• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج: پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ډېرېدل ترهګرۍ ته د ودې ورکولو پایله ده

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو کچه زیاته شوې او تر دې یې هم د زیاتېدو احتمال شته. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې تر دې وړاندې د دې وضعیت تمه کېده.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته د ترهګرۍ د ودې او د سیاسي موخو لپاره د یوې ستراتیژیکې وسلې په توګه د کارولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو دوی له پامه وغورځاوه.

ښاغلي سراج وویل: «تر هغه چې د ترهګرۍ د قوماندې او کنټرول مرکز په افغانستان کې وي، د پاکستان په ګډون سیمه نه باید د کوم توپیر په تمه وي.»

د راپورونو له مخې، په دې ورستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه خورا زیات شوي دي.

پاکستان تل افغان طالبان ټي ټي پي ته د پناه ورکولو او د هغوې په ملاتړ تورن کړي دي.

واشنګټن هم له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتېدونکي فعالیت په اړه ځواب ورکړي.

طالبانو په وار - وار د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسله والو ډلو ته د پناه ورکولو او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان امنیت او خاورې ته د افغانستان له اړخه ګواښونه رد کړي دي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د وړتیا په لوړولو کې همکاري کوي.

متیو میلر ویلي، چې امریکا له اسلام اباد سره په ترهګرۍ ضد جگړه کې دوه اړخیزه ملګرتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ پاکستاني پوځيان د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه
۱
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۲

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۳

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

په اسلام اباد کې تر ۱۰ زرو ډېر پولیس چمتو دي چې د پي ټي ای د لاریون مخه ونیسي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د جیو نیوز د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د نومبر په ۲۴مه د پي ټي ای د لاریون د مخنیوي لپاره ۱۰ زره او ۷۰۰ پنجابي پولیس چمتو دي. د پنجاب پولیسو پرېکړه کړې، چې د نظم ګډوډونکو سره به سخت چلند وکړي.

د پنجاب د پولیسو د عمومي مشر عملیاتي مرستیال د پنجاب د پولیسو عمومي‌ مشر د حکم په اساس مربوطه سرتېرو ته یو لیک استولی دی.

د دغه لیک له مخې، له ټول پنجاب څخه لس زره او ۷۰۰ کسان د پي ټي ای د لاریون لپاره چمتو دي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی و، چې د دغو لاریونونو د مخنیوي په موخه د اسلام اباد پولیسو ته د اوښکو بهونکی ګاز او ځيني نور توکي ورکړل شوي دي.

دغې رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي، چې پي ټي ای تر دې مهاله د لاریون لپاره کومه غوښتنه نه ده کړې او د لاریون د ترسره کولو لپاره ۷ ورځې وړاندې د اجازې اخیستل اړین دي.

هند په پاکستان کې د نابینایانو نړیوال جام کې ګډون نه کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د هند د نابینایانو کرېکټ لوبډله وايي، په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې ګډون نه کوي.

د هندي او پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د هند حکومت دې لوبډلې ته په جام کې د ګډون اجازه نه ده ور کړې.

د هند د نابینایانو کرېکټ ټولنې مشر شیلندرا یادیو وايي، ۲۵ ورځې یې د حکومت اجازې ته انتظار وکړ، خو څه یې تر لاسه نه کړل.

نوموړی زیاتوي، اوس دوی پرېکړه کړې چې پاکستان ته نه ځي.

دا جام د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې د پاکستان په لاهور او ملتان کې کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د نابینایانو د شل اوره نړیوال جام د سیالیو لپاره۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړه.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په دې جام کې ګډون کوي

ځايي سرچینې: د بنو جانیخیلو کې د ولسي خلکو پر موتر د وسله والو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۰

باوري سرچینې وايي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر د وسله والو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان دي. ویل کیږي برید د یوه ځايي قومي مشر پر موتر شوی دی.

له خیبرپښتوخوا بنو څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ځايي قومي مشر ملک شودي‌خیل پر موټر د وسله والو په ډزو کې د دغه ملک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تپیان دي.

په وژل شويو کې ملک شودي‌خیل، یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
دغه برید نن سهار وختي پر هغه موټر شوی له کلي څخه د بازار په لور روان و.
ځايي پولیس وايي، چې د دغه برید په اړه نه پوهیږي چې ولې پر ولسي خلکو ډزې شوې خو وايي په سیمه کې په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.
وسله والو ډلو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ او تي ټي پي تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کیږي.
پر ولسي خلکو د وسله والو له لوري د بنو په جانیخیلو سیمه کې دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په تپې کلي کې د شپې مهال پر څو کورونو یوې نامعلومې زورورې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل او تر ۱۵ یې زیات ټپیان کړي وو.

تېره ورځ په همدې بنو کې وسله والو اوه پولیس ژ،ندي تښتولي وو او لا یې هم لوری نه دی معلوم.

په خیبرپښتونخوا کې د وسله وال او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۴ GMT+۰

د خراسان ډایري په نوم د یوې پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسله والو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اته امنیتي ځواکونه او نهه وسله وال وژل شوي دي.

په دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، اووه عسکر او شپږ وسله وال زخمیان شوي هم دي. دغه نښتې د تیرا په درې بیلابیلو سیمو کې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیاتو د استخباراتي معلومات پر اساس پلان شوي وو او موخه یې د مهمو وسله والو په نښه کول و.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته، پاکستاني وسله والو ډلو هم خپل بریدونه پراخ کړي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبانو تورنوي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

جماعت اسلامي ګوند له طالبانو غوښتي چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کاروي. د دغه ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان پاکستان حکومت ته ويلي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو زیاتېدو اړوند په يوه کنفرانس کې پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيتي بحران د اواري لپاره له ښکيلو خواوو سره خبرې اترې پيل کړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان حکومت دې په بيړنۍ توګه پر خپله امنيتي پاليسۍ بیا کتنه وکړي.

هغه وویل: «د هر انسان ژند ارزښتناک دی، حکومت باید پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.»

د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

نوموړي په دې اړه له پاکستان نه هم غوښتي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اندېښنو د اواري لپاره په خبرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د یو شمېر سياسیونو ترڅنګ د پاکستان بېلابيلو چارواکو په وار وار پر افغان طالبانو نيوکه کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري او یو شمېر ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او په خپلو څرګندونو کې يې ډاډ ښودلی، چې د افغانستان له خاورې به چا ته زيان ونه رسيږي.