• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا سوداګر: پر صادراتو ماليې ډېرولو له افغانستان سره د پاکستان سوداګري زيانمنه کړې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا سوداګرو ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې د پاکستان له خوا پر سوداګرۍ د نویو مالياتو زياتېدو د افغانستان او منځنۍ اسيا له هېوادونو سره دوه اړخیزه سوداګري زيانمنه کړې. پاکستان حکومت په روان کال کې پر صادراتو ماليه زياته کړه.

اوس سوداګر مجبور دي، چې په کراچۍ او پېښور کې پر خپلو وارداتو دوه ګونې ماليه ورکړي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مشر جنید ماکدا پر صادراتو د ماليې لوړېدو په اړه وويل، چې دا ډول کړنې په خيبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ لپاره رقابتي زيان رامنځ ته کوي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان په ایالتونو کې غير منظمې پاليسۍ، ناامني او قانوني ننګونې د افغانستان– پاکستان د سوداګرۍ د تړونونو د زیانمنېدو لامل شوې دي.

د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس وايي، چې په پښتونخوا کې د غير منظم سوداګريز چاپيريال او په تورخم کې د اضافي لګښتونو له کبله افغان سوداګرو ایران او نورو بديلو لارو ته مخه کړې.

جنيد زياتوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷ ميليارډه ډالرو ته رسيږي خو د حکومت د محدودو اقداماتو له کبله پرمختګ نه کوي.

هغه وایي: «دا اقدامات نه یوازې اقتصاد ته زیان رسوي بلکې په سیمه ييز تجارت کې د پاکستان دریځ هم ګواښي.»

د سوداګرې دې خونې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د صادراتو په برخه کې دې شته خنډونه لرې کړي او یو داسې پلان دې جوړ شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري پياوړې شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مري، چې دا په نړۍ او سوېلي اسیا کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لوړه کچه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د سوېلي اسیا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د اټکل له مخې، په ټول پاکستان کې هره ورځ له ۷۰۰ څخه ډیر نوي زېږېدلي ماشومان مري.

په راپور کې ویل شوي، چې د حرانتیا وړ خبره لا داده، چې په ډیری برخو کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې مخنیوی شونی دی.

د دغه راپور له مخې، چې وړاندې داسې انګېرل کېدل، چې ګواکې د ماشومانو مړینه د زیږون پر وخت د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د نشتوالي له امله رامنځ ته کیږي، خو په پاکستان کې شاوخوا ۶۹ سلنه زیږون د مسلکي کسانو له خوا کیږي.

خو دغه سازمان وايي، چې په دغه هېواد کې د نويو زیږیدلو ماشومانو مړینه د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله نه ده.

په دغه راپور کې په پاکستان کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې یو له سترو لاملونو څخه په میندو کې د خوارځواکۍ له امله د وخت نه مخکې زیږون په ګوته شوی دی.

راپور زیاتوي، چې ۴۲ سلنه مېرمنې د زیږون پر مهال د وینې کمښت لري او دا شمېرې په کلیوالي سیمو کې نورې هم لوړې دي.

په راپور کې د نوي زیږیدلو ماشومانو د مړینې او هغوی ته په راتلونکي کې د زیان په اړه قوي خوړو ته د میندو د لاسرسي نه شتون هو ښودل شوی.

دوی وايي، دمګړۍ په پاکستان د یوې نوې طریقې له لارې د ډیرو ماشومانو ژوند ژغورل شوی او یادې طریقې تر ډیره بریده ښه پایله ورکړې ده.

دغه طریقه د کانګرو مور په نوم یادیږي، چې نوی زیږدلی ماشوم د مور پر سینه ایښودل کیږي او له زیږون وروسته هغوی له ورځو او اونیو وروسته سره یوځای کوي، او په دې ډول سره ماشوم چې له وخت مخکې زیږدیدلي وي له مور سره اړیکه یې پیاوړې کیږی، له دې لارې د پوستکي تماس نیول کیږي، فشار کموي او په ماشوم کې ټول پنځه حسونه هڅوي.

یونېسف وايي، د ماشومان د ژوند ژغورولو لپاره د دغې طریقي ټول اړین توکي د نویو زیږیدلو ماشومانو مېندو ته ورکوي.

