• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د جوی شیر سړک پر لار د درمسال د ویجاړېدو په اړه راپورونه رد کړل

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي د یو شمېر هغو رسنیو راپورونه رد کړل، چې ګواکې د جوی شیر سړک پر لار درمسال ویجاړېږي.

ښاغلي بارکزي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د جوی شیر سړک د پراخېدو لپاره په یاد مسیر جومات، درمسال او لرغوني ګودامونه نه ویجاړېږي.

بارکزی وایي: «ځینو رسنیو په ځانګړې توګه یو شمېر یوټیوبرانو له حقیقت څخه لرې راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د جوی شیر سړک پر لاره درمسال ویجارېږي. دا خبر کاملاُ دروغ دی.»

بارکزي زیاته کړه، چې د کابل ښاروالۍ له ټولو دغو یوټیوبرانو غوښتي چې دغه راپورونه له خپلو چینلونو پاک کړي او یوه تازه ویډیو کې دې خپله دغه تېروتنه اصلاح کړي.

بارکزی وایي، که چېرې یوټیوبران دغه کار ونه کړي د کابل ښاروالۍ د رسنیو برخه به دغه موضوع د رسنیو تخلفاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د جوی شیر سړک د پراخولو پلان لري.

کابل ښاروالۍ وایي، چې دغه سړک د مرکز د مهمو سړکونو څخه دی چې پراخول به یې مرکز کې د ګڼې ګوڼې د کمېدو لامل شي.

د یادولو ده، چې دغه سړک ۳۰ متره پراخ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

یوې افغانې نجلۍ د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

یوې ۱۷ کلنې افغانې نجلۍ چې په خپل هیواد کې په عام محضر کې د خبرو کولو اجازه نه ورکول کیږي، د افغان نجونو د حقونو د دفاع له امله یوه معتبره نړیواله جایزه ګټلې ده. نیلا ابراهیمي ته دغه جایزه د سې شنبې په ورځ ورکړل شوه.

نیلا ابراهیمي د سه شنبې په ورځ د ماشومانو د سولې هغه نړیواله جایزه وګټله، چې له دې وړاندې د اقلیم فعالې ګریټا ټنبرګ او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې دي.

ابراهیمي دا جایزه په افغانستان کې د« نجونو حقونو لپاره د زړورې مبارزې» په ویاړ ترلاسه کړې ده.

د سي اېن اېن د رپوټ له مخې، ابراهیمي د خپل غږ له لارې د طالبانو د کابل د پوهنې پر چارواکو فشار راوړ چې د نجونو پر زده کړو او سندرو ویلو بندیزونه لرې کړي. هغې سندرې ویلې او ورور یې پر خواله رسنیو خپرولې.

نوموړې ۱۵ کلنه وه، چې طالبان کابل ته ننوتل او د امریکايي ځواکونو له خروج وروسته یې واګې په لاس کې واخستې.

نوموړې «د ۳۰ مرغیو بنسټ» په مرسه لومړی پاکستان ته او له هغه ځایه کاناډا ته لاړه.

ابراهیمي د « هغې کیسه» بنسټ کېښود او نورې افغانې نجونې یې وهڅولې چې خپلې کیسې ورسره شریکې کړي او د بې غږو نجونو غږ واوسي.

نوموړې تېر کال جینوا کې د بشرحقونو ناستې ته وویل، چې هره ورځ پر هغو افغان نجونو فکر کوي چې په افغانستان کې پاتې دي.

طالبان وايي ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغان بندیانو د سپارلو د بهیر د دوام غوښتنه وکړه. طالبانو ویلي چې ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د سه شنبې په ورځ «د لړم۲۹مه» اعلان وکړ چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ایران له استازي سره وکتل.

طالبانو د کاظمي قمي له قوله ویلي: «ایران غواړي له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي».

قمي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې ایران به د چابهار بندر د فعالولو او پراختیا لپاره کار وکړي څو افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د طالبانو په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت استازي ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به خپلې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي او د هېواد په پوهنتونونو کې به علمي او ودانیزې پروژې پلې کړي.

عبدالکبیر ټینګار کړی، چې دغه ډله د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او کومې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په پرضد وکاروي.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.

