• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست کې یوه ښځه د «بداخلاقي» په تور په دُرو وهلې ده

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه مېرمن «د غیر اخلاقي » کړنو په جرم په عام محضر کې په دُرو ووهل شوه. د طالبانو ستره محکمه زیاتوي چې دغه ښځه ۲۹ دُرې وهل شوې او په پنځه میاشتې بند محکومه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن سه شنبه «د لړم۲۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دې ښځې ته د خوست باک ولسوالۍ ابتدايي محکمې له خوا د ځايي طالب چارواکو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.

طالبانو پر دې ښځه د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په روانه اونۍ کې طالبانو د دوو ښځو په ګډون په کابل، پکتیا، تخار او بغلان ولایتونو کې اتو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.
طالبانو تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې پر یوه کس د یوه طالب د وژلو په تور د قصاص حکم هم عملي کړ.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې قصاص او بدني سزاګانو ورکولو کړنې د بشري حقونو ملاتړو ادارو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې دي خو طالبان نړیوالو غبرګونونو ته له ځواب ورکولو پرته نږدې هره ورځ خلکو ته بدني سزاګانې ورکوي او وايي په ټولنه کې «شریعت» پلی کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جرمني کې دوه افغانان د یوې ۱۴ کلنې جینۍ د ځورونې په تور نیول شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د جرمني په بایرن ایالت کې پولیسو دوه افغانان له دې امله نیولي، چې له یوې ۱۴کلنې جینۍ نه یې «مچکه اخستې او په غېږ کې یې نیولې ده».

د جرمني دوو سیمه ییزو رسنیو دوناوکورییر او ریګیونال رپورټرز خبر ورکړی چې دوو ۲۰ او ۲۶ کلنو نارینه وو، چې افغانان ګڼل شوي، د دوشنبې په ماښام په ایښسټېټ ښارګوټي کې د تېلو پمپ سره له یوې جینۍ مچکه اخستې او په غیږ کې یې نیولې ده.

یادې رسنۍ وايي چې دواړه له دې جنسي ځورونې وروسته د ایښسټېټ د اورګاډو تمځي ته لاړل او له پولیسو سره یې هم د نیولو پرمهال لاس اچولی.

پولیسو دواړه پرځمکه څملولي، خو د لاسونو له تړل کېدو وروسته هم لا یو تن مقاومت کړی دی.

سرچینه وايي، چې د نوموړو د نیولو پرمهال دوه پولیس هم برسېرن ټپیان شوي.

پولیس وايي چې تورنو کسانو د جینۍ د رضایت خلاف د نوموړې غومبوری ښکل کړی او په غېږ کې یې نیولې ده.

دغه دواړه افغانان د پلټنو لپاره د اینګولشټاټ څارنوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د نیول شویو افغانانو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ملا برادر وايي طالبانو مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې «پاموړ اصلاحات» راوستي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هند او بنګله دېش له یو شمېر دیني‌عالمانو سره ناسته کې ویلي چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې پاموړ اصلاحات راوستي دي.

برادر د هند او بنګله‌ دیش له یو شمېر دیني عالمانو سره د سه شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د طالبانو په واک کې ارګ وايي، په دې ناسته کې ملابرادر وویل، چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.

طالبانو د مدرسو د تقویې ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي.

ملا برادر وايي، چې ددوی حکومت لویې اقتصادي پروژې پيل کړې او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې سوداګري پراخه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو مرستو پرته اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.

رپوټونه وايي، دې ډلې ته هره اونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو په کچه د امریکا مرستې ور رسیږي او د قطر دفتر لګښتونه یې هم واشنګټن ور کوي.

د طالبانو ارګ وايي، چې ملابرادر په دې ناسته کې وویل، « د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده».

د هند او بنګله دېش هېوادونو دغه دیني عالمان داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د نړۍ ګڼو دیني عالمانو پر طالبانو د نجونو ښوونځیو د تړلو له امله نیوکې کړې او له اسلام نه یې ددې ډلې تفسیر ناسم ګڼلی دی.

پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان له چین سره افغانستان کې د ترهګرو په اړه «قناعت وړ شواهد» شریک کړل

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې اسلام اباد د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو ډلو د پټنځایونو په اړه "قناعت وړ شواهد" شریک کړي. یو شایو یونګ تېره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړې.

د ایکسپرېس ټرېبیون د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې معلوماتو کې نوي شواهد هم شامل دي چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې سوله او ثبات ګواښي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی داسې مهال پاکستان ته لاړ، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په تړاو د خبرو په موخه اسلام اباد ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنه بلوچ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د افغانستان او لوېدیزې اسیا په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم وړایچ سره هم مفصلې خبرې کړې دي.

د یاد دهېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه نظرونه سره شریک کړل.دوی د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.»

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، سرچینو ویلي چې پاکستان د چین استازي ته د افغانستان د اوسني وضعیت او د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو له خوا د افغان خاورې د کارولو د څرنګتیا په اړه معلومات ورکړل.