پاکستاني حکومت په چمن کې ځايي اوسېدونکو ته د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هیواد حکومت ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سوېلي پښتونخوا په چمن کې ځايي اوسېدونکو ته د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو ورکولو د وېش لړۍ پیل کړې ده. خو هلته پرلت‌وال ورسره په ډیورنډ کرښه ویزه او پاسپورټ نه مني.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون ناست پرلت وهونکي وايي، چې د پاکستان دغې پرېکړې ته نه تلسیمږي او له پاسپورټ پرته دواړو خواو ته تګ راتګ غواړي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ حکومت په بلوچستان ایالت کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د چمن اوسېدونکو لپاره د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د وړیا پاسپورټونو له ورکولو یې موخه د چمن د بې وزله مزدورانو مرسته کول دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه سند پالیسي له امله زیانمن شوي دي.

په چمن کې ځايي خبریالان وايي، چې د وړیا پاسپورټ د وېش لړۍ د بلوچستان ایالت د حکومتي مسولانو او په چمن کې د مېشتو پوځیانو د استازي له لوري پیل شوې.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې د دغه پروګرام په پرانېسته کې قومي مشرانو او سوداګرو هم برخه اخیستې وه.

د پاکستان سما نیوز د کوټې د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې: «د دې پروژې له مخې، حکومت د ۵۰۰۰ کسانو لپاره د پاسپورټ فیس ورکوي. کله چې د چمن په دروازه د يو سند قانون نافذ شو، نو ځينو خلکو دا غلط فهمي وکړه چې بېکاري يې زياته کړه. حکومت غواړي چې ټول خلک پاسپورټونه ولري، خو هغه څوک چې د پاسپورټ اخيستلو توان نه لري. په وړیا توګه ورکول کیږي.»

همدارنګه دغه چارواکو ویلي، چې خلکو ته به د وړیا پاسپورټونو ترڅنګ د افغانستان وړیا ویزې هم ورکړي.

دوی زیاته کړې، چې د چمن د خلکو لپاره د کاري زمیني چمتو کولو لپاره یې د چمن پر خلکو ۹۰۰ میلیونه پاکستاني روپۍ ویشلي دي او ډیر ژر به د چمن د ماسټر پلان د پروژي په پیل سره هلته خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

بل خوا پاکستان د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو یوه کال پوره شوی او پرلت وهونکي وايي، د پاکستان د دغې پرېکړې په کلکه مخالفت کوي.

د چمن پرلت غړی صادق خان اڅګزی وايي: «د پاکستان پاسپورټ څه چې موږ بیخې ډیورنډ کرښه نه منو، رشوت خوړونکي اداري نه منو او ناروا پالیسي نه منو. دا د پاسپورټ اخیستلو په ویش کې ځینو ضعیفو کسانو ګډون کړی، خو دا د چمن د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.»

پرلت وال خبرداری ورکوي، که د پاکستان حکومت له خپلو دغو ډول کړنو لاس وانه خلي دوی اړ کیږي، چې دغه سوله ییز پرلت د حکومت په وړاندې په تاوتریخجن بهیر واړوي.

پاکستان تېر کال د نومبر په میاشت کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه وکړه.

د دغې پرېکړې په غبرګون د چمن ښار سلګونو کسان پرلت وواهه او د یوه کال په تېریدو لا هم پرلت دوام لري او د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه دی پر شا شوی.

حنیف پښتین: پښتون قامي جرګه د بندیانو خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین وايي، د پښتنو قامي جرګه په پام کې لري چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د خپلو بندیانو د خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه وکړي.

هغه له ټولو پښتنو غوښتي چې په دغو لاریونونو کې پراخ ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین تېره شپه شنبه د (لړم ۲۶مه) په خپله فیسبوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پښتنو قامي جرګه په پام کې لري چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د خپلو بندیانو د خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه وکړي.

هغه وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان د پنجاب بیلابیلو زندانونو ته وړل شوی او لا یې هم د خلاصون په اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

پښتین وايي، علي وزیر تازه د پنجاب له زندانونو دا ځل د سند زندان ته لېږدول شوی او دا هم نه ده څرګنده چې هلته به په کوم زندان کې وي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر درې میاشتې مخکې په اسلام اباد کې پولیسو د دغه هیواد د امن ګډوډولو په تور ونیو.

