اوچا وایي، د دویم ژمي په راتګ سره لا هم په هرات کې ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ کورونه نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، سره له دې چې د دویم ځل لپاره د ژمي سړې سېلۍ په رالوتو دي، په هرات کې لا هم ۲۵ زره کورنۍ بې سر پناه پاتې دي.