• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: د بنو جانیخیلو کې د ولسي خلکو پر موتر د وسله والو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۰

باوري سرچینې وايي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر د وسله والو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان دي. ویل کیږي برید د یوه ځايي قومي مشر پر موتر شوی دی.

له خیبرپښتوخوا بنو څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ځايي قومي مشر ملک شودي‌خیل پر موټر د وسله والو په ډزو کې د دغه ملک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تپیان دي.

په وژل شويو کې ملک شودي‌خیل، یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
دغه برید نن سهار وختي پر هغه موټر شوی له کلي څخه د بازار په لور روان و.
ځايي پولیس وايي، چې د دغه برید په اړه نه پوهیږي چې ولې پر ولسي خلکو ډزې شوې خو وايي په سیمه کې په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.
وسله والو ډلو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ او تي ټي پي تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کیږي.
پر ولسي خلکو د وسله والو له لوري د بنو په جانیخیلو سیمه کې دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په تپې کلي کې د شپې مهال پر څو کورونو یوې نامعلومې زورورې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل او تر ۱۵ یې زیات ټپیان کړي وو.

تېره ورځ په همدې بنو کې وسله والو اوه پولیس ژ،ندي تښتولي وو او لا یې هم لوری نه دی معلوم.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پر اوکراین د روسیې د توغندیو بریدونه: ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان دي

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۰ GMT+۰

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په اودیسا او سومي ښارونو کې د روسیې د توغندیو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، په دغو پراخو بریدونو کې، له سلو ډیر نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د اودیسا ښار پوځي ادارې ویلي،‌ چې په دغه ښار برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي. د ټپیانو په ډله کې یو ماشوم هم شامل دی چې په مرګونې حالت کې دی.

د بیړنیو حالاتو کمیټې د چارواکو په وینا، په سومي ښار کې بیا ۱۱ کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګدون ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

په دغه برید کې د استوګنې ودانۍ او ملکي تاسیساتو ته سخت زیان اوښتی.

په خیبرپښتونخوا کې د وسله وال او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۴ GMT+۰

د خراسان ډایري په نوم د یوې پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسله والو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اته امنیتي ځواکونه او نهه وسله وال وژل شوي دي.

په دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، اووه عسکر او شپږ وسله وال زخمیان شوي هم دي. دغه نښتې د تیرا په درې بیلابیلو سیمو کې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیاتو د استخباراتي معلومات پر اساس پلان شوي وو او موخه یې د مهمو وسله والو په نښه کول و.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته، پاکستاني وسله والو ډلو هم خپل بریدونه پراخ کړي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبانو تورنوي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

پر تل ابیب د حزب الله توغندی برید کې یوه میرمن وژل شوې پنځه کسان ټپیان دي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۸ GMT+۰

د ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې ویلي، چې پر تل ابیب د حزب الله په توغندي برید کې یوه میرمن وژل شوې او پنځه کسه نور ټپیان دي. د اسراییل پر شمال د دغې ډلې راکټي بریدونو کې بیا ۱۲ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د دغې ورځپاڼې په وینا، د اسراییل پر شمالي سیمو حزب الله شاوخوا ۱۰۰ راکټونه ویشتي، چې ۱۲ نور کسان هم په کې ټپیان شوي دي.

د اسراییل ۱۲ خبري شبکې پر تل ابیب د لبنان د حزب الله د راکټي برید په اړه ویلي، چې د توغندي د یوې برخې د لوېدو له امله اور لګېدلی دی.

العربیه شبکې هم خبر ورکړی، چې یو بالستیک توغندی له لبنان څخه د اسراییل پر شمال توغول شوی دی.

جماعت اسلامي ګوند له طالبانو غوښتي چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کاروي. د دغه ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان پاکستان حکومت ته ويلي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو زیاتېدو اړوند په يوه کنفرانس کې پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيتي بحران د اواري لپاره له ښکيلو خواوو سره خبرې اترې پيل کړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان حکومت دې په بيړنۍ توګه پر خپله امنيتي پاليسۍ بیا کتنه وکړي.

هغه وویل: «د هر انسان ژند ارزښتناک دی، حکومت باید پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.»

د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

نوموړي په دې اړه له پاکستان نه هم غوښتي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اندېښنو د اواري لپاره په خبرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د یو شمېر سياسیونو ترڅنګ د پاکستان بېلابيلو چارواکو په وار وار پر افغان طالبانو نيوکه کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري او یو شمېر ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او په خپلو څرګندونو کې يې ډاډ ښودلی، چې د افغانستان له خاورې به چا ته زيان ونه رسيږي.

جسټن تروډو: تېرو دوو کلونو کې مو د وګړو شمېر ډېر شوی، غواړو د کډوالو شمېر کم کړو

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو وايي، په هېواد کې یې د وګړو شمېر په ډېرېدو دی او هڅه کوي چې تر راتلوونکو درېیو کلونو دغه شمېر کم کړي. هغه په کاناډا کې د وګړو شمېر د ډیرېدو لامل د ځینو شرکتونو او پوهنتونونو له لوري د کډوالۍ له سیسټم څخه ناسمه ګټه اخیستنه بللې.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو له رسمي ټولنیزو پاڼو څخه یوه نږدې اوه دقیقې ویډیو خپره کړې.

ښاغلی تروډو په دغې معلوماتي ویډیو کې د کاناډا د کډوالۍ او هلته د بیا مېشتیدنې د نوي سیسټم په اړه غږیدلی دی.

نوموړی وايي، په تېرو دوو کلنو کې زموږ د وګړو شمېر په چټکۍ سره ډیر شوی.

تروډو وايي: «ځینې جعلي پوهنتونونه او لوی ځنځیره‌يي شرکتونه زموږ د کډوالۍ سیسټم د خپلو ګټو لپاره کارولی دی.»

