هغه کېله چې د یو هنري اثر په توګه پر دیوال نښلول شوې وه په ۶.۲ مېلیون ډالرو وپلورل شوه

یو چینایي متشبث جسټین سن په نیویارک کې هغه کېله په ۶.۲ مېلیون ډالرو وپېرله، چې د یو هنري اثر په توګه د لیلام په توګه پر یو دیوال نښلول شوې وه.

یو چینایي متشبث جسټین سن په نیویارک کې هغه کېله په ۶.۲ مېلیون ډالرو وپېرله، چې د یو هنري اثر په توګه د لیلام په توګه پر یو دیوال نښلول شوې وه.
ښاغلی سان وایي، هغه غواړي دغه کېله وخوري.
دغه اثر ایټالیایي هنرمند مایوریزیو کاتلان، جوړ کړی او لومړنۍ بیه یې د یو یا یونیم مېلیون ډالرو په شاوخوا کې ټاکل شوې وه.ښاغلي سان لیکلي، چې دغه کېله یوازې یو هنري اثر نه دی: «دغه اثر د یو فرهنګي پدېدې ښکارندویي کوي، چې هنري نړۍ به د برېښنایي اسعارو له ټولنې سره ونښلوي. زه باور لرم چې دغه اثر به په راتلونکي کې د لا زیات فکر او بحث لپاره خلکو ته الهام وروبخښي او د تاریخ یوه برخه به وګرځي.»دغه کېله له پلورلو څو ساعته وړاندې په منهتن کې له یو مېوه پلورونکي څخه په ۳۵ سینټه چې د ۲۳ افغانۍ کېږي، اخیستل شوې وه.


