• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشرا بي بي: کله چې عمران خان له مدینې څه راغی، باجوا ته زنګونه راغلل چې دا تاسو څوک راوستی

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۷ GMT+۰

د جیو نیوز په وینا، د پي ټي ای د بنسټ اېښودونکي عمران خان مېرمن بشرا بي بي ادعا کړې، چې کله عمران خان لوڅې پښې مدينې ته ولاړ او بېرته راستون شو، جنرال باجوا ته ویل شوي و، چې مونږ شریعت ختمولو باندې کار کوو او تاسې داسې یو سړی واک ته راولی.

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، د عمران خان مېرمنې بشرا بي بي د پنجشنبې په ورځ په یوې ویډیو کې اعا کړي، چې کله عمران خان لوڅې پښې مدینې ته لاړ او بیرته راغی د پاکستان د پوځ پخواني مشر قمر جاوید باجوا ته زنګونه راتلل چې تاسو څوک راوستی او دا چې داسې خلک زموږ نه دي پکار.

بشرا بي بي په وایي: «باجوا ته وویل شول، چې موږ په هېواد کې د شریعت ختمولو باندې لګیا یو او تا داسې یو سړی راوستی، ورته وویل شول چې زموږ داسې خلک نه دي پکار. له هماغه وخته زموږ پر وړاندې بې ځایه تورونه پیل شول، زما پر وړاندې د پي ټي ای د بنسټ اېښودونکي پر وړاندې او هغه ته یې د یهودانو جاسوسو ویل شروع کړل.»

د عمران خان مېرمنې د نومبر ۲۴مې نېټې لاریون په اړه وویل، چې د عمران خان پیغام دا دی چې ټول باید په دغې نېټې په لاریون کې برخه واخلي، د لاریون نېټه په هېڅ صورت نه بدلیږي. تر هغې چې عمران خان د نېټې د بدلیدو اعلان نه وي کړی.

اغلي بشرا زیاته کړه، چې لاریون به د قانون په رڼا کې ترسره کیږي او قانون د سوله ییز لاریون خلاف نه دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له دغه لاریون یې موخه د پاکستان د اساسي قانون د ۲۶ مې مادې په ځای پاتې کېدل، ډیموکراسي او قانون بیرته ژوندي کول، واک بیرته خلکو ته سپارل او ټول بیګناه سیاسي بندیان له زندانونو خلاصول دي.
هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې تر هغې یې چې دا غوښتنې نه وي منل شوې، لاریونونه دې روان وساتي او بیرته دې کورونو ته نه ستنیږي.

په اسلام اباد کې د نومبر په ۲۴مه د پي ټي ای د لاریون د مخنیوي لپاره ۱۰ زره او ۷۰۰ پنجابي پولیس چمتو دي. د پنجاب پولیسو پرېکړه کړې، چې د نظم ګډوډونکو سره به سخت چلند وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د مساپرو پر ګاډو بريد کې ۳۸ تنه وژل شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ کې د مساپرو د ګاډو پر یوه کاروان په وسله وال بريد کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۳۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴ نور ټپیان دي. سیمه ییزې سرچینې وايي، چې وسله والو پر یوه وخت دوه ځایه پر دې موټرو برید کړی.

سرچینو زياته کړې، چې د مساپرو دغه موټريز کاروان له پېښوره پاړه چينار ته پر لار و او په بګن سیمه کې پرې برید شوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

د پېښې شاوخوا ۱۴ ټپيان د علیزيو او مندوري روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې پر سړک هغه موټر ښکاري چې په مرمیو لګېدلي او شاوخوا یې مړي پراته دي.

د سیمې پولیسو پېښه تايید کړې خو د مرګ ژوبلې اړوند يې معلومات نه دي شریک کړي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په پېښه کې ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تر اوسه لا د بريد مسوليت چا په غاړه نه دی اخستی، خو په کورمه ولسوالۍ کې وخت ناوخته د شیعه او سني ډلو ترمنځ مذهبي شخړې رامنځته کیږي. د پېښې قربانیان د سیمې شیعه مذهبه وګړي ګڼل کیږي.

سراج: پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ډېرېدل ترهګرۍ ته د ودې ورکولو پایله ده

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو کچه زیاته شوې او تر دې یې هم د زیاتېدو احتمال شته. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې تر دې وړاندې د دې وضعیت تمه کېده.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته د ترهګرۍ د ودې او د سیاسي موخو لپاره د یوې ستراتیژیکې وسلې په توګه د کارولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو دوی له پامه وغورځاوه.

