• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبرپښتونخوا کې د وسله وال او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۴ GMT+۰

د خراسان ډایري په نوم د یوې پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسله والو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اته امنیتي ځواکونه او نهه وسله وال وژل شوي دي.

په دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، اووه عسکر او شپږ وسله وال زخمیان شوي هم دي. دغه نښتې د تیرا په درې بیلابیلو سیمو کې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیاتو د استخباراتي معلومات پر اساس پلان شوي وو او موخه یې د مهمو وسله والو په نښه کول و.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته، پاکستاني وسله والو ډلو هم خپل بریدونه پراخ کړي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبانو تورنوي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جماعت اسلامي ګوند له طالبانو غوښتي چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کاروي. د دغه ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان پاکستان حکومت ته ويلي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو زیاتېدو اړوند په يوه کنفرانس کې پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيتي بحران د اواري لپاره له ښکيلو خواوو سره خبرې اترې پيل کړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان حکومت دې په بيړنۍ توګه پر خپله امنيتي پاليسۍ بیا کتنه وکړي.

هغه وویل: «د هر انسان ژند ارزښتناک دی، حکومت باید پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.»

د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

نوموړي په دې اړه له پاکستان نه هم غوښتي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اندېښنو د اواري لپاره په خبرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د یو شمېر سياسیونو ترڅنګ د پاکستان بېلابيلو چارواکو په وار وار پر افغان طالبانو نيوکه کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري او یو شمېر ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او په خپلو څرګندونو کې يې ډاډ ښودلی، چې د افغانستان له خاورې به چا ته زيان ونه رسيږي.

طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له ۸۰ ډېرې کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۸۶ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۱ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې او همدا رانګه ۲۵ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا او ۳۱ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.

باختر اژانس دا نه دې ویلي، چې یادې کورنۍ په خپله خوښه او که په زور د یادو هېوادونو له لوري افغانستان ته راستنې شوې خو وايي، چې ۲۰۲ کسانو باندې سیمکارټونه ویشل شوي او ۱۱ کورنۍ خپل اصلي سیمو ته لیږدول شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.

دغه کډوال په داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنیږي، چې په ایران کې پر افغان کډوالو د بېلابېلو لارو د فشار اچولو راپورونه هم ورکول کیږي.

بل خوا د لړم په ۲۴مه نېته د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ایران د عدلیې وزارت د پلاوي له مشر سره په کتنه کې له ایران څخه وغوښتل چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.

په پاکستان کې پر یو پوځي مرکز برید؛ د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژل شوی

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۰

پاکستان رسنۍ خراسان ډایري د دغه هیواد د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي، چې وسله والو د خیبرپښتونخوا ایالت په تیرا سیمه کې پر یو پوځي مرکز برید کړی او د ځانګړو ځواکونو یو غړی یې وژلی دی.

په دغه برید کې چې د یکشنبې په ورځ شوی، یو بل کومانډو هم ژوبل شوی.

د پاکستان د پوځي سرچینو په وینا،‌ په دغه برید کې شپږ وسله وال هم وژل شوي، او لا هم په سیمه کې نښتې روانې دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د پلوچ بیلتون پالو او ټي ټي پي بریدونو زور اخیستی او د دغه هیواد په یو شمیر سیمو کې یې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د پښتونخوا سوداګر: پر صادراتو ماليې ډېرولو له افغانستان سره د پاکستان سوداګري زيانمنه کړې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا سوداګرو ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې د پاکستان له خوا پر سوداګرۍ د نویو مالياتو زياتېدو د افغانستان او منځنۍ اسيا له هېوادونو سره دوه اړخیزه سوداګري زيانمنه کړې. پاکستان حکومت په روان کال کې پر صادراتو ماليه زياته کړه.

اوس سوداګر مجبور دي، چې په کراچۍ او پېښور کې پر خپلو وارداتو دوه ګونې ماليه ورکړي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مشر جنید ماکدا پر صادراتو د ماليې لوړېدو په اړه وويل، چې دا ډول کړنې په خيبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ لپاره رقابتي زيان رامنځ ته کوي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان په ایالتونو کې غير منظمې پاليسۍ، ناامني او قانوني ننګونې د افغانستان– پاکستان د سوداګرۍ د تړونونو د زیانمنېدو لامل شوې دي.

د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس وايي، چې په پښتونخوا کې د غير منظم سوداګريز چاپيريال او په تورخم کې د اضافي لګښتونو له کبله افغان سوداګرو ایران او نورو بديلو لارو ته مخه کړې.

جنيد زياتوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷ ميليارډه ډالرو ته رسيږي خو د حکومت د محدودو اقداماتو له کبله پرمختګ نه کوي.

هغه وایي: «دا اقدامات نه یوازې اقتصاد ته زیان رسوي بلکې په سیمه ييز تجارت کې د پاکستان دریځ هم ګواښي.»

د سوداګرې دې خونې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د صادراتو په برخه کې دې شته خنډونه لرې کړي او یو داسې پلان دې جوړ شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري پياوړې شي.

یونېسف: په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مري، چې دا په نړۍ او سوېلي اسیا کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لوړه کچه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د سوېلي اسیا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د اټکل له مخې، په ټول پاکستان کې هره ورځ له ۷۰۰ څخه ډیر نوي زېږېدلي ماشومان مري.

په راپور کې ویل شوي، چې د حرانتیا وړ خبره لا داده، چې په ډیری برخو کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې مخنیوی شونی دی.

د دغه راپور له مخې، چې وړاندې داسې انګېرل کېدل، چې ګواکې د ماشومانو مړینه د زیږون پر وخت د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د نشتوالي له امله رامنځ ته کیږي، خو په پاکستان کې شاوخوا ۶۹ سلنه زیږون د مسلکي کسانو له خوا کیږي.

خو دغه سازمان وايي، چې په دغه هېواد کې د نويو زیږیدلو ماشومانو مړینه د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله نه ده.

په دغه راپور کې په پاکستان کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې یو له سترو لاملونو څخه په میندو کې د خوارځواکۍ له امله د وخت نه مخکې زیږون په ګوته شوی دی.

راپور زیاتوي، چې ۴۲ سلنه مېرمنې د زیږون پر مهال د وینې کمښت لري او دا شمېرې په کلیوالي سیمو کې نورې هم لوړې دي.

په راپور کې د نوي زیږیدلو ماشومانو د مړینې او هغوی ته په راتلونکي کې د زیان په اړه قوي خوړو ته د میندو د لاسرسي نه شتون هو ښودل شوی.

دوی وايي، دمګړۍ په پاکستان د یوې نوې طریقې له لارې د ډیرو ماشومانو ژوند ژغورل شوی او یادې طریقې تر ډیره بریده ښه پایله ورکړې ده.

دغه طریقه د کانګرو مور په نوم یادیږي، چې نوی زیږدلی ماشوم د مور پر سینه ایښودل کیږي او له زیږون وروسته هغوی له ورځو او اونیو وروسته سره یوځای کوي، او په دې ډول سره ماشوم چې له وخت مخکې زیږدیدلي وي له مور سره اړیکه یې پیاوړې کیږی، له دې لارې د پوستکي تماس نیول کیږي، فشار کموي او په ماشوم کې ټول پنځه حسونه هڅوي.

یونېسف وايي، د ماشومان د ژوند ژغورولو لپاره د دغې طریقي ټول اړین توکي د نویو زیږیدلو ماشومانو مېندو ته ورکوي.