په غزه کې د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیه د چهار شنبې په ورځ له الاقصی شبکې سره په یوې مرکه کې وویل، چې له اسراییل سره به د فلسطیني بندیانو او یرغمل شویو بندیانو د تبادلې په اړه تر هغه وخته کومه هوکړه نه کېږي، چې د غزې په تړانګه کې جګړه پای ته نه وي رسېدلې.
د رویټرز په وینا، الحیه په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دغې ډلې پر دریځ د ټینګار په ترڅ کې وویل:« د جګړې له پای ته رسېدو پرته به د بندیانو تبادله ونه شی. که دا یرغل پای ته ونه رسېږي؛ نو حماس ولې یرغمل شوي کسان هغوی ته تسلیم کړي؟ څنګه یو هوښیار سړی یا حتی لیونی هم کولی شي، چې د جګړې په ترڅ کې د ګټل شوي جګړې کارټ، له لاسه ورکړي؟»
په همدې حال کې، په غزه کې د اوربند لپاره د خبرو اترو هڅې په ټپه ولاړې دي او امریکا د چهارشنبې په ورځ د دایمي او غیر مشروط اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وویل، چې هېواد به یې یوازې د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړي چې په ښکاره توګه د اوربند د موافقې د یوې برخې په توګه د اسراییلي یرغمل شویو سملاسي خوشې کېدل په کې شامل وي.
الحیه چې له قطري او مصري منځګړو سره په خبرو کې د حماس د مذاکره کوونکي ډلې مشري کوله، د پرمختګ د نشتوالي پړه د اسراییل پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو واچوله، چې حماس د خبرو د ناکامۍ مسوول بولي.
د حماس دغه چارواکي دې ته په اشارې سره چې نتنیاهو د حقایقو پر بنسټ خبرې اترې کمزورې کوي، وویل: «د دې قضیې (مذاکراتو) د بیا راژوندي کولو لپاره له ځینو هېوادونو او منځګړیو سره خبرې روانې دي. موږ چمتو یو چې دغو هڅو ته دوام ورکړو؛ خو دا خورا مهمه ده چې د اشغال د پای ته رسولو لپاره د اشغال ریښتینې اراده وګورو.»
نتنیاهو د سې شنبې په ورځ غزې تړانګې ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به حماس نور د دې خاورې کنټرول په واک کې ونه لري، ځکه چې اسراییل د دغې اسلامپالې ډلې پوځي ځواک له منځه وړی دی.
نتنیاهو دا هم وویل، چې اسراییل د پاتې ۱۰۱ یرغمل شویو کسانو د موندلو هڅې نه دي پرېښي چې ګومان کېږي لاهم په دې سیمه کې دي او د هر یوه د موندلو لپاره یې د ۵ مېلیونه ډالرو د انعام وړاندیز کړی.
حماس د غزې د راتلونکي په اړه د مصر د وړاندیز هرکلی کوي.
الحیه وویل، حماس د مصر د دې وړاندیز هرکلی کړی، چې د غزې تړانګې د اداره کولو لپاره د محمود عباس په مشرۍ د فتح غورځنګ سره د یوې اداري کمیټې د جوړولو لپاره کار کوي، دا یو داسې اقدام دی چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په سیمه کې د حکومت کولو پاتې پوښتنو ته ځواب ورکوي.
خو اسراییل له جګړې وروسته د غزې په اداره کولو کې د حماس هر ډول رول ردوي او همدارنګه د عباس په مشرۍ پر فلسطیني ادارې باور نه لري چې د دې سیمې د ادارې چارې پرغاړه واخلي.
حماس د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون غواړي او په غزه کې نیول شوي اسراییلي او بهرني یرغمل شوي او همدارنګه په اسراییل کې د بندي شویو فلسطینیانو د خوشې کېدو غوښتنونکی دی، په داسې حال کې چې نتنیاهو ویلي جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسېږي چې حماس له منځه یوسي.
قطر چې د مصر تر څنګ د اوربند یو له مهمو منځګړو څخه دی، اعلان کړی چې حماس او اسراییل ته یې خبرداری ورکړی چې که دواړه ښکېلې خواوې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره اړین چمتووالی او جديت ونه ښيي، د منځګړیتوب هڅې به ودروي.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د (نومبر ۱۹ مه) د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مجید الانصاري اعلان وکړ، چې په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر د تل لپاره نه دی تړل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په پیل کې رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي و، چې واشنګټن له قطر څخه د حماس د اېستلو غوښتنه کړې او دوحې دغه پیغام یې حماس ته رسولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، دغه لاریونونه په پښتون مېشتو سیمو کې د نا امنیو، خپلسرو نېونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د نیولو په غبرګون کې ترسره کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړو تېره ورځ اعلان وکړ، چې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې به لاریونونه کوي.
دغه لاریونونه به نن پنجشنبه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د پښتنو په سیمو کې د روانو نا امنیو او د پاکستان د حکومت له لوري د بې ګناه کسانو د بندي کېدو په غبرګون کې کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی حنیف پښتین پر خپلې اېکس پاڼه د یوه ویډیویي پيغام په خپرولو سره وايي:« په پښتونخوا وطن یوځلې بیا ډالري جنګ مسلط شوی دی او زموږ په سیمو کې داسې پېښې کېږي، چې هغه موږ ډېر دردوي، په هغو کې زموږ سپین ږېري، ځوانان مشران ان زموږ خویندې هم نه دي بچ شوي، ښه مثال یې د بنو دی چې په هغه پېښه کې یوه ښځه هم شهیده شوې وه.»
نوموړی وايي، د لاریونونو پرېکړه د خیبر جرګې د ۸۰ کسیزې کمیټې له لوري شوې ده.
حنیف پښتین زیاته کړه:« په وطن چې کوم حالات راغلی زموږ په سیاسي بندیانو کې د علي وزیر په ګډون نورو بندیانو په حواله به نن په ټول وطن کې لاریونونه وشي.»
په خیبر کې د پښتون قومي جرګې له جوړېدو یوه میاشت تېره شوې او د دغې جرګې د پرېکړې له مخې چې له ټولې پښتونخوا څخه به پاکستاني پوځ او وسلهوالې ډلې وځي او دوی به د سیمې امنیت او چارې خپله سمبالوي؛ خو تر اوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی او دا هم تر اوسه پورې نه ده په ډاګه شوې، چې که د جرګې پرېکړې ونه منل شي، د جرګې د ګډونوالو بل ګام به څه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یوځلې بیا وسلهوالې ناکرارۍ زیاتې شوې او هره ورځ په پښتون مېشتو سیمو کې د وسلهوالو بریدونو او بمباریو راپورنه ورکول کېږي.