په خیبر کې د پښتون قامي جرګې له جوړېدو یوه میاشت تېره شوې او د دغې جرګې د پرېکړی له مخې چې له ټولې پښتونخوا څخه به پاکستانی پوځ او وسله والې ډلې وځي او دوی به د سیمې امنیت او چارې خپله سمبالوي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی او دا هم تر اوسه پورې نه ده په ډاګه شوې چې که د جرګې پرېکړې ونه منل شي، د جرګې د ګډونوالو بل ګام به څه وي.

په پاکستان کې اسلامي نظرياتي شورا د وي پي این کارول «غير اسلامي او غير قانوني» بللي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۰

په پاکستان کې اسلامي نظرياتي شورا د وي پي اين استعمال «غير اسلامي او غير قانوني» بللی او له حکومت یې د بندولو غوښتنه کړې ده. له څو اونیو راهیسې پاکستان کې ځینې رسنوالو ویل، چې د پاکستان حکومت غواړي وي پي اېن بند کړي.

وي پي اين د هغو ويبپاڼو او شبکو د پرانیستلو لپاره استعماليږي، چې د پاکستان ادارو ورته په دغه هېواد کې ورته لاس رسی محدود دی.

د پاکستان اسلامي نظرياتي شورا د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، د وي پي اين استعمال د «شریعت خلاف» کړنه ده.

دوی په خپله اعلامیه کې د دغه هېواد د کورنيو چارو او مخابراتو له ادارې د هغه د بندېدو غوښتنه کړې ده.

خو په خواله رسنیو کې د اسلامي نظریاتي شورا پر دې پرېکړه پراخې نیوکې شوې دي او دا اعلامیه یې د پاکستان د ادارو په خوښه بللې ده.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د اسلامي نظرياتي شورا تر اعلاميې وروسته مخابراتو وزارت ته امر کړی، چې په ټول هېواد کې د وي پي اين استعمالول بند کړي.

پاکستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې «ترهګر» د وي پي اين له استعمال ګټه اخلي

100%

د پاکستان د اسلامي نظرياتي شورا مشر ډاکټر راغب حسين نعيمي په يوې اعلاميه کې ويلي: « حکومت واک لري، چې د اسلامي اصولو له مخې غيري اخلاقي او زيان رسوونکو مواد ته د لاس رسي مخه ونيسي.»

د دغې مذهبي دلې مشر نعيمي د وي پي اين بندول د «شریعت د اصولو» سره سمه کړنه ياده کړې ده.

په پاکستان کې پر ډېرو ټولنيزو شبکو لکه اېکس، يوټيوب، ټيک ټاک او یو شمېر نورو خبري او معلوماتي ويب پاڼې بنديز او لاس رسی ورته محدود دی.

خو ډېری کسان يې د وي پي اين په کارولو سره استعمالوي.

ډېری منتقدين د پاکستان پر دغه بنديز نيوکه کوي او دا د بیان پر ازادۍ يو محدودیت یادوي.

که څه هم په پاکستان کې د اېکس پر ټولینزي پاڼې محدودیت دی؛ خو د دغه هېواد لومړۍ وزير شهباز شريف هم د یو پي اين په استعمال سره په اېکس پاڼه کې فعاليت کوي.

اسټرالیا په شل اوره لوبو کې پاکستان ته په پرلپسې ماتې ور کولو لوبلړۍ وګټله

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

اسټراليا په دويمه شل اوره سيالۍ کې هم پاکستان د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې وګټله. پاکستان د دې سیاليو لومړۍ لوبه د ۲۹ منډو په توپير بايللې وه او د دواړو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ تر سره شي.

د اسټراليا او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ د دويمې سيالۍ پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اسټراليا د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

استراليايي لوبغاړي متيوشورټ تر نورو لوبغاړو ډېري په ۱۷ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

پاکستاني تېز توپ اچوونکي حارث روف ۴ او عباس افريدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويمه برخه کې پاکستان لوبډلې په ۱۹.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

دغه لوبې د اسټراليا په کوربتوب په سيډنې لوبغالي کې تر سره کیږي.

تر دې شل اوره لوبو وړاندې تېره اونۍ پاکستان له اسټراليا یو ورځنۍ لوبلړۍ دوه پر يو ګټلې وه.