو مسله دې ژر تر ژره د پخوا په پرتله په ډېر جدیت سره تعقیب کړي.
هغه څرګنده کړه: «هغه اوبه چې د سیستان او بلوچستان ایالت ته داخلې شوې د سیلابونو له لارې وې نه د اوبو له رسمی حق څخه. په ښکاره وایم، طالبان غوره ګڼي چې خپلو شاړو دښتو ته اوبه ورکړي، خو د ایران د اوبو حق نه ورکوي."
طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، چې ایران سږ کال د هیرمند د اوبو حق په بشپړه توګه ترلاسه کړی دی. په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي هم په مرکو کې ایران ته د اوبو د تلونکو اوبو د زیات والي په اړه ویلي و.
کاظمي قُمي ویلي و: «اوس مهال ایران ته د اوبو د تلو کچه په یوه ثانیه کې له سلو متر مکعب څخه زیاته ده او د پام وړ اوبه د ایران خاورې ته داخلې شوي.»

د لغمان مرکز مهترلام ښار د علي خېلو سیمې ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، نن شنبه غرمه شاوخوا یوه نیمه بجه په یوه کور کې چاودنه شوې او یو کس پکې وژل شوی دی.
تر لاسه شوي انځورونه ښيي چې د چاودنې له امله د کور ودانۍ ته هم زیان اوښتی.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو انځورونو کې د چاودنې په ځای کې وینې ښکاري.
ځايي خلک وايي، په دې پېښه کې د کور یو کس چې فیصل نومېږي وژل شوی دی.
طالبانو د چاودنې په هکله څه نه دي ویلي، خو له پېښې وروسته یې د علي خېلو په سیمه کې درې تنه پخواني نظامیان نیولي دي.
د طالبانو سرچینې وايي، دغه پخواني نظامیان د وروستۍ چاودنې په تړاو نیولي دي او د څېړونو په موخه یې عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي شوي.
ددې نیول شو پخوانیو نظامیانو انځورونه افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي دي.
د نیول شو پخوانیو نظامیانو کورنۍ غړي وايي چې دا کسان بې ګناه دي او د چاودنې له پیښې سره هېڅ تړاو نه لري.
دوی زیاتوي په دې وروستیو کې پخوانیو نظامیانو د نیولو پیښې زیاتې شوي دي.

په لغمان کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په تېر حکومت کې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان عبدالرشید د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی. سرچینې وايي، ځايي طالبانو عبدالرشید پر یوې پوستې په برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
په لغمان کې ځايي سرچینو نن شنبې «د لړم۲۶مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، عبدالرشید نن سهار د دولت شاه ولسوالۍ په نیل خان فراشغان کلي کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.
تر اوسه طالبانو د دې سیمه ییز قومندان د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
عبدالرشید ته نژدې سرچینې وايي، هغه د طالب مخالفې کومې ډلې سره اړیکه نه درلوده او د یو عام وګړي په توکه یې ژوند کاوه.
دوی زیاتوي، د طالبانو استخباراتو عبدالرشید تر نیولو کېدو وروسته له دولت شاه ولسوالۍ څخه د مرکز مهترلام مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.
په لغمان کې د لړم په لومړیو ورځو کې هم طالبانو د تېر حکومت درې نظامیان نیولي دي.
په دې کسانو کې د لغمان دولت شاه لسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پخوانی ټیم لیډر محمد اقبال هېواد هم شامل وه.
د دې پخوانو نظامیانو له نیول کېدو شاوخوا دوه اونۍ تېریږي خو تر اوسه هم د دوی د نیول کېدو د علت او محکمې ته د هغوي د وړاندې کولو په اړه کوم خبر نشته.
د ځینو نیول شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي، طالبان ورته نه د مدافع وکېلانو د نیولو حق ورکوي او نه هم د نیول کېدو د علت په اړه ورته معلومات ورکوي.
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو دوام په اړه اندېښنې ښودلې دي.
د روان کال «د وري ۲مه» سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، چې د ننګرهار زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.
که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

د طالبانو د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادريس وايي، افغان او چينایي سوداګر غواړي په ګډه د ۲۰۰ ميليونه امريکایي ډالرو په ارزښت د سيمټو فابريکه جوړه کړي. طالبان وايي، دغه فابريکه به په کال کې د یو ميليون ټنه سيمټو د توليد وړتیا ولري.
په بلخ کې د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د دې فابرېکې د جوړېدو اړوند د طالبانو د مرستيال والي، افغان او چينایي سوداګرو د لیدنې خبر ورکړ.
د طالبانو د بلخ مرستیال والي ويلي، چې د همدې فابرېکې په جوړېدو سره به د شمالي ولایتونو د سيمټو اړتيا پوره او د اقتصاد په برخه کې به د پرمختګ یو بل ګام وي.
نوموړي ویلي، چې په دې فابريکه کې به شاوخوا زر کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
افغان او چينایي سوداګر دغه فابريکه پر شاوخوا ۳ سوه جريبه ځمکه جوړوي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې له چينايي چارواکو او سوداګرو سره اړيکي پراخي کړي دي.
چينايي سوداګرو د کانونو، نفتو، ګازو، معدني کاڼو او نوور ورته پروژو کې قرار دادونه تر لاسه کړي او لا هم په بېلابيلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښوي.