• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالکبیر: له ۴۰ هېوادونو سره اړیکې لرو او نورو هېوادونو ته هم خپل استازي لېږو

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په غزني ولایت کې په یوه غونډه کې وویل،چې دغه ډله له څه باندې ۴۰هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري. عبدالکبیر زیاته کړه، چې طالبان به په نږدې راتلونکي کې خپل سیاسي استازي نورو هېوادونو ته هم واستوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډيو او ټلويزيون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې عبدالکبير دغه څرګندونې په غزني ولايت کې د خلکو د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عبدالکبیر زیاته کړه، چې د طالبانو سیاست خپلواکه او بې پرې دی او د توازن پر اصولو پر مخ ځي.

دغه طالب چارواکي د هغو څلوېښتو هېوادونو نومونه نه دي اخېستي، چې دغه ډله ورسره سیاسي اړیکې لري او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې کومو هېوادونو ته به خپل نوي استازي واستوي.

که څه هم د روسیې، ازبکستان، ایران، ترکمنستان او قزاقستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

طالبان وايي، سره له دې چې دغه هېوادونه يې په رسميت نه پېژني، خو د دوی استازي يې منلي دي.

عبدالکبیر ویلي دي، چې له طالبانو سره په دې کچه اړیکي لرل رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شونې ده چې له نویو بدلونونو سره په جرمني کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي.

په تېرو درېیو کلونو کې نړۍوالې ټولنې په وار - وار په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو دا غوښتنې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې او ادعا یې کړې، چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې عمل کوي.

د غزني په غونډه کې عبدالکبیر د طالبانو د پخوانيو دریځونو په اړه وویل، چې «دغه ډله به هېڅکله له هېچا سره د دین او هېواد پر سر معامله ونه کړي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د یو ځوان جسد پيدا شوی چې په مرموز ډول وژل شوی

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د دغه ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په «رود» په سيمه کې د يوه ځوان جسد پيدا شوی، چې په مرموز ډول وژل شوی. دغه ۲۴ کلن ځوان دوې ورځې وړاندې له کوره لادرکه شوی و او وروسته يې مړی موندل شوی.

سرچینې وايي، وژل شوی ځوان عبدالغني نوميږي، چې د کندهار ښار اوسېدونکی دی.

عبدالغني لومړی ويشتل شوی او وروسته یې په سيمه کې جسد غورځول شوی.

د وژل شوي ځوان کورنۍ هم له رسنيو سره خبرې نه کوي او نه هم تر اوسه د پېښې اصلي لامل څرګند دی.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشيد هم پېښه تايیدوي او وايي، چې دغه ځوان غلو وژلی.

نوموړي ويلي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

تر دې وړاندې په کندهار ښار او ولسواليو کې څو پرله پسې مرموزې او هدفي وژنې تر سره شوې، چې لويه برخه یې د تېر حکومت نظامي کسان دي.

امرالله صالح: د طالبانو د څلور میلیارد ډالري بودجې کسر امریکا تامینوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال وايي، طالبان په کال کې تر ۲،۸ میلیارد ډالرو پورې عاید لري، خو دغه ډله د کلنۍ بودجې له کسر سره مخ ده. امرالله صالح ویلي چې که د امریکا مرستې بندې شي په افغانستان کې به اقتصادي زلزله راشي.

صالح هندۍ پرنټ ورځپاڼې ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن هڅه کوي طالبان د ستراتیژیکو تېروتنو او په افغانستان کې د ناورین د جبرانولو لپاره د تمویل له لارې ارام وساتي.


صالح وايي، د طالبانو د څلور میلیارد ډالري بودجې کسر د امریکا له خوا تامینیږي.
د امريکا متحده ايالات وايي، له افغانستان سره يې په تېرو دريو کلونو کې تر دوه ميليارده ډالرو زياتې مرستې په بشري برخو لګولې دي. امریکا ټینګار کړی چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو په څیر خیریه موسسو ته ورکول کیږي او ډاډه دي چې طالبان دا پیسې نه کاروي.

امرالله صالح په مرکه کې خبرداری ورکړی، چې د امریکا د مرستو تغییر د طالبانو په لیکو کې جدي اقتصادي ناورین او په افغانستان کې اقتصادي زلزله رامنځته کولای شي.
صالح دا هم ویلي چې له ګمرکونو او استخراجي صنایعو څخه طالبان دوه نیم تر دوه اعشاریه اتو میلیارد ډالرو پورې عاید ترلاسه کوي، چې د خپل ځواک د پیاوړتیا په ځانګړې توګه د دفاعي لګښتونو، کورنیو استخباراتو او د هبت الله اخوندزاده د دفتر لپاره لګول کیږي.
صالح ویلي، "بایډن میلیونونه ډالر نه لري، چې د طالبانو ملاتړ وکړي. هغه د طالبانو د ساتلو لپاره د امریکا د مالیاتو پیسې ضایع کړې.»

د زرغون بهیر مشر وايي، امریکا په تېرو دریو کلونو کې له طالبانو سره د نغدو پیسو مرستې کړې، افغانۍ یې ورته چاپ کړې او د ځنډول شویو پروژو د پیل او پاسپورټونو برخه کې یې مرستې ورسره کړې دي.


