پزشکیان لوېدیځ ته: دا ډېره شرمونکې ده، چې تاسو د بشري حقونو یادونه او ملاتړ کوئ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لوېدیځ ته وایي، له هغه بشري حقونو چې تاسو ترې دفاع کوئ، ډېره شرمونکې ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لوېدیځ ته وایي، له هغه بشري حقونو چې تاسو ترې دفاع کوئ، ډېره شرمونکې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په سیستان او بلوچستان کې یوې ناسته کې د وینا پرمهال کړې دي.
هغه وایي، امریکایي او اروپایي هېوادونو ته نه ښایي له یوې خوا په غزه کې د ښځو او ماشومانو په وژنه بوخت دي او له بله پلوه بیا د بشري حقونو خبرې کوي.
هغه زیاته کړې، د هغو بشري حقونو چې تاسو یې خبرې کوئ، د شرم وړ خبره ده.
هغه د ایران خلاف د بشري حقونو ضد پرېکړه لیک په اړه وویل:« کله چې همدغه کسان زموږ پر وړاندې د بشري حقونو پرېکړه لیک صادروي، دوی د بشري حقونو خبره کوي؛ ډېره د شرم وړ خبره ده.»
ښاغلي پزشکیان وړاندې ویلي، چې اسراییلي پوځ په غزه کې ټول جنایتونه ترسره کړي دي؛ خو دوی یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي او اوس زموږ پر وړاندې د بشري حقونو ادعا کوي.
هغه ویلي:« که تاسو د بشري حقونو په اړه دومره فکر کوئ؛ نو ولې په غزه کې پر هغو مظلومو خلکو بمبارۍ کېږي او تاسو یې بیا پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوئ؟ اسراییلي پوځ د دې پرځای چې د اصلي کسانو سره مخامخ جګړه وکړي، بې ګناه ښځې او ماشومان بمباروي. د شرم وړ خبره ده، چې تاسو د اسراییلي پوځ ملاتړي یاست او بیا د بشري حقونو خبرې هم کوئ.»

د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت نومبر میاشت د پاکستان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ میاشت بللې او ویلي یې دي، سره له دې چې د روانې میاشتې پای ته شاوخوا یوه اونۍ پاتې ده؛ خو بیا هم د دغه هېواد ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
خو د پاکستان مخالفې وسلهوالې ډلې بیا وایي، چې د دغو ځواکونو د وژلو شمېرې تر هغې څو برابره زیاتې دي چې حکومتي سرچېنې یې له رسنیو سره شریکوي.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیوت په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په لومړۍ نېټه) یې خپور کړی ویلي، چې په همدغه موده کې د وسلهوالو ډلو ۶۳ تنه هم وژل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې تېره میاشت په همدومره موده کې ۳۰ تنه امنیتي ځواکونه د وسلهوالو ډلو سره په نښتو کې وژل شوي وو چې دغه نوې شمېرو کې نږدې دوه برابره زیاتوالی راغلی.
په راپور کې زیاته شوې، چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې د مخالفو وسلهوالو ډلو لهخوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ۷۸۵ بریدونه شوي چې له امله یې ۹۵۱ تنه وژل شوي او ۹۶۶ نور ټپیان شوي دي.
له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړی، پر پاکستاني پوځیانو د وسلهوالو ډلو بریدونو زور اخیستی، چې سږنی کال په دغه اخ و ډب کې پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي.
پاکستاني چارواکي د دغو وسلهوالو بریدونو پړه پر ټيټيپي ډلې اچوي او وایي، چې د دغې ډلې وسلهوال په افغانستان کې دېره دي او له هماغه ځایه د دوی پر ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړوي، هغه ادعا چې هم طالبانو او هم ټيټيپي ډلې په وار، وار رد کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې دغه هیواد به د نړۍوالو قوانینو له مخې یو ځل بیا پر اسراییل برید وکړي او دا برید به خامخا ترسره کېږي. هغه وویل: "موږ به په عملیاتو کې هېڅ ډول ځنډ او بېړه ونه کړو، او ۳ عملیات به له ژمنې سره سم ترسره شي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان له المیادین شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه؛ دا چې په کومو شرایطو، کله او په کومه بڼه به برید وکړي، دا ټول په مناسبو شرایطو پورې اړه لری چې باید د دغه ځواب ویلو لپاره چمتو شی.
