طالبانو د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی.
د دغې ادارې مشر نورالدین ترابي د سې شنبه په ورځ (د لړم ۲۹مه)د ماین پاکۍ له نړۍوالو او کورنیو موسسو له مسولینو سره په لیدنه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، ترابي ویلي چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د ماین پاکۍ لپاره مناسب وخت دی.
د راپور له مخې، د موسسو مسولینو له ښاغلي ترابي څخه ځینې غوښتنې هم کړي خو د غوښتنو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو یو شمېر مسوولینو ویلي وو، چې د ماین پاکۍ موسسې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او نړۍوال باید په دې برخه کې له موسسو سره مرستې وکړي.
طالبانو په ځلونو ویلي، چې د ماینونو د پاکولو بهیر بشردوستانه او غیر سیاسي بهیر دی او نړۍ باید په افغانستان کې د ماینونو د بشپړ پاکولو په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
په افغانستان کې د ماینونو او د پخوانیو پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې ډېری قربانیان افغان ماشومان دي.
اوچا هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې لا هم د افغانستان ۱،۲ مېلیونه متر مربع ځمکه پر ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي د یو شمېر هغو رسنیو راپورونه رد کړل، چې ګواکې د جوی شیر سړک پر لار درمسال ویجاړېږي.
ښاغلي بارکزي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د جوی شیر سړک د پراخېدو لپاره په یاد مسیر جومات، درمسال او لرغوني ګودامونه نه ویجاړېږي.
بارکزی وایي: «ځینو رسنیو په ځانګړې توګه یو شمېر یوټیوبرانو له حقیقت څخه لرې راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د جوی شیر سړک پر لاره درمسال ویجارېږي. دا خبر کاملاُ دروغ دی.»
بارکزي زیاته کړه، چې د کابل ښاروالۍ له ټولو دغو یوټیوبرانو غوښتي چې دغه راپورونه له خپلو چینلونو پاک کړي او یوه تازه ویډیو کې دې خپله دغه تېروتنه اصلاح کړي.
بارکزی وایي، که چېرې یوټیوبران دغه کار ونه کړي د کابل ښاروالۍ د رسنیو برخه به دغه موضوع د رسنیو تخلفاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د جوی شیر سړک د پراخولو پلان لري.
کابل ښاروالۍ وایي، چې دغه سړک د مرکز د مهمو سړکونو څخه دی چې پراخول به یې مرکز کې د ګڼې ګوڼې د کمېدو لامل شي.
د یادولو ده، چې دغه سړک ۳۰ متره پراخ دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې له علم سره د خلکو دنیا او اخرت جوړېږي او امربالمعروف او نهې عن المنکر هم د علم له لارې ترسره کېږي. نوموړی وایي، چې ملت او نظام مسلکي او لوستو کسانو ته اړتیا لري.
ندیم دغه خبرې په زابل ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړې او دغه راز یې له محصلینو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې چې د زابل ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم برخه اخیستې وه، په جلا جلا ویناوو کې یې وویل، چې افغانان اوسمهال دیني او عصري علومو ته اړتیا لري.
د دوی په خبره، افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو څخه لسګونه کاله وروسته پاتې دی او اوس باید د دیني او عصري زده کړو له لارې له نورو سره سیال شي.
دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې کوي، چې پر افغانستان د ډلې له واکمنېدو راهیسې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو له بندېدو سره - سره په ټولو ښوونیزو مرکزونو کې غصري زده کړو ته پاملرنه کمه شوې ده.
د یو شمېر افغانانو په خبره، طالبان اوسمهال د ښوونځيو او پوهنتونونو په پرتله مدرسو ته پاملرنه زیاته کړې ده او له عصري علومو فارغ ځوانان یې له دندو لېري کړي او ان پر ځينو مسلکي برخو يې هم ملایان ګومارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هند او بنګله دېش له یو شمېر دینيعالمانو سره ناسته کې ویلي، چې دوی هڅه کړې اسلام په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړي او په ښوونیز نصاب کې یې هم د پام وړ اصلاحات راوستي دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د روان کال د وږي په میاشت کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي و، چې په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زده کړو» مرکزونه فعالیت کوي، چې په دغو مرکزونو کې ټولټال درې ميليون ۶۸۷ زره او ۲۰۰ زده کوونکي په زدهکړو بوخت دي.
یو شمېر هېوادوال بیا د دیني مدرسو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، چې په هېواد کې دیني مدرسې افراطیت ته زمینه برابروي.