سرچینو وویل چې په اسلام اباد کې چارواکو له چینايي ډېپلوماټانو سره د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو د پټنځایونو په اړه چې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ دي، قناعت وړ شواهد شریک کړي دي.

له دې وړاندې هم پاکستان ویلي و، چې په افغاکستان کې واکمن طالبان ددغه هېواد مخالفو وسله والو ته پټنځایونه ورکړي او ځینې طالبان په پاکستان کې له ټي ټي پي سره په بریدونو کې مرسته کوي.

افغان طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد وکاروي.

طالبانو پنجشېر کې ۶۰۰۹ قیراطه زمرود په څه باندې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي دفتر وايي، نن یې په دغه ولایت کې د درې لکه، ۵ زره ۹۱۰ امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰۰۹ کیراته زمرود په بولۍ کې وپلورل.

د دې دفتر د اعلامیې له مخې، په دې بولۍ کې پر افغانانو سربېره امریکايي پانګوالو هم ګډون درلود او «دا زمرود پکې په په لوړه بیه وپلورل شول .»

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي ، په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴۵۰ یې د ملاهبت الله په ځانګړي فرمان د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي او استخراج یې روان دی.

د پنجشېر لپاره د طالبان والي محمد اغا حکیم په نننۍ بولۍ کې ویلي، چې د زمردو په دغه ډول ازاد پلور سره په پنجشېر که خلکو ته کاري زمینې برابرې او د سوداګرۍ نوې لړۍ پيل شوې ده.

طالبان وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

تر هغه وروسته هم دې ډلې دا زمرود پلورلي، خو نیوکه پرې دا ده چې د زمرودو او نورو ګرانبیه ډبرو له پلور د تر لاسه شوي عاید حساب له ملت سره نه شریکوي.

د موټر چلوونکو شکایت: طالبان د کابل- کندهار پر لویه لار له موټرو باج اخلي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د کابل ـ کندهار لویې لارې ځینو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د سرک جوړونې، ټرانسپورټ او حق‌العبور ترڅنګ په بېلابېلو نومونو څو ځایه پیسې اخېستل کېږي. موټرچلوونکي وايي، څو ځله یې د طالبانو مسوولانو ته شکایت کړی خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د کابل ـ کندهار لویې لارې ځینو موټر چلوونکو نن سې شنبه «د لړم۲۹مه» وویل چې طالبان د کابل له دروازې پیل تر کندهاره پورې څو ځایه له سوداګریزو او وړو مساپر وړونکو موټرو پیسې اخلي.

دغو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د کابل -کندهار لویې لارې تر منځ اسانتیاوې رامنځته شوې وې او باج اخیستل پای ته رسېدلي وو، خو د طالبانو له یو کلنې واکمنۍ وروسته په لویو لارو کې باج اخیستل یو ځل بیا پیل شوي دي.

د کابل- کندهار لویې لارې یو موټرچلوونکی وايي:« د وردګو، غزني او کندهار په حدودو کې په ساده جامو کې ولاړ وي او وسلې ورسره وي، په زوره له موټر چلوونکو پیسې ټولوي»

ځینې موټر چلوونکي وايی چې د سرک جوړونې، ټرانسپورټ او حق العبور په نامه پیسې یو ځل ورکول کېږی او رسیدونه هم ترلاسه کوي خو په وروستیو کې د میدان وردګو-غزني او غزني -کندهار ترمنځ څو چیک پواینټونه جوړ شوي او له رسیدونو ورکولو پرته پیسې اخلي.

د سوداګریزو توکو بار وړونکو موټرو ځیني ډرېوران وايي، له رسمي ځایونو پرته، چې دوی د رسید په اساس پیسې ورکوي، د میدان وردګ، غزني او کندهار په بېلابېلو سیمو کې وسله وال طالبان له زرو افغانیو نیولې تر درې زره افغانۍ پیسې غواړي.

په کابل کې د کندهار اډې ځینې ټرانسپورټي کمپنۍ وايي، چې یوازې په سوداګریزو توکو بار موټر له دې ستونزې سره مخ نه دي بلکې په دې وروستیو کې واړه مساپر وړونکي موټر هم له ورته وضعیت څخه شکایت کوي.

یو کرولا موټر چلوونکی وايي، چې یو خوا خراب اقتصادي حالت او بل خوا په لویو لارو کې په بېلابېلو نومونو باج اخیستلو د دوی ژوند سخت کړی او دومره ګټي چې بېرته یې په چیک پواینټونو کې ورکړي .

دغه موټرچلوونکی زیاتوي، « موږ د دولت مالیې د ورکړې توان نه لرو او د خپلسري باج له ورکولو ښه ده، چې له دې کاره لاس په سر شو.»

د کابل- کندهار لویې لارې موټرچلوونکي د طالبانو له چارواکو غواړی چې پر دې لاره شته خپلسریو او باج اخیستو مخه ونیسي.