هغه خبرداری ورکړ، چې که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي، ایران به یې هم ځواب ورکړي.
عراقچي ویلي، چې اسراییل غواړي ایران په سیمه کې جګړې ته اړ کړي.
د ایران د راکټي بریدونو په ځواب کې اسراییل د لړم په څلورمه نېټه پر دغه هېواد برید وکړ. شاوخوا ۱۴۰ اسراییلي جنګي الوتکو د بریدونو په درېیو څپو کې د ایران په درېیو ولایتونو کې ۲۰ موخې په نښه کړې. تر اوسه د هدفونو دقیق نوملړ نه دی اعلان شوی، خو د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې اوس اسراییل د ایران په اسمان کې له پراخې ازادۍ برخمن دي.

د امریکا د لوی څارنوالۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ نوماند مټ ګیټس د هغه له خوا د جنسي تېري د تورونو په اړه د راپور له خپریدو وروسته له خپلې نوماندۍ څخه تېر شو. نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د ده د نوماندۍ د تایید بهیر په واشنګټن کې د یوې ناضروري شخړې لامل شوی.
ګیټس چې د تاییدې په صورت کې به یې د امريکا د لوي څارنوالۍ او د عدليې وزارت مسووليت پر غاړه درلود، د دغه مقام لپاره یې د جمهوريت پاله سناتورانو ملاتړ ته اړتيا درلوده، خو د ځينو د مخالفت له امله يې د دې دندې لپاره یې تایید کیدو چانس تر پوښتنې لاندې راغی.
ځینو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د هغه د بریا په اړه شک څرګند کړی، که څه هم هېڅ یو یې په ښکاره توګه نه و ویلي چې دوی به د هغه مخالفت وکړي. جمهوري غوښتونکي سناتور سینتیا لومیس وویل، د ګیټس پرېکړه ټرمپ ته دا فرصت ورکوي چې یو غوره نوماند معرفي کړي.
مټ ګیټس چې تېره اوونۍ یې د امریکا له استازو جرګې استعفا وکړه، د جنسي تېري له تورونو سره مخامخ دی. د ولسي جرګې د اخلاقو کمېټه له یوې ۱۷کلنې نجلۍ سره د هغه د جنسي اړیکو د تور په اړه څېړنې کړې، خو تر اوسه یې د څیړنو د پایلو د خپرولو اجازه نه ده ترلاسه کړې. ۴۲کلن ګیټس دغه تور رد کړی دی.
واشنګټن پوسټ په دې وروستیو کې په یو راپور کې لیکلي، چې دوو نجونو د ولسي جرګې د اخلاقو کمېټې په څیړنو کې شهادت ورکړی چې ګیتس دوی او هغو خلکو ته چې «جنسي میلمستیا» ته تللي و د جنسي اړیکې لپاره پیسې ورکړې وې.
د دغو نجونو وکیل وویل، چې د هغه موکلانې په ۲۰۱۷ کال کې په یوې مېلمستیا کې له یوې «کم عمره» نجلۍ سره د ګیټس د جنسي اړیکي شاهدانې دي چې مخدره توکي یې هم کارولي و. ګیټس هغه مهال د نجلۍ د عمر په اړه ناخبره و، خو وروسته ورته وویل شول چې هغه کم عمره وه.
هغه په ۲۰۲۰کال کې د جنسي قاچاق په تړاو د یوې قضیې په اړه له څیړنو سره مخامخ شوی و، خو دا قضیه په ۲۰۲۳کې وتړل شوه.
ګیټس هېڅکله د عدلیې په وزارت کې دنده نه ده ترسره کړې، او نه یې هم د څارنوال یا قاضي په توګه کله کار کړی. د هغه ټوله تجربه داده چې حقوق یې لوستي او په یو دفتر کې یې څو کاله وکالت کړی دی.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین جګړه وروسته له هغې د نړۍوالې شخړې په لور روانه شوې، چې امریکا او بریتانیا اوکراین ته اجازه ورکړه چې د دوی له خوا د ورکړل شوو توغندیو پر مت په روسیه کې دننه بریدونه وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې مسکو به ځوابي برید ترسره کړي.
پوتین وویل، چې روسیې د امریکا او بریتانیا د توغندیو د کارونې په ځواب کې د اوکراین پر یوه پوځي اډه د نوي ډول هایپرسونیک منځني واټن ویشتونکو بالستیک توغندي برید کړی. پوتین خبرداری ورکړ چې نور بریدونه به هم ترسره کړي. هغه وویل، چې ملکي خلکو ته به د ورته وسلو له نورو بریدونو مخکې خبرداری ورکړل شي.
