• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان نوي سفیر د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته خپل باورلیک وسپاره

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر اویبک عثمانوف خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته وسپاره. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چې ازبک دیپلومات ژمنه کړې، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره به کار کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰ مه) نېټه وویل، چې امیرخان متقي د ازبکستان د نوي سفیر د باورلیک د منلو پر مهال ډاډ ورکړی، چې دغه ډله به ورسره په اړوندو مسایلو کې همکاري وکړي.

نوموړي پر خپل اېکس ولیکل، چې امیر خان متقي د طالبانو او ازبکستان ترمنځ ډیپلوماتیکې همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ نښه وګڼله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی، چې د دې ډلې او ازبکستان ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د پرمخ بیولو لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.

د دې اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په موده کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي.

۶۲ کلن اویبک عثمانوف پخوا په مصر او پاکستان کې د ازبکستان سفیر و.

نوموړی د روان کال د لړم په شپږمه کابل ته راغی څو په افغانستان کې د خپل هېواد د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړي.

په افغانستان کې د ازبکستان پخوانی سفیر یادګار خواجه شادمانوف و.

نوموړي له ۱۲ کلونو وروسته سږ کال په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې دي.

د طالبانو او ازبکستان چارواکو په تېرو دریو کلونو کې څو ځله د یو بل کوربه توب کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي د افغانانو د ستونزو اواري لپاره د سیمه ییز نوښت غوښتنه وکړه

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وايي، حامد کرزي د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانانو د ستونزو د اواري لپاره د سیمه ییز نوښت غوښتنه وکړه. د دغه سفارت په وینا، کرزي د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان مسالې ته زیاته پاملرنه وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې د حامد کرزي او کاظمي قمي د لیدنې خبر ورکړ.

حامد کرزي د دې ناستې او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیمه ییز نوښت په اړه څه نه دي ویلي.

د ايران د سفارت د معلوماتو له مخې، کاظمي قمي د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال عبدالکبير او د دې ډلې د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره جلا جلا کتنه کړې ده.

سفارت د جزئياتو له ورکولو پرته ليکلي، چې له دغو طالب چارواکو سره د حسن کاظمي قمي په کتنه کې د افغانستان پر اوسنيو پرمختګونو خبرې شوې دي.

طالبانو د دې ناستو په اړه ویلي، چې ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.

دا لیدنې کابل ته د ایران د یوه پلاوي له سفر او له طالب چارواکو سره تر خبرو وروسته شوې دي.

په دې وروستیو ورځو کې کابل ته د ایران د یوه پلاوي د سفر پر مهال هوکړه وشوه، چې په ایران کې به زر تنه افغان بندیان ډېر ژر طالبانو ته وسپارل شي.

حامد کرزی د بین الافغاني خبرو له ملاتړو څخه دی او په تېرو دریو کلونو کې یې تل د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د «ملي ډیالوګ» خبره کړې ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو نیوکه کوي او په ځلونو یې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

ایران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دغه هېواد په پرله پسې ډول په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده، رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو دوه ادارې افغانستان ته د اقلیمي مرستو پر بیا پیلولو کار کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په دې لټه کې دي چې افغانستان ته اقلیمي مرستې بېرته پیل شي، خو دغه مرستې به په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه ور کول کیږي.

طالبان واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي مسایلو له امله په دې نه دي توانېدلي چې د ملګرو ملتونو اقلیمي مرستو ته لاسرسی ومومي.

د نفوس او اقلیمي ستونزو له ډېرېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو دوه اړوندې ادارې هیله منې دي چې افغانستان ته نوې پروژې ورکړل شي او که دوی په دې چاره کې بریالي شي دا به لومړی ځل وي چې د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته کابل ته د اقلیمي بدلونونو نړیوالې مرستې ورکول کیږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس ډیک ټرینچارډ رویټرز ته وویل چې « د افغانستان د اقلیم په اړه هیڅ شک نشته.تاسې چې هرچیرې لاړ شئ د اقلیمي بدلونونو او ژوندچاپیریال اغیزمنتیا وینئ».

رویټرز خبري اژانس وايي، چې دوې ادارې دامهال د وړاندیزونو پر چمتو کولو بوختې دي او هیله منې دي چې په نوي کال کې د ملګرو ملتونو د ژوندچاپیریال له نړیوالو اسانتیاوو نه د افغانستان لپاره ۱۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړای شي.

په دې ادارو کې یوه د خوړو او کرنې اداره ده، چې غواړي د یوې ۱۰ میلیون ډالري پروژې ملاتړ ترلاسه کړي او د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د ځنګلونو او د اوبو څپو د لوړېدو د مخنیوي په برخه کې یې وکاروي. دغه مرستې به طالبانو ته په مستقیم ډول نه ور کول کیږي.

دې ادارې رویټرز ته ویلي چې په همدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د پراختیا اداره هم هڅه کوي اته اعشاریه ۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او په کلیو کې یې د اوبو پر کانالونو او ویالو ولګوي. که چیرې دا پروژه ومنل شي، یاده اداره به د ۲۰ میلونه ډالرو بلې پروژې وړاندیز هم وکړي.