خو طالب چارواکو بیا په وار - وار ویلي، چې د ښوونځيو او مدرسو تر منځ واټن له منځه تللی دی او هېڅوک نه شي کولی د ښوونځي، مدرسې او د طالب او محصل ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د مدرسې له نوم څخه د افغانانو په ګډون د نړۍ د ډېر شمېر هېوادونو وېره تر هغه وروسته زیاته شوې ده، چې په طالبي مدرسو کې له کلونو راهیسې زرګونه ځانمرګي بریدګر روزل شوي دي او د راپورونو له مخې؛ دا لړۍ همداراز دوام لري.

یوې ۱۷ کلنې افغانې نجلۍ چې په خپل هیواد کې په عام محضر کې د خبرو کولو اجازه نه ورکول کیږي، د افغان نجونو د حقونو د دفاع له امله یوه معتبره نړیواله جایزه ګټلې ده. نیلا ابراهیمي ته دغه جایزه د سې شنبې په ورځ ورکړل شوه.
نیلا ابراهیمي د سه شنبې په ورځ د ماشومانو د سولې هغه نړیواله جایزه وګټله، چې له دې وړاندې د اقلیم فعالې ګریټا ټنبرګ او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې دي.
ابراهیمي دا جایزه په افغانستان کې د« نجونو حقونو لپاره د زړورې مبارزې» په ویاړ ترلاسه کړې ده.
د سي اېن اېن د رپوټ له مخې، ابراهیمي د خپل غږ له لارې د طالبانو د کابل د پوهنې پر چارواکو فشار راوړ چې د نجونو پر زده کړو او سندرو ویلو بندیزونه لرې کړي. هغې سندرې ویلې او ورور یې پر خواله رسنیو خپرولې.
نوموړې ۱۵ کلنه وه، چې طالبان کابل ته ننوتل او د امریکايي ځواکونو له خروج وروسته یې واګې په لاس کې واخستې.
نوموړې «د ۳۰ مرغیو بنسټ» په مرسه لومړی پاکستان ته او له هغه ځایه کاناډا ته لاړه.
ابراهیمي د « هغې کیسه» بنسټ کېښود او نورې افغانې نجونې یې وهڅولې چې خپلې کیسې ورسره شریکې کړي او د بې غږو نجونو غږ واوسي.
نوموړې تېر کال جینوا کې د بشرحقونو ناستې ته وویل، چې هره ورځ پر هغو افغان نجونو فکر کوي چې په افغانستان کې پاتې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغان بندیانو د سپارلو د بهیر د دوام غوښتنه وکړه. طالبانو ویلي چې ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د سه شنبې په ورځ «د لړم۲۹مه» اعلان وکړ چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ایران له استازي سره وکتل.
طالبانو د کاظمي قمي له قوله ویلي: «ایران غواړي له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي».
قمي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې ایران به د چابهار بندر د فعالولو او پراختیا لپاره کار وکړي څو افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د طالبانو په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت استازي ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به خپلې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي او د هېواد په پوهنتونونو کې به علمي او ودانیزې پروژې پلې کړي.
عبدالکبیر ټینګار کړی، چې دغه ډله د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او کومې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په پرضد وکاروي.
د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.
که څه هم ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني خو له دې ډلې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت مدیریت طالبانو ته سپارلی دی.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه مېرمن «د غیر اخلاقي » کړنو په جرم په عام محضر کې په دُرو ووهل شوه. د طالبانو ستره محکمه زیاتوي چې دغه ښځه ۲۹ دُرې وهل شوې او په پنځه میاشتې بند محکومه شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې نن سه شنبه «د لړم۲۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دې ښځې ته د خوست باک ولسوالۍ ابتدايي محکمې له خوا د ځايي طالب چارواکو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.
طالبانو پر دې ښځه د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
په روانه اونۍ کې طالبانو د دوو ښځو په ګډون په کابل، پکتیا، تخار او بغلان ولایتونو کې اتو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.
طالبانو تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې پر یوه کس د یوه طالب د وژلو په تور د قصاص حکم هم عملي کړ.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې قصاص او بدني سزاګانو ورکولو کړنې د بشري حقونو ملاتړو ادارو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې دي خو طالبان نړیوالو غبرګونونو ته له ځواب ورکولو پرته نږدې هره ورځ خلکو ته بدني سزاګانې ورکوي او وايي په ټولنه کې «شریعت» پلی کوي.
