• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: افغان او چينايي سوداګر د ۲۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د سيمټو فابريکه جوړوي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادريس وايي، افغان او چينایي سوداګر غواړي په ګډه د ۲۰۰ ميليونه امريکایي ډالرو په ارزښت د سيمټو فابريکه جوړه کړي. طالبان وايي، دغه فابريکه به په کال کې د یو ميليون ټنه سيمټو د توليد وړتیا ولري.

په بلخ کې د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د دې فابرېکې د جوړېدو اړوند د طالبانو د مرستيال والي، افغان او چينایي سوداګرو د لیدنې خبر ورکړ.

د طالبانو د بلخ مرستیال والي ويلي، چې د همدې فابرېکې په جوړېدو سره به د شمالي ولایتونو د سيمټو اړتيا پوره او د اقتصاد په برخه کې به د پرمختګ یو بل ګام وي.

نوموړي ویلي، چې په دې فابريکه کې به شاوخوا زر کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

افغان او چينایي سوداګر دغه فابريکه پر شاوخوا ۳ سوه جريبه ځمکه جوړوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې له چينايي چارواکو او سوداګرو سره اړيکي پراخي کړي دي.

چينايي سوداګرو د کانونو، نفتو، ګازو، معدني کاڼو او نوور ورته پروژو کې قرار دادونه تر لاسه کړي او لا هم په بېلابيلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کاناډا وايي ۱۹ کډوال یې افغانستان ته لېږلي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د کاناډا د سرحدي خدماتو اداره وايي ۱۹ کډوالو چې د پنا اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي و افغانستان ته لېږلي دي. دغې ادارې ویلي چې دوی په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي او بېرته لېږلو یې کوم امنیتي دلیل نه درلود.

د کاناډا سرحدی خدماتو د شنبې په ورځ وویل چې هیڅ یو افغان له کاناډا د امنیت یا خوندیتوب اندېښنو له امله نه دی ایستل شوی او دوی په خپله خوښه له دې هېواده وتلي دي.

دغې ادارې د "شخصي حریم مسایلو" له امله د نورو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دغه ستنول د ۱۹۹۴ کال د پرېکړې خلاف دي چې د افغانانو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د کډوالو د نه ستنیدو لنډمهاله پرېکړه په بحراني حالتونو کې خپلو هېوادونو ته د کډوالو جبري ایستل ودروي چې پکې بشري ناروین او جګړه روانه وي.

دغه حکم کډوالو ته اجازه ورکوي چې په کوربه هېواد کې تر هغه وخته پاتې شي چې په خپلو هېوادونو کې یې وضعیت ښه شي.

د افغانانو لپاره، دا حکم له ۱۹۹۴ کال راهیسې عملي کېږي او یوازې مجرم کسانو باندې دا حکم نه عملي کېږي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کاناډا غږ کړی چې په هېواد کې ټولو افغان کډوالو میرمنو ته پناه ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت "ډېر خطرناک" دی او د طالبانو په رژیم کې پر هغوی سخت فشار راوړل شوی دی.

د کډوالو ایستلو د هغو کارپوهانو اندیښنې راپارولې دي، چې باوري دي افغانان په خپله خوښه نه دي راستانه شوي او د اقتصادي یا ټولنیزو فشارونو له امله له کاناډا څخه وتلو ته اړ شوي دي.

طالبان وايي په غزني کې یې څلور کوډګر نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي چې د غزني مرکز او قرباغ باغ ولسوالۍ کې یې څلور کوډګر نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت نن شنبې «د لړم۲۶مه» په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي، چې دغو کوډګرو له کلونو راهیسې کوډې کولې او د «د لسګونو کورنیو په منځ کې یې نفاق اچولې و او شخړې یې جوړې کړي دي.»

طالبانو د دغو نیول شویو څلورو تنو کوډګرو نومونه نه دي یاد کړي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغې ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تعویذګر او کوډګر نیولي دي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي.

دغه وزارت په کابل او ولایتونو کې خپلو کارمنانو ته لارښوونه کړې ده، چې کوډګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د طالبانو د ټولګټو وزارت یو پلاوی د ريلي همکاريو د پراختيا لپاره ایران ته لاړ

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو ټولګټو وزارت د شنبې په ورځ ويلي، چې د پټلۍ ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ يو پلاوی د ريلي همکاريو د پراختيا لپاره ایران ته لاړ. طالبان وايي، د دوی پلاوی به د ایران د پټلۍ له مسوولينو سره د خواف – هرات پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي خبرې وکړي.

طالبانو په اعلاميه کې زياته کړې، چې د دوی پلاوی د ایران په رسمي بلنه تللی او پر پټلۍ د سوداګرۍ د انتقالاتو او د دوه اړخيزو همکاريو پر زياتېدو به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالب پلاوي تر دې سفر نږدې درې اونۍ مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارې او ښارسازۍ د وزیر ځانګړی استازي شفيع ويلي و، چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو ترڅنګ به د سپرلۍ لېږدولو اورګاډی هم پیلوي.

