• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا استازو جرګې متحده ایالاتو ته د افغان همکارانو د لېږد نوې لایحه تصویب کړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د امریکا استازو جرګې هغه لایحه تصویب کړه، چې له مخې به یې د هغه هېواد افغان همکاران واشنګټن ته ولېږدول شي. د دغې لایحې له مخې به د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یو همغږې کوونکې اداره جوړه شي، چې د افغان همکارانو د لېږد په بهیر کې به مرسته کوي.

د دغې لایحې په متن کې «په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانانو د لېږدولو لپاره د هڅو همغږې کوونکې اداره» جوړه شي، چې د کانګرېس په وېب پاڼه کې یې هم یادونه شوې ټینګار شوی چې «په شرایطو برابرو افغانانو د بیا مېشتېدنې او له افغانستانه د هغوی د اېستلو په کار کې به هڅې کېږي» دا به د بهرنیو چارو وزارت په اډانه کې د همغږې کوونکې ادارې مسوولیت وي.
د دې تر څنګ د دغې لایحې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همغږې کوونکې اداره به د افغانانو د مېشتېدا په کار کې د دغه وزارت او د امریکا د دولت له هڅو ملاتړ کوي.
دغه لایحه د لومړي ځل لپاره د استازو جرګې د نوادا ایالت د غړې دینا تیتوس له‌خوا (د تلې میاشت په ۲۴مه) جرګې ته وړاندې شوې وه.
دغه لایحه دوه ورځې وړاندې د چهارشنبې په ورځ (د لړم میاشتې په ۳۰مه) د ۳۳۴ موافقو، ۶۳ مخالفو او ۳۶ ممتنعو رایو تصویب شوه.
مېرمن تیتوس د دغه قانون له تصویب وروسته په خپله اېکس پاڼه ولیکل:« ویاړم چې د دغې لایحې مشري مې په غاړه وه او له مخې به یې هغه افغان همکاران امریکا ته راولېږدېږي، چې زموږ سره یې مرسته کړې او دا مهال په افغانستان کې د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ دي.»
د امریکا د استازو جرګه داسې مهال دا لایحه تصویبوي، چې زرګونه افغانان همدا اوس هم په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې امریکا ته د سفر لپاره په تمه دي.
دغه کډوال چې ځیني یې له درې کاله را په دې خوا له افغانستانه وتلي، له دې امله هم اندېښمن دي چې د ډونالد ټرمپ په اداره کې به د هغوی د لېږد بهیر ودرول شي.
دمګړۍ امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد لړۍ ډېره پڅه او مټه پر مخ روانه ده.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۴

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۵

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