نوموړي د سیګار رپوټ او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په حواله ویلي چې امریکا طالبانو ته ۸۰ میلیارده افغانۍ ور کړې او اووه میلیونه پاسپورټونه یې چاپ کړي دي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د امریکا پر مرستو تل نیوکې شوې دي. د طالبانو یو شمېر منتقدین او د امریکا ځانګړی مفتش وايي، احتمال لري چې دا ډله افغانستان ته له تلونکو پیسو ګټه پورته کوي.

د ایران استازي د طالبانو له دفاع وزير سره پر سرحدي همکاريو او کډوالو خبرې کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د چارشنبې په ورځ د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب سره کتلي دي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي همکاریو او افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لوریو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ملا یعقوب او کاظمي قمي «په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.»

د دوی د خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د سرحدي همکاریو او افغان کډوالو په اړه بحث په داسې حال کې ترسره کيږي، چې طالبانو د لړم په ۱۰ مه تایید کړې وه، چې افغان کډوال د ایران په پوله کې ویشتل شوي دي.

د طالبانو د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې د ایران پولې ته څېرمه پر افغان کډوالو د ډزو په پايله کې دوه تنه وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان دي.

د بشري حقونو یوې ادارې حال وش، چې له سیستان او بلوچستان څخه خبرونه خپروي لومړی پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.

حسن کاظمي قمي له دې مخکې ادعا کړې وه، چې دا راپورونه حقیقت نه لري.

د ایران دغه دیپلومات د طالبانو د دفاع له وزیر سره له کتنې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر او د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

طالبان وايي، ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي له حامد کرزي سره هم کتلي.

په کابل کې د ایران سفارت وايي، حامد کرزي له کاظمي قمي سره په کتنه کې غوښتي، چې د افغانانو د ستونزو د اواري لپاره یو سیمه ییز نوښت وړاندې کړي.

له طالب پلاوي سره د مالیزیا د پوهنې وزیرې لیده کاته په دغه هېواد کې ناندرۍ راپارولې

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د مالیزیا د ډیموکراټ عمل ګوند رییس ددغه هېواد د پوهنې پر وزیرې د طالبانو د پوهنې وزارت یوه پلاوي د کوربه توب له امله نیوکې کړې دي.هغه وویل، « د پوهنې وزارت ولې د یوه داسې هېواد پلاوي ته د سفر اجازه ورکړې چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې د نجونو زده کړې بندې کړې دي».

لیم ګوان اینګ د مالیزیا په پارلمان کې د یوې خبري غونډې پرمهال د پوهنې وزیره فضلینه صدیق وپوښتله چې دا لیدنه یې د څه لپاره کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت یوه پلاوي ددغه وزارت د دفتر د مقام عمومي رییس مولوي شهاب‌الدین ثاقب په مشرۍ مالیزیا ته سفر کړی.

د مالیزیا د ډیموکراټ عمل ګوند رییس وویل چې دی یوازې دا موضوع د خلکو د استازي په توګه نه مطرح کوي، بلکې له دې امله یې مطرح کوي چې دبشري حقونو او د ښځو زده کړو ته په جدي نظر ګوري.

هغه وویل، « د پوهنې وزارت ولې د یوه داسې هېواد د پوهنې پلاوي ته د سفر اجازه ورکړې چې د نجونو او ښځو د زده کړو پرمخ یې ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي».

د مالیزیا کیني رسنۍ د رپوټ له مخې، هغه ویلي چې دده د ګوند غړی او د پوهنې وزارت مرستیال وانګ کاه وو له دغه سفره ناخبره و.

د باګان سیمې استازي وپوښتل چې مالیزیا دغه پلاوی د کومو ګټو له مخې منلی او ایا د پوهنې وزارت د طالبانو له پلاوي سره د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیدو په تړاو خبرې کړې دي که نه؟

مالیزیا په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او ددې ډلې ګڼو پلاویو په تېر یوه کال کې کوالالمپور ته سفرونه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت اپوزیسیون د طالبانو د پوهنې وزارت د پلاوي پر سفر اعتراض کوي.

طالبانو په کندهار او نیمروز کې ۲۳ تنه د «قمار وهنې» په تور نیولي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په کندهار او نيمروز کې ۲۳ کسان د «قمار وهنې» په تور نيولي دي. طالبانو دا نه دي ويلي، چې نیول شویو کسانو څه ډول قمار کاوه، خو وايي، چې دا ډول کړنې «ناوړه اقتصادي، ټولنیزې او اخلاقي» پايلې لري.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰ مه) په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې قیمار وهل «جرم» دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت مسوولانو د دغو کسانو د نیولو پر مهال ویلي، چې قمار د اسلامي شریعت خلاف عمل دی، چې دښمني رامنځته کوي او ناوړه اقتصادي، ټولنیزې او اخلاقي پايلې لري.

طالبانو د نیول شویو کسانو د هويت او برخلیک په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلسري ډول خلک په بېلابېلو تورونو نيسي، زنداني کوي يې او په عام محضر کې يې په دُرو وهي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې د طالبانو قضايي سیستم معیاري نه دی او تورن کسان د مدافع وکیل په ګډون قانوني اجرااتو ته لاسرسی نه لري.