که څه هم ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني خو له دې ډلې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت مدیریت طالبانو ته سپارلی دی.

طالبانو په خوست کې یوه ښځه د «بداخلاقي» په تور په دُرو وهلې ده

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه مېرمن «د غیر اخلاقي » کړنو په جرم په عام محضر کې په دُرو ووهل شوه. د طالبانو ستره محکمه زیاتوي چې دغه ښځه ۲۹ دُرې وهل شوې او په پنځه میاشتې بند محکومه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن سه شنبه «د لړم۲۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دې ښځې ته د خوست باک ولسوالۍ ابتدايي محکمې له خوا د ځايي طالب چارواکو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.

طالبانو پر دې ښځه د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په روانه اونۍ کې طالبانو د دوو ښځو په ګډون په کابل، پکتیا، تخار او بغلان ولایتونو کې اتو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.
طالبانو تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې پر یوه کس د یوه طالب د وژلو په تور د قصاص حکم هم عملي کړ.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې قصاص او بدني سزاګانو ورکولو کړنې د بشري حقونو ملاتړو ادارو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې دي خو طالبان نړیوالو غبرګونونو ته له ځواب ورکولو پرته نږدې هره ورځ خلکو ته بدني سزاګانې ورکوي او وايي په ټولنه کې «شریعت» پلی کوي.

جرمني کې دوه افغانان د یوې ۱۴ کلنې جینۍ د ځورونې په تور نیول شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د جرمني په بایرن ایالت کې پولیسو دوه افغانان له دې امله نیولي، چې له یوې ۱۴کلنې جینۍ نه یې «مچکه اخستې او په غېږ کې یې نیولې ده».

د جرمني دوو سیمه ییزو رسنیو دوناوکورییر او ریګیونال رپورټرز خبر ورکړی چې دوو ۲۰ او ۲۶ کلنو نارینه وو، چې افغانان ګڼل شوي، د دوشنبې په ماښام په ایښسټېټ ښارګوټي کې د تېلو پمپ سره له یوې جینۍ مچکه اخستې او په غیږ کې یې نیولې ده.

یادې رسنۍ وايي چې دواړه له دې جنسي ځورونې وروسته د ایښسټېټ د اورګاډو تمځي ته لاړل او له پولیسو سره یې هم د نیولو پرمهال لاس اچولی.

پولیسو دواړه پرځمکه څملولي، خو د لاسونو له تړل کېدو وروسته هم لا یو تن مقاومت کړی دی.

سرچینه وايي، چې د نوموړو د نیولو پرمهال دوه پولیس هم برسېرن ټپیان شوي.

پولیس وايي چې تورنو کسانو د جینۍ د رضایت خلاف د نوموړې غومبوری ښکل کړی او په غېږ کې یې نیولې ده.

دغه دواړه افغانان د پلټنو لپاره د اینګولشټاټ څارنوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د نیول شویو افغانانو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ملا برادر وايي طالبانو مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې «پاموړ اصلاحات» راوستي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هند او بنګله دېش له یو شمېر دیني‌عالمانو سره ناسته کې ویلي چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې پاموړ اصلاحات راوستي دي.

برادر د هند او بنګله‌ دیش له یو شمېر دیني عالمانو سره د سه شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د طالبانو په واک کې ارګ وايي، په دې ناسته کې ملابرادر وویل، چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.

طالبانو د مدرسو د تقویې ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي.

ملا برادر وايي، چې ددوی حکومت لویې اقتصادي پروژې پيل کړې او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې سوداګري پراخه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو مرستو پرته اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.

رپوټونه وايي، دې ډلې ته هره اونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو په کچه د امریکا مرستې ور رسیږي او د قطر دفتر لګښتونه یې هم واشنګټن ور کوي.

د طالبانو ارګ وايي، چې ملابرادر په دې ناسته کې وویل، « د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده».

د هند او بنګله دېش هېوادونو دغه دیني عالمان داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د نړۍ ګڼو دیني عالمانو پر طالبانو د نجونو ښوونځیو د تړلو له امله نیوکې کړې او له اسلام نه یې ددې ډلې تفسیر ناسم ګڼلی دی.