د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۶ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. اسراییلي پوځیانو د غزې په شمال کې د «کمال عدوان» روغتون ته څېرمه په «شیخ رضوان» سیمه کې استوګنیز کورونه بمبار کړل.
له بل پلوه ملګري ملتونه وايي، غزه د ماشومانو په هدیره بدله شوې، چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پر فلسطیني سیمو د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷۴۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په هرو ۳۰ دقیقو کې په غزه کې یو ماشوم وژل کېږي.
په بیت لاحیه کې د کمال عدوان روغتون مشر ډاکټر حسام ابو صفیه الجزیرې ټلویزیون عربي برخې ته ویلي، چې پر شمالي ښارګوټي د اسراییل له برید وروسته روغتون ته د لسګونو کسانو جسدونه راوړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ډېرى وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
د هغه په وینا، په بیت لاحیه کې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

سرچینو ویلي، چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د برېتانیا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو سره د روسیې خاوره په نښه کړې ده. کییف او مسکو بیا په رسمي توګه دغه بریدونه تایید کړي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین تېره ورځ د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو سره هم پر روسیې برید وکړ.
وال سټریټ ژورنال د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې لوېدیځو او اوکرایني سرچینو دا برید تایید کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه چې د لومړي ځل لپاره د لوېدیځو توغندیو په واسطه شوي، په پیل کې د روسیې د جنګي خبریالانو له لارې په پراخه توګه په تلګرام کې راپور ورکړل شو، چې وروسته بیا د لوړپوړي روسي چارواکي له خوا د نوم د نه ښودلو په شرط تایید شو.
د اوکراین د ل
اخوا، د اوکراین د پوځ د لوی درستیز ویاند ویلي چې دا مهال په دې اړه معلومات نه لري.
مسکو تر دې وړاندې د روسیې په خاوره کې د لوېدیځو وسلو د کارولو خبرداری ورکړی و او دا یې د جګړو زیاتېدل بللی دی.
المان چې تر امریکا وروسته له اوکراین سره تر ټولو ډېرې مالي او پوځي مرستې کړي، تر اوسه دغه هېواد ته د لرې واټن ویشتونکو توغندي نه دي ورکړي.
د یادولو ده، چې روسیې بیا ګواښ کړی چې ورته بریدونو ته به مناسب ځواب ورکړي.

د هسپانیې د کډوالو چارو وزیر اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال د مې له میاشتې تر ۲۰۲۷ کاله پورې هر کال کابو ۳۰۰ زره ناقانونه کډوالو ته په دې هېواد کې د استوګنې اسناد ورکوي.
د دې پرېکړې موخه په دې هېواد کې ناقانونه کډوالو ته د استوګنې او کاري جوازونو په ورکولو سره د هسپانیې د زوړ کاري ځواک وده ورکول دي.
الما سایز وویل، چې هسپانیا د دې هېواد د وضعیت د ښه ساتلو لپاره هر کال کابو ۲۵۰ زره بهرنیو کاریګرانو ته اړتیا لري.
نوموړی وایي، چې کډوالو ته د قانوني استوګنې د اسنادو ورکول یوازې بشري حقونو ته د درناوي لپاره نه، بلکې د دې هېواد د ارامۍ په پام کې نیول هم دي.
سایز د چهار شنبې په ورځ د هسپانیې راډیو ټلویزیون ته وویل: «نن کولی شو ووایو چې هسپانیا ښه هېواد دی.»
د نوي کډوالۍ سیاست پر اساس، هغو ناقانونه کډوالو ته چې په هسپانیا کې ژوند کوي، د استوګنې د اسنادو په ورکړې سره به د دې هېواد د کار بازار ته لار پیدا کړي.
په هسپانیا کې د مېشتو غیر قانوني کډوالو کره شمېر روښانه نه دی.
د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت په خبره، یوازې د سږکال له پیل څخه د نومبر میاشتې تر نیمایي پورې کابو ۵۴ زره کډوال په ناقانونه توګه دې هېواد ته ننوتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هسپانیې حکومت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ۱،۳ میلیونه بهرنیانو ته ویزې ورکړي دي.
په روان وضعیت کې چې نورو اروپایي هېوادونو د کډوالو پروړاندې د خپلو سرحدونو کنټرول زیات کړی، هسپانیې بیا تر ډېره خپلې دروازې د کډوالو پر مخ خلاصې کړي دي.
په روان کال کې د هسپانیې اقتصاد په اروپایي اتحادیه کې د مخ پر ودې په حال کې بلل شوی دی.