• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو دوه ادارې افغانستان ته د اقلیمي مرستو پر بیا پیلولو کار کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په دې لټه کې دي چې افغانستان ته اقلیمي مرستې بېرته پیل شي، خو دغه مرستې به په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه ور کول کیږي.

طالبان واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي مسایلو له امله په دې نه دي توانېدلي چې د ملګرو ملتونو اقلیمي مرستو ته لاسرسی ومومي.

د نفوس او اقلیمي ستونزو له ډېرېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو دوه اړوندې ادارې هیله منې دي چې افغانستان ته نوې پروژې ورکړل شي او که دوی په دې چاره کې بریالي شي دا به لومړی ځل وي چې د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته کابل ته د اقلیمي بدلونونو نړیوالې مرستې ورکول کیږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس ډیک ټرینچارډ رویټرز ته وویل چې « د افغانستان د اقلیم په اړه هیڅ شک نشته.تاسې چې هرچیرې لاړ شئ د اقلیمي بدلونونو او ژوندچاپیریال اغیزمنتیا وینئ».

رویټرز خبري اژانس وايي، چې دوې ادارې دامهال د وړاندیزونو پر چمتو کولو بوختې دي او هیله منې دي چې په نوي کال کې د ملګرو ملتونو د ژوندچاپیریال له نړیوالو اسانتیاوو نه د افغانستان لپاره ۱۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړای شي.

په دې ادارو کې یوه د خوړو او کرنې اداره ده، چې غواړي د یوې ۱۰ میلیون ډالري پروژې ملاتړ ترلاسه کړي او د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د ځنګلونو او د اوبو څپو د لوړېدو د مخنیوي په برخه کې یې وکاروي. دغه مرستې به طالبانو ته په مستقیم ډول نه ور کول کیږي.

دې ادارې رویټرز ته ویلي چې په همدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د پراختیا اداره هم هڅه کوي اته اعشاریه ۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او په کلیو کې یې د اوبو پر کانالونو او ویالو ولګوي. که چیرې دا پروژه ومنل شي، یاده اداره به د ۲۰ میلونه ډالرو بلې پروژې وړاندیز هم وکړي.

د یادې ادارې رییس سټیفن رودریکوز رویټرز ته وویل چې دوی د اقلیمي تغییراتو له ټولو مرستندویو ادارو سره په اړیکه کې دي او غواړي افغانستان ته مرستې راوړي.

نوموړي وویل چې دغه مرستې باید د مېرمنو د حقونو د ښه والي په تړاو له خبرو اترو سره مل واوسي.

ناڅاپي سیلابونو سږکال په افغانستان کې په سلګونو کسان ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.

طالبانو د لومړي ځل لپاره په باکو کې د کوپ ۲۹ اقلیمي غونډې په ناستو کې ګډون کړی چې هدف یې له نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو ټینګول او د همکاریو لپاره لاره پرانېستل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته: د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه په خپل دریځ له سره غور وکړئ

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۳ GMT+۰

‏په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو له پخوانیو غړیو څخه دی؛ خو ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو داسې کس ته سپارلې، چې په دې سازمان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.


نوموړي دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۷۸مې کلیزې په مناسبت کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه راپور کې د نوموړي له قوله ویلي، چې ښاغلي شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه په خپل دریځ کې له سره غور وکړي.
تېره ورځ ملګرو ملتونو په اېکس پاڼه لیکلي و، چې له نن څخه ۷۸ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ مه افغانستان د ملګرو ملتونو غړی شو.
د دغه سازمان له‌خوا په خپور شوي تصویر کې ښکاري، چې سفیر عبدالحسین عزیز د ملګرو ملتونو منشور ته د پابندۍ سند لاسلیک کوي.

100%


دغه سازمان وړاندې لیکلي و، چې په همدغه کال کې د ایسلنډ او سویډن ترڅنګ افغانان د نړۍوالې ټولنې ویاړلي غړي شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۷۸مې کلیزې په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له ویاړه ډک غړی دی.
یوناما زیاته کړې: «په وروستیو کلونو کې د دغه سازمان فعالیتونه د افغانستان د خلکو لپاره د باثباته سولې او تلپاتې پراختیا په رامنځته کولو راټول شوي دي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، ۷۸ کاله وړاندې افغانستان په ویاړ سره د هغو ملتونو په ډله کې شامل شو چې د یووالي، عدالت او نړۍوالې همغږۍ لپاره یې هڅې کولې.

100%


نوموړي په دې اړه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، سږکال دغه ورځ یو ځل بیا د افغانستان د تاریخ ترټولو تیاره دورو کې راځي.
هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو د بنسټیزو حقونو او ارمانونو ملاتړ ته د یووالي او همغږۍ له لارې خپله ژمنتیا یو ځلې بیا ثابته کړي.

ملاله نیلا ته؛ ویاړو چې د طالبانو پر وړاندې ولاړه یې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۰

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د نړۍالې جایزې د ګټلو مبارکي ورکړې او د نجونو د تعلیم لپاره یې د هغې مبارزه ستایلې ده.

