• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغان بندیانو د سپارلو د بهیر د دوام غوښتنه وکړه. طالبانو ویلي چې ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د سه شنبې په ورځ «د لړم۲۹مه» اعلان وکړ چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ایران له استازي سره وکتل.

طالبانو د کاظمي قمي له قوله ویلي: «ایران غواړي له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي».

قمي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې ایران به د چابهار بندر د فعالولو او پراختیا لپاره کار وکړي څو افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د طالبانو په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت استازي ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به خپلې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي او د هېواد په پوهنتونونو کې به علمي او ودانیزې پروژې پلې کړي.

عبدالکبیر ټینګار کړی، چې دغه ډله د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او کومې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په پرضد وکاروي.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.

که څه هم ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني خو له دې ډلې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت مدیریت طالبانو ته سپارلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې یوه ښځه د «بداخلاقي» په تور په دُرو وهلې ده

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه مېرمن «د غیر اخلاقي » کړنو په جرم په عام محضر کې په دُرو ووهل شوه. د طالبانو ستره محکمه زیاتوي چې دغه ښځه ۲۹ دُرې وهل شوې او په پنځه میاشتې بند محکومه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن سه شنبه «د لړم۲۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دې ښځې ته د خوست باک ولسوالۍ ابتدايي محکمې له خوا د ځايي طالب چارواکو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.

طالبانو پر دې ښځه د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په روانه اونۍ کې طالبانو د دوو ښځو په ګډون په کابل، پکتیا، تخار او بغلان ولایتونو کې اتو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.
طالبانو تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې پر یوه کس د یوه طالب د وژلو په تور د قصاص حکم هم عملي کړ.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې قصاص او بدني سزاګانو ورکولو کړنې د بشري حقونو ملاتړو ادارو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې دي خو طالبان نړیوالو غبرګونونو ته له ځواب ورکولو پرته نږدې هره ورځ خلکو ته بدني سزاګانې ورکوي او وايي په ټولنه کې «شریعت» پلی کوي.

جرمني کې دوه افغانان د یوې ۱۴ کلنې جینۍ د ځورونې په تور نیول شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د جرمني په بایرن ایالت کې پولیسو دوه افغانان له دې امله نیولي، چې له یوې ۱۴کلنې جینۍ نه یې «مچکه اخستې او په غېږ کې یې نیولې ده».

د جرمني دوو سیمه ییزو رسنیو دوناوکورییر او ریګیونال رپورټرز خبر ورکړی چې دوو ۲۰ او ۲۶ کلنو نارینه وو، چې افغانان ګڼل شوي، د دوشنبې په ماښام په ایښسټېټ ښارګوټي کې د تېلو پمپ سره له یوې جینۍ مچکه اخستې او په غیږ کې یې نیولې ده.

یادې رسنۍ وايي چې دواړه له دې جنسي ځورونې وروسته د ایښسټېټ د اورګاډو تمځي ته لاړل او له پولیسو سره یې هم د نیولو پرمهال لاس اچولی.

پولیسو دواړه پرځمکه څملولي، خو د لاسونو له تړل کېدو وروسته هم لا یو تن مقاومت کړی دی.

سرچینه وايي، چې د نوموړو د نیولو پرمهال دوه پولیس هم برسېرن ټپیان شوي.

پولیس وايي چې تورنو کسانو د جینۍ د رضایت خلاف د نوموړې غومبوری ښکل کړی او په غېږ کې یې نیولې ده.

دغه دواړه افغانان د پلټنو لپاره د اینګولشټاټ څارنوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د نیول شویو افغانانو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ملا برادر وايي طالبانو مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې «پاموړ اصلاحات» راوستي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هند او بنګله دېش له یو شمېر دیني‌عالمانو سره ناسته کې ویلي چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې پاموړ اصلاحات راوستي دي.

برادر د هند او بنګله‌ دیش له یو شمېر دیني عالمانو سره د سه شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د طالبانو په واک کې ارګ وايي، په دې ناسته کې ملابرادر وویل، چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.

طالبانو د مدرسو د تقویې ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي.

ملا برادر وايي، چې ددوی حکومت لویې اقتصادي پروژې پيل کړې او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې سوداګري پراخه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو مرستو پرته اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.

رپوټونه وايي، دې ډلې ته هره اونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو په کچه د امریکا مرستې ور رسیږي او د قطر دفتر لګښتونه یې هم واشنګټن ور کوي.

د طالبانو ارګ وايي، چې ملابرادر په دې ناسته کې وویل، « د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده».

د هند او بنګله دېش هېوادونو دغه دیني عالمان داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د نړۍ ګڼو دیني عالمانو پر طالبانو د نجونو ښوونځیو د تړلو له امله نیوکې کړې او له اسلام نه یې ددې ډلې تفسیر ناسم ګڼلی دی.

پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان له چین سره افغانستان کې د ترهګرو په اړه «قناعت وړ شواهد» شریک کړل

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې اسلام اباد د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو ډلو د پټنځایونو په اړه "قناعت وړ شواهد" شریک کړي. یو شایو یونګ تېره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړې.

د ایکسپرېس ټرېبیون د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې معلوماتو کې نوي شواهد هم شامل دي چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې سوله او ثبات ګواښي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی داسې مهال پاکستان ته لاړ، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په تړاو د خبرو په موخه اسلام اباد ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنه بلوچ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د افغانستان او لوېدیزې اسیا په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم وړایچ سره هم مفصلې خبرې کړې دي.

د یاد دهېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه نظرونه سره شریک کړل.دوی د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.»

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، سرچینو ویلي چې پاکستان د چین استازي ته د افغانستان د اوسني وضعیت او د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو له خوا د افغان خاورې د کارولو د څرنګتیا په اړه معلومات ورکړل.

سرچینو وویل چې په اسلام اباد کې چارواکو له چینايي ډېپلوماټانو سره د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو د پټنځایونو په اړه چې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ دي، قناعت وړ شواهد شریک کړي دي.

له دې وړاندې هم پاکستان ویلي و، چې په افغاکستان کې واکمن طالبان ددغه هېواد مخالفو وسله والو ته پټنځایونه ورکړي او ځینې طالبان په پاکستان کې له ټي ټي پي سره په بریدونو کې مرسته کوي.

افغان طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد وکاروي.

طالبانو پنجشېر کې ۶۰۰۹ قیراطه زمرود په څه باندې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي دفتر وايي، نن یې په دغه ولایت کې د درې لکه، ۵ زره ۹۱۰ امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰۰۹ کیراته زمرود په بولۍ کې وپلورل.

د دې دفتر د اعلامیې له مخې، په دې بولۍ کې پر افغانانو سربېره امریکايي پانګوالو هم ګډون درلود او «دا زمرود پکې په په لوړه بیه وپلورل شول .»

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي ، په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴۵۰ یې د ملاهبت الله په ځانګړي فرمان د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي او استخراج یې روان دی.

د پنجشېر لپاره د طالبان والي محمد اغا حکیم په نننۍ بولۍ کې ویلي، چې د زمردو په دغه ډول ازاد پلور سره په پنجشېر که خلکو ته کاري زمینې برابرې او د سوداګرۍ نوې لړۍ پيل شوې ده.

طالبان وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

تر هغه وروسته هم دې ډلې دا زمرود پلورلي، خو نیوکه پرې دا ده چې د زمرودو او نورو ګرانبیه ډبرو له پلور د تر لاسه شوي عاید حساب له ملت سره نه شریکوي.