پوتین وویل، د ولسمشر جو بایډن د ادارې له پریکړې وروسته، اوکراین د نوامبر په ۱۹مه پر روسیې د امریکا او بریتانیا له خوا د جوړو شوو توغندیو بریدونه کړي په همدې حال کې، اوکراین بیا د نومبر په ۲۱ مه د امریکايي توغندیو پر مټ یو بل برید هم ترسره کړی دی.
پوتین د روسیې له دولتي ټلویزیون څخه ملت ته په وینا کې وویل: "د اوکراین له برید وروسته، لکه څنګه چې موږ په وار وار ټینګار کړی، په اوکراین کې سیمه ییزه شخړه چې مخکې د لویدیځ لخوا هڅول شوې وه، اوس یې د نړیوالې جګړې ځانګړتیاوې خپلې کړي دي.”
پوتین وویل، متحده ایالات نړۍ د یوې نړۍوالې جګړې پر لور وړي.
هغه وویل: "د تیري کونکو د کړنو د زیاتوالي په صورت کې، موږ به په قاطع ډول ځواب ووایو."
پوتین وویل، چې دلودیځو اوږد واټن ویشتونکو توغندو بریدونو روسیې ته کوم جدي زیان نه دی اړولی.
پوتین وویل: «موږ د هغو هېوادونو د پوځي تاسیساتو پر ضد د خپلو وسلو د کارولو حق لرو چې اجازه ورکوي چې زموږ د تاسیساتو پر ضد اوکراین د هغوی وسلې وکاروي.»

په داسې حال کې چې کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جرمونو د نړۍوالې محکمې د پریکړې پر وړاندې په احتیاط سره موافقت ښودلی، امریکا د اسراییل د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او د پخواني لومړي وزیر او دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو د حکم له صادرولو سره مخالفت کړی.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو، د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ. خو متحده ایالتونو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر د نیولو په تړاو د جرمونو د نړیوالې محکمې امر رد کړ.
اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او د غزې جګړې له کبله په جنګي جرمونو او بشریت ضد جنایتونو تورن شوي دي.
دا محکمه مسوولیت لري، چې «نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او د جنسي تېري» مسایل وڅېړي او سرغړوونکو ته سزا وټاکي.
د اسراییل ولسمشر دغه حکم ظالمانه بللی دی.
خو د امريکا په پرتله په کاناډا او اروپا کې د دغه حکم په اړه بېلابېل دريځونه نيول شوي دي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د پنجشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "کاناډا به د نړۍوالو محکمو له خوا صادر شوي ټولو قضاوتونو سره موافقت لري."
په اروپا کې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې ویاند د نتنیاهو او ګالانت د نیولو د حکم د صادریدو په غبرګون کې وویل، چې بریتانیا د جرمونو د نړۍوالې محکمې خپلواکۍ ته درناوی لري او لا هم په غزه کې د سمدستي اوربند د رامنځ ته کولو په هڅو متمرکزه ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورل وویل، چې د دې حکمونو پلي کول د اروپايي اتحادیې پر ټولو غړو هېوادونو لازمي ده.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپین بارت اید وویل: «دا مهمه ده چې د هاګ محکمه خپلې دندې په دقیق ډول ترسره کړي. زه ډاډه یم چې دا محکمه به قضیه د عادلانه محاکمې په لوړو معیارونو سره ترسره کړي.»
د ایرلنډ لومړي وزیر سیمون هریس وویل، چې هېواد یې د نړۍوالې جنایي محکمې رول ته درناوی کوي او زیاته یې کړه: "هرڅوک چې کولی شي اوس باید د محکمې د حیاتي دندو په ترسره کولو کې په عاجله توګه مرسته وکړي."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریسټوف لموین د هاګ د محکمې د حکم پر بنسټ د نتنېاهو د نیولو د احتمال په اړه که چېرې هغه فرانسې ته داخل شي د یوې پوښتنې په ځواب کې له دقیق ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.
هغه وویل: «دا موضوع له قانوني پلوه پیچلې ده او نن به یې په اړه څه نه وایي.»
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپار ولډکامپ وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د نتنېاهو پر وړاندې د هاک محکمې د نیولو حکم پلي کړي.