ملالې یوسفزۍ د سې شنبه په ماښام پر اېکس پاڼې کاږلي: «زه درباندې ویاړم چې د طالبانو په وړاندې ولاړه یې او د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې.»

هغې نیلا ته په خطاب کې ویلي: «ستا زړورتیا د نجونو او د نړۍ رهبرانو ته مثال دی.»

ملالې یوسفزۍ وایي: «کله چې مې په نیویارک کې له نیلا سره ولیدل، د افغان ښځو او نجونو د ځواکمنولو لپاره د هغې هوډ ډېره هڅولې وم.»

نیلا ابراهیمي د سې شنبه په ورځ د ماشومانو د سولې هغه نړۍواله جایزه وګټله، چې له دې وړاندې د اقلیم فعالې ګریټا ټنبرګ او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې دي.

په انځور کې ملاله یوسفزۍ ده چې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په لسمه یې د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه وګټله
100%
په انځور کې ملاله یوسفزۍ ده چې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په لسمه یې د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه وګټله

ابراهیمي دا جایزه په افغانستان کې د« نجونو حقونو لپاره د زړورې مبارزې» په ویاړ ترلاسه کړې ده.

نوموړې په داسې حال کې دغه جایزه ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.
اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څه موده مخکې ویلي و، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.

د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د رویا سادات په ډایرکټرۍ د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د دوشنبې په شپه د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم مسوولینو ویلي، چې د دغه مستند فلم جوړول په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پر مهال پیل او په روان کال کې پای ته ورسید.

یو شمېر ډیپلوماتانو او په بروکسل کې داروپا د پارلمان غړو د «لبه تیز صلح» فلم ولید.

دا فلم د افغان مېرمنو د مبارزو یو تصویری او الهام بخښونکی داستان بلل شوی دی.

د دې مستند فلم جوړونکو دا یو «پیاوړی تصویري سند» بللی، چې " لیدونکي د سولې د خبرو په شاوخوا کې پټ او ښکاره واقعیتونو سره مخامخ کوي."

«لبه تیز صلح» مخکې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د هالیوډ مشهورې اداکارې مرل سټریپ له خوا معرفي شو.

دا فلم د رویا سادات په ډایرکټرۍ او لزلي توماس پروډیوسرۍ جوړ شوی، چې د خانه فلم رویا او میرا سټډیو ګډ تولید دی.

تر دې مخکې دغه فلم په کاناډا او هند کې په جشنوارو کې ښودل شوی و.

طالبانو د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی.

د دغې ادارې مشر نورالدین ترابي د سې شنبه په ورځ (د لړم ۲۹مه)د ماین پاکۍ له نړۍوالو او کورنیو موسسو له مسولینو سره په لیدنه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، ترابي ویلي چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د ماین پاکۍ لپاره مناسب وخت دی.

د راپور له مخې، د موسسو مسولینو له ښاغلي ترابي څخه ځینې غوښتنې هم کړي خو د غوښتنو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو یو شمېر مسوولینو ویلي وو، چې د ماین پاکۍ موسسې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او نړۍوال باید په دې برخه کې له موسسو سره مرستې وکړي.

طالبانو په ځلونو ویلي، چې د ماینونو د پاکولو بهیر بشردوستانه او غیر سیاسي بهیر دی او نړۍ باید په افغانستان کې د ماینونو د بشپړ پاکولو په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

په افغانستان کې د ماینونو او د پخوانیو پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې ډېری قربانیان افغان ماشومان دي.

اوچا هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې لا هم د افغانستان ۱،۲ مېلیونه متر مربع ځمکه پر ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.

طالبانو د جوی شیر سړک پر لار د درمسال د ویجاړېدو په اړه راپورونه رد کړل

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي د یو شمېر هغو رسنیو راپورونه رد کړل، چې ګواکې د جوی شیر سړک پر لار درمسال ویجاړېږي.

ښاغلي بارکزي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د جوی شیر سړک د پراخېدو لپاره په یاد مسیر جومات، درمسال او لرغوني ګودامونه نه ویجاړېږي.

بارکزی وایي: «ځینو رسنیو په ځانګړې توګه یو شمېر یوټیوبرانو له حقیقت څخه لرې راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د جوی شیر سړک پر لاره درمسال ویجارېږي. دا خبر کاملاُ دروغ دی.»

بارکزي زیاته کړه، چې د کابل ښاروالۍ له ټولو دغو یوټیوبرانو غوښتي چې دغه راپورونه له خپلو چینلونو پاک کړي او یوه تازه ویډیو کې دې خپله دغه تېروتنه اصلاح کړي.

بارکزی وایي، که چېرې یوټیوبران دغه کار ونه کړي د کابل ښاروالۍ د رسنیو برخه به دغه موضوع د رسنیو تخلفاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د جوی شیر سړک د پراخولو پلان لري.

کابل ښاروالۍ وایي، چې دغه سړک د مرکز د مهمو سړکونو څخه دی چې پراخول به یې مرکز کې د ګڼې ګوڼې د کمېدو لامل شي.

د یادولو ده، چې دغه سړک ۳۰ متره پراخ دی.