د افغانستان او ایران ترمنځ دا مهال د خواف -هرات له لارې د سوداګريزو توکو انتقال جريان لري.

د هرات له خواف اوس د ایران له لارې هم ترکیې ته د افغانستان سوداګریز توکي په اورګاډي کې لېږدول کېږي.

طالبانو په واکمنېدو سره د پټلۍ له لارې د سوداګرۍ پراخولو هڅې ګړندۍ کړې دي او اوس له څو هېوادونو سره له دې لارې راکړه ورکړه کوي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د پټلۍ له لارې څلور اعشاریه یو میلیون متریک ټنه توکي لېږدولي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، دا انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او هرات خواف پټلیو له لارې شوې دي.

طالب وزير د روغتیا نړيوال سازمان له مشره سره په نړیوالو ناستو کې د دوی پر ګډون خبرې وکړې

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د طالبانو روغتيا وزير سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د روغتيا نړيوال سازمان له مشر سره په ليدنه کې په نړيوالو روغتيايي ناستو کې د دوی پر ګډون خبرې کړې دي. د طالبانو وزیر د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» په نوم د وزیرانو څلورمه ناسته کې د ګډون لپاره سعودي ته تللی.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې نور جلال جلالي او د روغتیا نړيوال سازمان عمومي مشر ډاکټر ټيډروس په افغانستان کې د پوليو او نورو ساري ناروغيو سره د مبارزې پر غښتلتيا هم خبرې کړې دي.

اعلاميه کې د جلالي له قوله ليکل شوي، چې دوی غواړي له داخلي سرچینو روغتيايي سيسټم حمايه او غښتلی کړي.

د طالبانو د روغتيا وزير زياته کړې: «هڅه کوو چې د ولسوالیو په کچه روغتیایي سیستم غښتلی کړو، په تدریجي ډول د روغتیا سکتور د ځان بسیاینې لور ته یوسو.»

د روغتيا نړيوال سازمان د دې ليدنې د جزياتو په اړه څه نه دي ويلي.

په کور دننه او بهر ډېرو د طالبانو د روغتيايي سیسټم پر ناسم حالت او وضعت نيوکې کوي، چې پر وخت خلکو ته خدمات نه شي برابرولای.

نړيوالو هم په افغانستان کې د روغتيا پر ناسم سيستم اندېښنه ښودلې.

د همدې کال په لومړۍ مياشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.

نوموړي ويلي و په افغانستان کې میلیونونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: «نږدې ۱۸میلیونه کسان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.»

له دې سره د ښځو پر کار او زدکړو بندیز یوه بله ننګونه ده چې د افغانستان روغتیايي سیستم ته یې ستونزې ډېرې کړې او په ځینې برخو کې یې د نړیوالو مرستو مخه نیولې ده.

د کاناډا یو پخوانی سرتېری په کابل کې طالبانو نیولی دی

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰

سي ټي وي نیوز رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د کاناډا پخوانی پوځي ډیویډ لاوري تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو لخوا ونیول شو. لاوري د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د تخلیې پرمهال له ۱۰۰ څخه زیات افغانان له کابل څخه ایستلي وو.

کاناډايي رسنۍ سي ټي وي نیوز د شنبې په ورځ د خپلو سرچېنو په حواله خبر ورکړ، چې ډیویډ لاوري د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له پروازه وروسته د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو.

لاوري په تېرو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او په کابل کې د خپلې شخصي امنیتي کمپنۍ له لارې مشورتي خدمات وړاندې کوي.

يوې سرچينې کاناډايي رسنيو ته ويلي، چې طالبان له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د لاوري له شتون او فعاليتونو خبر وو.

د کاناډا د حکومت د نړیوالو چارو څانګه، چې د دغه هیواد ډېپلوماتیکې او کونسلګري اړیکې اداره کوي، سي ټي وي نیوز ته تایید کړه چې "په افغانستان کې د یوه کاناډايي له پیښې خبر دي او کاناډایي چارواکي وضعیت له نږدې څاري."

د کاناډا د سفارت کارکوونکي په تخلیه کې له افغانستان څخه وتلي وو او څلور ورځې وروسته کاناډايي سرتیري د لاوري سره د مرستې لپاره کابل ته ورسېدل.

لاوري ته د شاوخوا زرو کسانو لیست ورکړل شوی و، چې کاناډا ته د لیږدولو په تمه وو.

د هغه د ټیم دنده دا وه چې سمدلاسه د هغو خلکو په لیږدولو کې مرسته وکړي چې په هوایی ډګر کې د اعتبار وړ کاناډایی اسنادو سره انتظار وو.

لاوري په لست کې له ۱۰۰ کسانو سره مرسته وکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه ووځي.