اسراییل ادعا کوي، چې د غزې په بیت لاحیه کې یې د حماس پنځه جنګیالي وژلي دي

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د غزې په شمال بیت لاحیه ښارګوټي کې یې د حماس پنځه جنګیالي وژلي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د غزې په شمال بیت لاحیه ښارګوټي کې یې د حماس پنځه جنګیالي وژلي دي.
نوموړی وایي، د تېرې ورځې په بریدونو کې یې د حماس جنګیالیو ته مرګژوبله اړولې ده.
حماس د پنجشنبې په ماسپښین بیا وویل، چې په بیت لاحیه کې د اسراییل په بریدونو کې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۱۲ کسان وژل شوي دي.تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لوېدیځ ته ویلي و، تاسو نه شرمیږئ چې د بشري حقونو د دفاع خبره کوئ.هغه وایي، امریکایي او اروپایي هېوادونه په غزه کې د ښځو او ماشومانو په وژنه بوخت دي او ورسره بیا د بشري حقونو خبرې هم کوي.له بل پلوه تېره ورځ د جرمونو نړۍوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دغه هېواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ.اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او په غزه کې د جګړې له کبله په جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور تورن شوي دي.


په پاکستان کې د پولیو دوه تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۲ ته لوړ شو.
دغه دوه تازه پېښې د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ثبتې شوې دي.
دغه دوه تازه پېښې په یو ۱۸ میاشتني ماشوم او یوې درې کلنې ماشومې کې لیدل شوې دي.
د وروستیو شمېرو له مخې، په بلوچستان کې ۲۴، په خیبرپښتونخوا کې ۱۳، په سند کې ۱۳ او په اسلام اباد او پنجاب کې بیا یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
تر دې وړاندې (د لړم په ۲۹مه) د پولیو وروستۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې څخه راپور شوې وه.
روغتیایي چارواکي د دغې د مخنیوي وړ ناروغۍ د خپرېدو د ورکولو لپاره د واکسین کمپاین پر اهمیت ټینګار کوي، چې په پاکستان کې د عامې روغتیا یوه لویه ننګونه ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.
د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په مکرر ډول د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې مرسته وکړي.

د اسراییل د دفاع پخوانی وزیر یواو ګلانټ وایي، چې د نړۍوالې محکمې د پرېکړې له مخې د اسراییل د لومړي وزیر نیول د «اسراییلي خلکو وژلو ته د مشروعیت ورکولو او پر مېرمنو، ماشومانو او بوډاګانو تېري کوونکو ته د جایزې ورکولو مانا لري.»
ګلانټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه شان پرېکړې په نړۍواله کچه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پخوانۍ مخینه له ګواښ سره مخامخوي.
د نړۍوالې محکمې قاضیانو د پنجشنبې په ورځ د لېندۍ په لومړۍ نېټه د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو او د هغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یواو ګلانټ د نیولو پرېکړه وکړه او د اسراییل د اعتراص له غوښتنې سره یې مخالفت په ډاګه کړ.
نتنیاهو او ګالانټ د هاګ محکمې د پرېکړې له مخې د «جنګي جرمونو» او «بشري جنایت» په تور تورن شوي دي.
د نتنیاهو دفتر دغه پرېکړه د «یهودانو سره دوښمني» او د دغې محکمې لهخوا لګېدلي تورونه یې «بې بنسټه او دروغجن» وبلل.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل:« موږ د څارنوالۍ د دغې بېړنۍ پرېکړې له امله سخت اندېښمن شوي یو او د محکمې دغه پرېکړه یوه تېروتنه بولو.»
که څه هم چې کاناډا او اروپا له دغې پرېکړې ننګه او ملاتړ کړی؛ خو داسې ښکاري چې ښایي ډېره عملي بڼه و نه لري، ځکه چې امریکا او د هغې اصلي ملګری اسراییل لا تر اوسه د دغې نړۍوالې محکمې غړیتوب نه دی تر لاسه کړی.

د خيبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې امنیتي چارواکو پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري ته ویلي، چې د مساپرو پر موټرو بريد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شو او ۱۶ نور ټپیان دي.
خو دغې رسنۍ د خپلې یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په دغې پېښه کې ٥١ کسان وژل شوي او شاوخوا ٨١ ټپيان دي، چې دوه سرتېري هم په کې شامل دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې په وژل شويو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم هم شامل دی.
دغه ګاډي چې د پاړه چنار څخه پېښور ته روان وو، په کاروان یې ناپېژاندو کسانو ډزې کړې دي.
په خيبر پښتونخوا کې چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
پولیس چارواکي وایي، چې په لاره کې د غرونو له لمنو پر موټرو ډزې شوې چې له ډزو وروسته په سيمهييزه کچه د دوو ډلو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده.
د پاکستان ولسمشر دغه پېښه غندلې ده.
اصف زرداري ویلي، چې په مساپرو برید یوه ناځوانه او غیر انساني کړنه ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خيبر پښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور سره د ټيليفون په کرښه په دغې صوبه کې د ترهګرۍ پر پېښو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه پېښه کې یو پاکستانی خبریال هم وژل شوی.
جنان حسین چې خبریال او د کورمې پرېس کلب غړی هم و په دغې پېښه کې وژل شوی دی.
نوموړی له مالیزیا څخه له لس ورځني سفر وروسته کور ته راستون شوی و.


له هغې وروسته چې د امریکا لویې څارنوالۍ لپاره نوماند مټ ګېټس له خپلې نوماندۍ تېر شو؛ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلوریډا ایالت لویه څارنواله پاملا بانډي د هغه پر ځای د هغه هېواد د لویې څارنوالې په توګه وټاکله.
ښاغلي ټرمپ وویل، د عدلیې وزارت نن سبا سیاسي چلند کوي او په وینا یې نور نه غواړي چې دغه وزارت د هغه او جمهوري غوښتونکو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي.
ټرمپ پاملا بانډي د ژور فکر خاونده او سرسخته مېرمن یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې مېرمن بانډي به وتوانېږي چې د عدلیې وزارت ټولې چارې د جنایتونو پر ضد مبارزې ورټولې کړي او امریکا ته به یو ځلې بیا امن او سوکالي ور په برخه شي.
۵۹ کلنه مېرمن بانډي د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د امریکا د قانون پلي کولو د ځواکونو لوړ پوړې افسره وه.
هغې د دونالد ټرمپ په تېره دوره کې د نشهیي توکو څخه د ناوړه کار اخیستنې پر ضد کمېسیون کې هم دنده لرله.
تر دې وړاندې دونالد ټرمپ مټ کېټس د امریکا د لوی څارنوال په توګه نومولی و؛ خو هغه د هغه رپوټ له خپرېدا وروسته له دغې نوماندۍ تېر شو، چې د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې تورونه پرې لګول شوي ول.
هغه په خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د نوماندۍ بهیر یې په واشنګټن کې په غیر ضروري تاوتریخوالي بدل شوی دی.
د ګېټس د نوماندېدو په اړه چې په ناوړه جنسي کړنې تورن دی، د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو لهخوا یې هم مخالفت شوی و.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لوېدیځ ته وایي، له هغه بشري حقونو چې تاسو ترې دفاع کوئ، ډېره شرمونکې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په سیستان او بلوچستان کې یوې ناسته کې د وینا پرمهال کړې دي.
هغه وایي، امریکایي او اروپایي هېوادونو ته نه ښایي له یوې خوا په غزه کې د ښځو او ماشومانو په وژنه بوخت دي او له بله پلوه بیا د بشري حقونو خبرې کوي.
هغه زیاته کړې، د هغو بشري حقونو چې تاسو یې خبرې کوئ، د شرم وړ خبره ده.
هغه د ایران خلاف د بشري حقونو ضد پرېکړه لیک په اړه وویل:« کله چې همدغه کسان زموږ پر وړاندې د بشري حقونو پرېکړه لیک صادروي، دوی د بشري حقونو خبره کوي؛ ډېره د شرم وړ خبره ده.»
ښاغلي پزشکیان وړاندې ویلي، چې اسراییلي پوځ په غزه کې ټول جنایتونه ترسره کړي دي؛ خو دوی یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي او اوس زموږ پر وړاندې د بشري حقونو ادعا کوي.
هغه ویلي:« که تاسو د بشري حقونو په اړه دومره فکر کوئ؛ نو ولې په غزه کې پر هغو مظلومو خلکو بمبارۍ کېږي او تاسو یې بیا پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوئ؟ اسراییلي پوځ د دې پرځای چې د اصلي کسانو سره مخامخ جګړه وکړي، بې ګناه ښځې او ماشومان بمباروي. د شرم وړ خبره ده، چې تاسو د اسراییلي پوځ ملاتړي یاست او بیا د بشري حقونو خبرې هم کوئ.»