• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: د طالبانو د څلور میلیارد ډالري بودجې کسر امریکا تامینوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال وايي، طالبان په کال کې تر ۲،۸ میلیارد ډالرو پورې عاید لري، خو دغه ډله د کلنۍ بودجې له کسر سره مخ ده. امرالله صالح ویلي چې که د امریکا مرستې بندې شي په افغانستان کې به اقتصادي زلزله راشي.

صالح هندۍ پرنټ ورځپاڼې ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن هڅه کوي طالبان د ستراتیژیکو تېروتنو او په افغانستان کې د ناورین د جبرانولو لپاره د تمویل له لارې ارام وساتي.


صالح وايي، د طالبانو د څلور میلیارد ډالري بودجې کسر د امریکا له خوا تامینیږي.
د امريکا متحده ايالات وايي، له افغانستان سره يې په تېرو دريو کلونو کې تر دوه ميليارده ډالرو زياتې مرستې په بشري برخو لګولې دي. امریکا ټینګار کړی چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو په څیر خیریه موسسو ته ورکول کیږي او ډاډه دي چې طالبان دا پیسې نه کاروي.

امرالله صالح په مرکه کې خبرداری ورکړی، چې د امریکا د مرستو تغییر د طالبانو په لیکو کې جدي اقتصادي ناورین او په افغانستان کې اقتصادي زلزله رامنځته کولای شي.
صالح دا هم ویلي چې له ګمرکونو او استخراجي صنایعو څخه طالبان دوه نیم تر دوه اعشاریه اتو میلیارد ډالرو پورې عاید ترلاسه کوي، چې د خپل ځواک د پیاوړتیا په ځانګړې توګه د دفاعي لګښتونو، کورنیو استخباراتو او د هبت الله اخوندزاده د دفتر لپاره لګول کیږي.
صالح ویلي، "بایډن میلیونونه ډالر نه لري، چې د طالبانو ملاتړ وکړي. هغه د طالبانو د ساتلو لپاره د امریکا د مالیاتو پیسې ضایع کړې.»

د زرغون بهیر مشر وايي، امریکا په تېرو دریو کلونو کې له طالبانو سره د نغدو پیسو مرستې کړې، افغانۍ یې ورته چاپ کړې او د ځنډول شویو پروژو د پیل او پاسپورټونو برخه کې یې مرستې ورسره کړې دي.


نوموړي د سیګار رپوټ او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په حواله ویلي چې امریکا طالبانو ته ۸۰ میلیارده افغانۍ ور کړې او اووه میلیونه پاسپورټونه یې چاپ کړي دي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د امریکا پر مرستو تل نیوکې شوې دي. د طالبانو یو شمېر منتقدین او د امریکا ځانګړی مفتش وايي، احتمال لري چې دا ډله افغانستان ته له تلونکو پیسو ګټه پورته کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران استازي د طالبانو له دفاع وزير سره پر سرحدي همکاريو او کډوالو خبرې کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د چارشنبې په ورځ د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب سره کتلي دي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي همکاریو او افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لوریو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ملا یعقوب او کاظمي قمي «په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.»

د دوی د خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د سرحدي همکاریو او افغان کډوالو په اړه بحث په داسې حال کې ترسره کيږي، چې طالبانو د لړم په ۱۰ مه تایید کړې وه، چې افغان کډوال د ایران په پوله کې ویشتل شوي دي.

د طالبانو د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې د ایران پولې ته څېرمه پر افغان کډوالو د ډزو په پايله کې دوه تنه وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان دي.

د بشري حقونو یوې ادارې حال وش، چې له سیستان او بلوچستان څخه خبرونه خپروي لومړی پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.

حسن کاظمي قمي له دې مخکې ادعا کړې وه، چې دا راپورونه حقیقت نه لري.

د ایران دغه دیپلومات د طالبانو د دفاع له وزیر سره له کتنې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر او د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

طالبان وايي، ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي له حامد کرزي سره هم کتلي.

په کابل کې د ایران سفارت وايي، حامد کرزي له کاظمي قمي سره په کتنه کې غوښتي، چې د افغانانو د ستونزو د اواري لپاره یو سیمه ییز نوښت وړاندې کړي.

له طالب پلاوي سره د مالیزیا د پوهنې وزیرې لیده کاته په دغه هېواد کې ناندرۍ راپارولې

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د مالیزیا د ډیموکراټ عمل ګوند رییس ددغه هېواد د پوهنې پر وزیرې د طالبانو د پوهنې وزارت یوه پلاوي د کوربه توب له امله نیوکې کړې دي.هغه وویل، « د پوهنې وزارت ولې د یوه داسې هېواد پلاوي ته د سفر اجازه ورکړې چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې د نجونو زده کړې بندې کړې دي».

لیم ګوان اینګ د مالیزیا په پارلمان کې د یوې خبري غونډې پرمهال د پوهنې وزیره فضلینه صدیق وپوښتله چې دا لیدنه یې د څه لپاره کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت یوه پلاوي ددغه وزارت د دفتر د مقام عمومي رییس مولوي شهاب‌الدین ثاقب په مشرۍ مالیزیا ته سفر کړی.

د مالیزیا د ډیموکراټ عمل ګوند رییس وویل چې دی یوازې دا موضوع د خلکو د استازي په توګه نه مطرح کوي، بلکې له دې امله یې مطرح کوي چې دبشري حقونو او د ښځو زده کړو ته په جدي نظر ګوري.