د یادې ادارې رییس سټیفن رودریکوز رویټرز ته وویل چې دوی د اقلیمي تغییراتو له ټولو مرستندویو ادارو سره په اړیکه کې دي او غواړي افغانستان ته مرستې راوړي.

نوموړي وویل چې دغه مرستې باید د مېرمنو د حقونو د ښه والي په تړاو له خبرو اترو سره مل واوسي.

ناڅاپي سیلابونو سږکال په افغانستان کې په سلګونو کسان ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.

طالبانو د لومړي ځل لپاره په باکو کې د کوپ ۲۹ اقلیمي غونډې په ناستو کې ګډون کړی چې هدف یې له نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو ټینګول او د همکاریو لپاره لاره پرانېستل دي.

سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته: د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه په خپل دریځ له سره غور وکړئ

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۳ GMT+۰

‏په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو له پخوانیو غړیو څخه دی؛ خو ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو داسې کس ته سپارلې، چې په دې سازمان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.


نوموړي دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۷۸مې کلیزې په مناسبت کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه راپور کې د نوموړي له قوله ویلي، چې ښاغلي شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه په خپل دریځ کې له سره غور وکړي.
تېره ورځ ملګرو ملتونو په اېکس پاڼه لیکلي و، چې له نن څخه ۷۸ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ مه افغانستان د ملګرو ملتونو غړی شو.
د دغه سازمان له‌خوا په خپور شوي تصویر کې ښکاري، چې سفیر عبدالحسین عزیز د ملګرو ملتونو منشور ته د پابندۍ سند لاسلیک کوي.

100%


دغه سازمان وړاندې لیکلي و، چې په همدغه کال کې د ایسلنډ او سویډن ترڅنګ افغانان د نړۍوالې ټولنې ویاړلي غړي شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۷۸مې کلیزې په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له ویاړه ډک غړی دی.
یوناما زیاته کړې: «په وروستیو کلونو کې د دغه سازمان فعالیتونه د افغانستان د خلکو لپاره د باثباته سولې او تلپاتې پراختیا په رامنځته کولو راټول شوي دي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، ۷۸ کاله وړاندې افغانستان په ویاړ سره د هغو ملتونو په ډله کې شامل شو چې د یووالي، عدالت او نړۍوالې همغږۍ لپاره یې هڅې کولې.

100%


نوموړي په دې اړه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، سږکال دغه ورځ یو ځل بیا د افغانستان د تاریخ ترټولو تیاره دورو کې راځي.
هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو د بنسټیزو حقونو او ارمانونو ملاتړ ته د یووالي او همغږۍ له لارې خپله ژمنتیا یو ځلې بیا ثابته کړي.

ملاله نیلا ته؛ ویاړو چې د طالبانو پر وړاندې ولاړه یې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۰

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د نړۍالې جایزې د ګټلو مبارکي ورکړې او د نجونو د تعلیم لپاره یې د هغې مبارزه ستایلې ده.

ملالې یوسفزۍ د سې شنبه په ماښام پر اېکس پاڼې کاږلي: «زه درباندې ویاړم چې د طالبانو په وړاندې ولاړه یې او د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې.»

هغې نیلا ته په خطاب کې ویلي: «ستا زړورتیا د نجونو او د نړۍ رهبرانو ته مثال دی.»

ملالې یوسفزۍ وایي: «کله چې مې په نیویارک کې له نیلا سره ولیدل، د افغان ښځو او نجونو د ځواکمنولو لپاره د هغې هوډ ډېره هڅولې وم.»

نیلا ابراهیمي د سې شنبه په ورځ د ماشومانو د سولې هغه نړۍواله جایزه وګټله، چې له دې وړاندې د اقلیم فعالې ګریټا ټنبرګ او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې دي.

په انځور کې ملاله یوسفزۍ ده چې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په لسمه یې د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه وګټله
100%
په انځور کې ملاله یوسفزۍ ده چې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په لسمه یې د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه وګټله

ابراهیمي دا جایزه په افغانستان کې د« نجونو حقونو لپاره د زړورې مبارزې» په ویاړ ترلاسه کړې ده.

نوموړې په داسې حال کې دغه جایزه ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.
اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څه موده مخکې ویلي و، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.

د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د رویا سادات په ډایرکټرۍ د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د دوشنبې په شپه د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم مسوولینو ویلي، چې د دغه مستند فلم جوړول په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پر مهال پیل او په روان کال کې پای ته ورسید.

یو شمېر ډیپلوماتانو او په بروکسل کې داروپا د پارلمان غړو د «لبه تیز صلح» فلم ولید.

دا فلم د افغان مېرمنو د مبارزو یو تصویری او الهام بخښونکی داستان بلل شوی دی.

د دې مستند فلم جوړونکو دا یو «پیاوړی تصویري سند» بللی، چې " لیدونکي د سولې د خبرو په شاوخوا کې پټ او ښکاره واقعیتونو سره مخامخ کوي."

«لبه تیز صلح» مخکې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د هالیوډ مشهورې اداکارې مرل سټریپ له خوا معرفي شو.

دا فلم د رویا سادات په ډایرکټرۍ او لزلي توماس پروډیوسرۍ جوړ شوی، چې د خانه فلم رویا او میرا سټډیو ګډ تولید دی.

تر دې مخکې دغه فلم په کاناډا او هند کې په جشنوارو کې ښودل شوی و.