• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پارلمان غړی: ځینې خلک فکر کوی چې طالبان د اسلامی جمهوریت لپاره ګلان او بلبلې لري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۵ GMT+۰

د ایران د اسلامي شورا غړی او په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکي وویل، چې طالبانو تر اوسه د دې هېواد د اوبو حق نه دی خوندي کړی او د دغه کار د ترسره کولو اراده هم نه لري.

هغه وویل، چې له بده مرغه په ایران کې ځینې خلک فکر کوي چې «طالبان د دوی لپاره ګلان او بلبلې لري» چې په هېڅ صورت به داسې نه وي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د سیستان او بلوچستان تر ټولو لویه ستونزه د اوبو کمښت وباله او زیاته یې کړه، چې طالبان د ایران د اوبو حق نه ورکوي. دغه استازي ټینګار وکړ، که د اوبو دغه حق ادا شي، په سیستان او بلوچستان کې به د اوبو د کمښت ستونزه تر ډیره حده حل شي.

مالکي د بهرنیو چارو له وزیر او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل چې د اوبو د حقونو مسله دې ژر تر ژره د پخوا په پرتله په ډېر جدیت سره تعقیب کړي.

هغه څرګنده کړه: «هغه اوبه چې د سیستان او بلوچستان ایالت ته داخلې شوې د سیلابونو له لارې وې نه د اوبو له رسمی حق څخه. په ښکاره وایم، طالبان غوره ګڼي چې خپلو شاړو دښتو ته اوبه ورکړي، خو د ایران د اوبو حق نه ورکوي."

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، چې ایران سږ کال د هیرمند د اوبو حق په بشپړه توګه ترلاسه کړی دی. په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي هم په مرکو کې ایران ته د اوبو د تلونکو اوبو د زیات والي په اړه ویلي و.

کاظمي قُمي ویلي و: «اوس مهال ایران ته د اوبو د تلو کچه په یوه ثانیه کې له سلو متر مکعب څخه زیاته ده او د پام وړ اوبه د ایران خاورې ته داخلې شوي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ځايي اوسېدونکي: د لغمان مرکز اړوند علي خېلو سیمه کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د لغمان مرکز مهترلام ښار د علي خېلو سیمې ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، نن شنبه غرمه شاوخوا یوه نیمه بجه په یوه کور کې چاودنه شوې او یو کس پکې وژل شوی دی.

تر لاسه شوي انځورونه ښيي چې د چاودنې له امله د کور ودانۍ ته هم زیان اوښتی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو انځورونو کې د چاودنې په ځای کې وینې ښکاري.

ځايي خلک وايي، په دې پېښه کې د کور یو کس چې فیصل نومېږي وژل شوی دی.

طالبانو د چاودنې په هکله څه نه دي ویلي، خو له پېښې وروسته یې د علي خېلو په سیمه کې درې تنه پخواني نظامیان نیولي دي.

د طالبانو سرچینې وايي، دغه پخواني نظامیان د وروستۍ چاودنې په تړاو نیولي دي او د څېړونو په موخه یې عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي شوي.

ددې نیول شو پخوانیو نظامیانو انځورونه افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي دي.

د نیول شو پخوانیو نظامیانو کورنۍ غړي وايي چې دا کسان بې ګناه دي او د چاودنې له پیښې سره هېڅ تړاو نه لري.

دوی زیاتوي په دې وروستیو کې پخوانیو نظامیانو د نیولو پیښې زیاتې شوي دي.

ځايي سرچینې: طالبانو په لغمان کې د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی قومندان نیولی دی

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۰

په لغمان کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په تېر حکومت کې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان عبدالرشید د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی. سرچینې وايي، ځايي طالبانو عبدالرشید پر یوې پوستې په برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

په لغمان کې ځايي سرچینو نن شنبې «د لړم۲۶مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، عبدالرشید نن سهار د دولت شاه ولسوالۍ په نیل خان فراشغان کلي کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

تر اوسه طالبانو د دې سیمه ییز قومندان د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

عبدالرشید ته نژدې سرچینې وايي، هغه د طالب مخالفې کومې ډلې سره اړیکه نه درلوده او د یو عام وګړي په توکه یې ژوند کاوه.

دوی زیاتوي، د طالبانو استخباراتو عبدالرشید تر نیولو کېدو وروسته له دولت شاه ولسوالۍ څخه د مرکز مهترلام مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.

په لغمان کې د لړم په لومړیو ورځو کې هم طالبانو د تېر حکومت درې نظامیان نیولي دي.

په دې کسانو کې د لغمان دولت شاه لسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پخوانی ټیم لیډر محمد اقبال هېواد هم شامل وه.