هغه وویل، « د پوهنې وزارت ولې د یوه داسې هېواد د پوهنې پلاوي ته د سفر اجازه ورکړې چې د نجونو او ښځو د زده کړو پرمخ یې ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي».

د مالیزیا کیني رسنۍ د رپوټ له مخې، هغه ویلي چې دده د ګوند غړی او د پوهنې وزارت مرستیال وانګ کاه وو له دغه سفره ناخبره و.

د باګان سیمې استازي وپوښتل چې مالیزیا دغه پلاوی د کومو ګټو له مخې منلی او ایا د پوهنې وزارت د طالبانو له پلاوي سره د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیدو په تړاو خبرې کړې دي که نه؟

مالیزیا په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او ددې ډلې ګڼو پلاویو په تېر یوه کال کې کوالالمپور ته سفرونه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت اپوزیسیون د طالبانو د پوهنې وزارت د پلاوي پر سفر اعتراض کوي.

طالبانو په کندهار او نیمروز کې ۲۳ تنه د «قمار وهنې» په تور نیولي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په کندهار او نيمروز کې ۲۳ کسان د «قمار وهنې» په تور نيولي دي. طالبانو دا نه دي ويلي، چې نیول شویو کسانو څه ډول قمار کاوه، خو وايي، چې دا ډول کړنې «ناوړه اقتصادي، ټولنیزې او اخلاقي» پايلې لري.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰ مه) په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې قیمار وهل «جرم» دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت مسوولانو د دغو کسانو د نیولو پر مهال ویلي، چې قمار د اسلامي شریعت خلاف عمل دی، چې دښمني رامنځته کوي او ناوړه اقتصادي، ټولنیزې او اخلاقي پايلې لري.

طالبانو د نیول شویو کسانو د هويت او برخلیک په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلسري ډول خلک په بېلابېلو تورونو نيسي، زنداني کوي يې او په عام محضر کې يې په دُرو وهي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې د طالبانو قضايي سیستم معیاري نه دی او تورن کسان د مدافع وکیل په ګډون قانوني اجرااتو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو چارواکی: افغان مېرمنې دامهال زيات ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو هيلې له لاسه ور نه کړي او هغوی بېړني ملاتړ ته اړتيا لري. سټيفن روډریکوز د افغان نجونو او ښځو په وړاندي د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي سټیفن روډريکوز د سې شنبې په ورځ په ټوکيو کې له اين ایچ کې ټلویزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو سخت دريځ حالت نور پېچلی کوي.

هغه زياته کړې: « خلک د طالبانو له لوري د ميرمنو په وړاندې سخت دريځ له ټولنې څخه د ښځو د مخ او غږ له منځه وړل بولي او دا وضعت نور هم سختوي.»

طالبانو د همدغه کال په اګسټ مياشت کې د خپل نوي قانون له مخې له ميرمنو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې خپل بدن او مخ پټ کړي.

سټيفن په دې مرکه کې اندېښنه ښکاره کړې، چې د طالبانو دغه کړنه به د ښځو وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

نوموړي ويلي، چې د نړېوالې ټولنې پاملرنه اوکراين او منځني ختيځ ته ډېره شوې، له ۲۰۲۱ کال راهيسي له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمي شوې او سږ کال د افغان ښځو لپاره د کار او د هغوی د ژوند ملاتړ لپاره د تمويل کچه هم نيمايي ته را ټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، دا مهال افغان مېرمنې زيات ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري.

سټيفن ويلي: « موږ د غزې، اوکراین، لبنان او داسې نورو په اهميت پوهيږو، خو دا هم غواړو، چې په افغانستان کې څه روان دي که یې په همداسې نازک او ناسم حالت کې پرېږدو هر څه به له لاسه ورکوو او په پنځو کلونو کې به بيا هغه ځای ته ورسيږو ، له کومه خایه مو چې پیل کړی و.»

په افغانستان کې د ميرمنو پر ناسم وضعت افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او نړيوالو اندېښنې ښودلې او په پرله پسې توګه يې له طالبانو غوښتي، چې د ميرمنو په برخه کې په خپلو پاليسیو کې تغیير راولي.

په افغانستان کې واکمن طالبان د ښځو د زده کړو او کار مسالې خپل داخلي موضوعات يادوي او وايي، چې هر څه د «شریعت» په چوکاټ کې تر سره کوي.

د ازبکستان نوي سفیر د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته خپل باورلیک وسپاره

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر اویبک عثمانوف خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته وسپاره. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چې ازبک دیپلومات ژمنه کړې، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره به کار کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰ مه) نېټه وویل، چې امیرخان متقي د ازبکستان د نوي سفیر د باورلیک د منلو پر مهال ډاډ ورکړی، چې دغه ډله به ورسره په اړوندو مسایلو کې همکاري وکړي.

نوموړي پر خپل اېکس ولیکل، چې امیر خان متقي د طالبانو او ازبکستان ترمنځ ډیپلوماتیکې همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ نښه وګڼله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی، چې د دې ډلې او ازبکستان ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د پرمخ بیولو لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.

د دې اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په موده کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي.

۶۲ کلن اویبک عثمانوف پخوا په مصر او پاکستان کې د ازبکستان سفیر و.

نوموړی د روان کال د لړم په شپږمه کابل ته راغی څو په افغانستان کې د خپل هېواد د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړي.

په افغانستان کې د ازبکستان پخوانی سفیر یادګار خواجه شادمانوف و.

نوموړي له ۱۲ کلونو وروسته سږ کال په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې دي.

د طالبانو او ازبکستان چارواکو په تېرو دریو کلونو کې څو ځله د یو بل کوربه توب کړی دی.