د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت وایي، روانه میاشت ۵۵ تنه پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي

د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت نومبر میاشت د پاکستان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ میاشت بللې او ویلي یې دي، سره له دې چې د روانې میاشتې پای ته شاوخوا یوه اونۍ پاتې ده؛ خو بیا هم د دغه هېواد ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.