د دې پخوانو نظامیانو له نیول کېدو شاوخوا دوه اونۍ تېریږي خو تر اوسه هم د دوی د نیول کېدو د علت او محکمې ته د هغوي د وړاندې کولو په اړه کوم خبر نشته.

د ځینو نیول شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي، طالبان ورته نه د مدافع وکېلانو د نیولو حق ورکوي او نه هم د نیول کېدو د علت په اړه ورته معلومات ورکوي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو دوام په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د روان کال «د وري ۲مه» سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، چې د ننګرهار زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

طالبان: افغان او چينايي سوداګر د ۲۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د سيمټو فابريکه جوړوي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادريس وايي، افغان او چينایي سوداګر غواړي په ګډه د ۲۰۰ ميليونه امريکایي ډالرو په ارزښت د سيمټو فابريکه جوړه کړي. طالبان وايي، دغه فابريکه به په کال کې د یو ميليون ټنه سيمټو د توليد وړتیا ولري.

په بلخ کې د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د دې فابرېکې د جوړېدو اړوند د طالبانو د مرستيال والي، افغان او چينایي سوداګرو د لیدنې خبر ورکړ.

د طالبانو د بلخ مرستیال والي ويلي، چې د همدې فابرېکې په جوړېدو سره به د شمالي ولایتونو د سيمټو اړتيا پوره او د اقتصاد په برخه کې به د پرمختګ یو بل ګام وي.

نوموړي ویلي، چې په دې فابريکه کې به شاوخوا زر کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

افغان او چينایي سوداګر دغه فابريکه پر شاوخوا ۳ سوه جريبه ځمکه جوړوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې له چينايي چارواکو او سوداګرو سره اړيکي پراخي کړي دي.

چينايي سوداګرو د کانونو، نفتو، ګازو، معدني کاڼو او نوور ورته پروژو کې قرار دادونه تر لاسه کړي او لا هم په بېلابيلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښوي.

کاناډا وايي ۱۹ کډوال یې افغانستان ته لېږلي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د کاناډا د سرحدي خدماتو اداره وايي ۱۹ کډوالو چې د پنا اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي و افغانستان ته لېږلي دي. دغې ادارې ویلي چې دوی په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي او بېرته لېږلو یې کوم امنیتي دلیل نه درلود.

د کاناډا سرحدی خدماتو د شنبې په ورځ وویل چې هیڅ یو افغان له کاناډا د امنیت یا خوندیتوب اندېښنو له امله نه دی ایستل شوی او دوی په خپله خوښه له دې هېواده وتلي دي.

دغې ادارې د "شخصي حریم مسایلو" له امله د نورو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دغه ستنول د ۱۹۹۴ کال د پرېکړې خلاف دي چې د افغانانو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د کډوالو د نه ستنیدو لنډمهاله پرېکړه په بحراني حالتونو کې خپلو هېوادونو ته د کډوالو جبري ایستل ودروي چې پکې بشري ناروین او جګړه روانه وي.

دغه حکم کډوالو ته اجازه ورکوي چې په کوربه هېواد کې تر هغه وخته پاتې شي چې په خپلو هېوادونو کې یې وضعیت ښه شي.

د افغانانو لپاره، دا حکم له ۱۹۹۴ کال راهیسې عملي کېږي او یوازې مجرم کسانو باندې دا حکم نه عملي کېږي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کاناډا غږ کړی چې په هېواد کې ټولو افغان کډوالو میرمنو ته پناه ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت "ډېر خطرناک" دی او د طالبانو په رژیم کې پر هغوی سخت فشار راوړل شوی دی.

د کډوالو ایستلو د هغو کارپوهانو اندیښنې راپارولې دي، چې باوري دي افغانان په خپله خوښه نه دي راستانه شوي او د اقتصادي یا ټولنیزو فشارونو له امله له کاناډا څخه وتلو ته اړ شوي دي.

طالبان وايي په غزني کې یې څلور کوډګر نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي چې د غزني مرکز او قرباغ باغ ولسوالۍ کې یې څلور کوډګر نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت نن شنبې «د لړم۲۶مه» په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي، چې دغو کوډګرو له کلونو راهیسې کوډې کولې او د «د لسګونو کورنیو په منځ کې یې نفاق اچولې و او شخړې یې جوړې کړي دي.»

طالبانو د دغو نیول شویو څلورو تنو کوډګرو نومونه نه دي یاد کړي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغې ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تعویذګر او کوډګر نیولي دي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي.

دغه وزارت په کابل او ولایتونو کې خپلو کارمنانو ته لارښوونه کړې ده، چې کوډګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.