ایران د یوه افغان په ګډون لس زندانیان بیا په دار ځړولي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د کرج په قزلحصار زندان کې د یوه افغان په ګډون لس تنه بندیان اعدام کړي دي. دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې افغان زنداني د ایران د قضایي ادارې له خوا د «قصدي قتل» په تور په اعدام محکوم شوی و.