ښاغلی تروډو وړاندې وايي، چې کاناډا په دې اړه یو لوی ګام پورته کوي او د هغو کډوالو شمېر کموي، چې کاناډا ته د راتلونکو درېیو کلونو لپاره ورځي.

ښاغلی تروډو وايي: «د کرونا له نړیوالي اوبا وروسته مو د کاناډا اقتصاد په چټکۍ سره بیرته د منظمولو لپاره په بیړه ډيرو کارګرانو ته اړتیا لرله او ټولي لارې مو د کارګرانو لپاره خلاصې کړې.»

نوموړی وايي، په کاناډا کې دوه ډوله کډوال شته، چې یو یې دایمي کډوالې کورنۍ دي چې کاناډا ته راځي او هر کال د حکومت دایمي اوسیدونکي شمېرل کیږي او دا کار د لسیزو راهیسي دوام لري.

خو بله برخه موقتي کډوال دي او موږ غواړو د موقتې کډوالۍ په اړه تګلاره جوړه کړو.

نوموړی وايي، ځینې کسان چې په موقتي ډول کاناډا ته راځي یو شمېر یې زده کوونکي، کارګران او نور کسان دي.

تروډو په دې اړه زیاته کړه: «دوی د کار یا زده کړو لپاره راځي، کله چې یې دنده پای ته ورسیږي او یایې زده‌کړې بشپړې شي ډیری یې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستنیږي.

په ذکر شویو کسانو کې یې ځینې دلته د پاتې کېدو غوښتنه کوي، خو ډیری یې خپلو هېوادونو ته ستنږي.»

نوموړی وايي، نور په کاناډا کې موقتي کډوال د دایمي کډوالو په توګه نه مني، او وړاندې چې د دغو موقتي کډوالو په اړه کومه تګلاره درلوده هغه یې د خپل هېواد د اقتصادي اړتیا له مخې استفاده کول.

نوموړی وايي، د کډوالي د غوښتنې پر بنسټ ده او تردې وروسته خپلو ولایتونو او سیمې ته په کتو کاناډا ته د کډوالو د ورتګ هدف ټاکي.

نوموړي زیاته کړه: «له خپلو مشرانو څخه پوښتنه کوو، چې ستاسو په کاري ځواک کې کومې تشې شته؟ ایا ستاسو عمر لوړ شوی او یا زوړ شوي یاست؟ نو د خپل هدف د ټاکلو لپاره د کسب کارانو، د شرکتونو له ریسانو، اقتصادي کارپوهانو او ټولو نظریات راټولو.»

نوموړی وايي، د کرونا اوبا پر مهال چې کاناډا ته د کډوالو د ورتګ اړتیا لرله هغه اړتیا يي پوره شوې ده، نوموړی وايي؛ کارګرانو کار وکړ، زموږ اقتصاد وده وکړه، رستورانتونه او‌ پلورنځي بیا پرانستل شوي سوداګري پراخه شوه او د اقتصاد پوهانو د وړاندیونو سربیره موږ د بحران تر ټولو خراب حالت څخه مخنیوی وکړ.

تروډو: «خو ځینو کاناډا ته د کارګرانو د راتګ د ګټې اخیستنې فرصت په توګه وکاراوه، له سیسټم سره یې لوبې وکړې. موږ ولیدل چې ډیری لوی شرکتونو دا کار کوی.»

ډیری پوهنتونونو او د زده‌کړو ادارو نړۍوال زده کوونکي د خپلو ګټو لپاره استفاده کړل.

نوموړی وايي: «دغه کسانو د زده کړیالانو څخه زرګونه ډالره اضافه اخیستي دي او دوی زیانمن شوي کډوال په نښه کوي، او هغوی ته د کار، مسلک او نورو برخو ډيپلومونو د ورکړې له لارې هغوی ته د کاناډا د تابیعت قبلیدو اسانه لارو ښودلو ژمنې کوي، خو د هغوی دا ژمنې به هیڅکله په حقیقت بدلې نه شي.»

نوموړی وايي، نور باید د کډوالۍ سیسټم د ثبات لپاره سمونه رامنځته کړو.

تروډو وايي، د کاناډا د کډوالۍ نوی پلان خورا منظم او واضیح دی، چې کاناډا ته د نویو کډوالو په شمېر کې هغه که دایمي کډوال وي او که لنډ مهاله په دواړو کې کمښت راولو.

نوموړی وايي، موږ دایمي راتلونکو کډوالو ته د هغوی له مهارتونو سره لومړیتوب ورکوو، هغو کسانو ته چې موږ اړتیا لرو هغوی به کاناډا ته ورتلی شي.
«موږ به هغه کسانو ته لومړیتوب ورکړو، چې هغوی د روغتونونو لپاره د روغتیايي پاملرنې کارکوونکي او د ساختماني برخي مسلکي کسانو ته چې ډیر کورونه جوړ کړي.»

نوموړی وایي، هغه کسان چې د موقت وخت لپاره کاناډا ته راغلي دي او که وغواړي دلته د پاتې کېدو غوښتنه به یې څیړل کیږي او که چیري په کاناډا کې د مېشتیدو پر اصولو برابر وي د میشتیدو سند به ورکړي او که نه و خپل اصلي هېواد ته واستول شي.

په ۲۰۲۴ کال کې په کاناډا کې د نږدې ۱۴۰۰۰ نړۍوالو زده کوونکو د پناه غوښتنې ځنډول شوې دي.

د کاناډا لومړي وزیر له خبرو ښکاري چې په دغه هېواد کې د کاري فرصتونه کم شوي او نوموړی غواړي په کاري چاپیریال کې کاناډايي وګړو ته لومړیتوب ورکړل شي.