ښاغلي سراج وویل: «تر هغه چې د ترهګرۍ د قوماندې او کنټرول مرکز په افغانستان کې وي، د پاکستان په ګډون سیمه نه باید د کوم توپیر په تمه وي.»

د راپورونو له مخې، په دې ورستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه خورا زیات شوي دي.

پاکستان تل افغان طالبان ټي ټي پي ته د پناه ورکولو او د هغوې په ملاتړ تورن کړي دي.

واشنګټن هم له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتېدونکي فعالیت په اړه ځواب ورکړي.

طالبانو په وار - وار د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسله والو ډلو ته د پناه ورکولو او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان امنیت او خاورې ته د افغانستان له اړخه ګواښونه رد کړي دي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د وړتیا په لوړولو کې همکاري کوي.

متیو میلر ویلي، چې امریکا له اسلام اباد سره په ترهګرۍ ضد جگړه کې دوه اړخیزه ملګرتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ پاکستاني پوځيان د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې تر ۱۰ زرو ډېر پولیس چمتو دي چې د پي ټي ای د لاریون مخه ونیسي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د جیو نیوز د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د نومبر په ۲۴مه د پي ټي ای د لاریون د مخنیوي لپاره ۱۰ زره او ۷۰۰ پنجابي پولیس چمتو دي. د پنجاب پولیسو پرېکړه کړې، چې د نظم ګډوډونکو سره به سخت چلند وکړي.

د پنجاب د پولیسو د عمومي مشر عملیاتي مرستیال د پنجاب د پولیسو عمومي‌ مشر د حکم په اساس مربوطه سرتېرو ته یو لیک استولی دی.

د دغه لیک له مخې، له ټول پنجاب څخه لس زره او ۷۰۰ کسان د پي ټي ای د لاریون لپاره چمتو دي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی و، چې د دغو لاریونونو د مخنیوي په موخه د اسلام اباد پولیسو ته د اوښکو بهونکی ګاز او ځيني نور توکي ورکړل شوي دي.

دغې رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي، چې پي ټي ای تر دې مهاله د لاریون لپاره کومه غوښتنه نه ده کړې او د لاریون د ترسره کولو لپاره ۷ ورځې وړاندې د اجازې اخیستل اړین دي.

هند په پاکستان کې د نابینایانو نړیوال جام کې ګډون نه کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د هند د نابینایانو کرېکټ لوبډله وايي، په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې ګډون نه کوي.

د هندي او پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د هند حکومت دې لوبډلې ته په جام کې د ګډون اجازه نه ده ور کړې.

د هند د نابینایانو کرېکټ ټولنې مشر شیلندرا یادیو وايي، ۲۵ ورځې یې د حکومت اجازې ته انتظار وکړ، خو څه یې تر لاسه نه کړل.

نوموړی زیاتوي، اوس دوی پرېکړه کړې چې پاکستان ته نه ځي.

دا جام د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې د پاکستان په لاهور او ملتان کې کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د نابینایانو د شل اوره نړیوال جام د سیالیو لپاره۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړه.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په دې جام کې ګډون کوي

ځايي سرچینې: د بنو جانیخیلو کې د ولسي خلکو پر موتر د وسله والو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۰

باوري سرچینې وايي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر د وسله والو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان دي. ویل کیږي برید د یوه ځايي قومي مشر پر موتر شوی دی.

له خیبرپښتوخوا بنو څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ځايي قومي مشر ملک شودي‌خیل پر موټر د وسله والو په ډزو کې د دغه ملک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تپیان دي.

په وژل شويو کې ملک شودي‌خیل، یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
دغه برید نن سهار وختي پر هغه موټر شوی له کلي څخه د بازار په لور روان و.
ځايي پولیس وايي، چې د دغه برید په اړه نه پوهیږي چې ولې پر ولسي خلکو ډزې شوې خو وايي په سیمه کې په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.
وسله والو ډلو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ او تي ټي پي تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کیږي.
پر ولسي خلکو د وسله والو له لوري د بنو په جانیخیلو سیمه کې دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په تپې کلي کې د شپې مهال پر څو کورونو یوې نامعلومې زورورې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل او تر ۱۵ یې زیات ټپیان کړي وو.

تېره ورځ په همدې بنو کې وسله والو اوه پولیس ژ،ندي تښتولي وو او لا یې هم لوری نه دی معلوم.