طالبان: د تلې میاشتې په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی

طالبان وایي، چې د روان کال په تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې تېره ورځ د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه شمېرې خپرې کړې.