• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیا په شل اوره لوبو کې پاکستان ته په پرلپسې ماتې ور کولو لوبلړۍ وګټله

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

اسټراليا په دويمه شل اوره سيالۍ کې هم پاکستان د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې وګټله. پاکستان د دې سیاليو لومړۍ لوبه د ۲۹ منډو په توپير بايللې وه او د دواړو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ تر سره شي.

د اسټراليا او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ د دويمې سيالۍ پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اسټراليا د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

استراليايي لوبغاړي متيوشورټ تر نورو لوبغاړو ډېري په ۱۷ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

پاکستاني تېز توپ اچوونکي حارث روف ۴ او عباس افريدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويمه برخه کې پاکستان لوبډلې په ۱۹.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

دغه لوبې د اسټراليا په کوربتوب په سيډنې لوبغالي کې تر سره کیږي.

تر دې شل اوره لوبو وړاندې تېره اونۍ پاکستان له اسټراليا یو ورځنۍ لوبلړۍ دوه پر يو ګټلې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: د وسلوالو بریدونه د بلوچستان د پراختیا لپاره زموږ د هوډ مخه نشي نیولی

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان کې پر پوځ له برید وروسته ویلي، چې دا بریدونه د د دې صوبې د د پراختیا لپاره د دوی د هوډ مخه نشي نیولی.

د بلوچستان په کلات کې نن پر یو پوځي مرکز د برید له امله اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

شهباز شریف له دې پېښې وروسته په خپله خواله رسنۍ اېکس کې د یوه یادښت په خپرولو سره دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

شهباز شریف وايي د خپلو خلکو او نظامیانو سره په کډه امنیتي کواښونه له منځه وړي.

نوموړي د دې پیښې د عاملینو د سملاسي نیولو امر کړی دی.

شهباز شریف زیاتوي چې ورته بریدونه د بلوچستان د پراختیا او ښېرازۍ لپاره د اسلام اباد هوډ نشي کمزوری کولی.

د پاکستان دولتي راډیو خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی په بلوچستان کې د ګډوډیو او بدامنیو جوړونکي د بلوچستان د خلکو او د دې صوبې دوښمانان دي.

د پاکستان د جیو نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید غندلی دی او د وژل شويو نظامیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

سرچېنې وایي، چې دغه برید د شپې ناوخته شوی او وسلوالو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی؛ خو امنیتي سرچینو په دغه برید کې وسله‌والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه برید پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلې او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

یوه اوونۍ وړاندې هم بلوچستان کې د اورګاډي په تمځي کې په چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي و او مسوولیت یې هم د بلوچ د ازادي غوښتونکي پوځ په غاړه اخیستی و.

پاکستان کې د باران غوښتلو لپاره لمونځ وشو

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر په غوښتنه د اسلام اباد په ګډون د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کې د جمعې له لمونځ وروسته د باران غوښتلو لپاره استثقا لمونځ وشو.

پاکستان کې دوامدارې وچکالۍ هوا لا ککړې چې له امله یوازې د دغه هېواد تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې ۱۹ لکه کسان ناروغ شوي دي.

د دې صوبې په ملتان او لاهور کې بېړنی حالت اعلان او تر دریو ورځو ګرځبندیز دی.

پاکستان تېر کال د لاهور ځینې سیمو کې مصنوعي باران کړی و، خو سږ کال یې لومړي وزیر له عوامو وغوښتل چې نن د جمعې له لمانځه وروسته استثقا لمونځ وکړي.

د پاکستان دولتي رادیو وايي، په دې غوښتنه پسې نن د اسلام اباد په مشهور فیصل جومات کې خلکو دا لمونځ وکړ.

دې خلکو په خپله دوعا کې له الله غوښتي چې روانه وچکالي ختمه او باران سره د بدې هوا له امله د دوی زیانمن صحت جوړ کړي.

تر دې درې ورځې مخکې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وویل، چې د ککړې هوا له امله په پاکستان کې ۱۱ مېلیونه ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي او حکومت دې د دغه وضعیت مخه ونیسي.

د هوا د ککړتیا کچې په روانه اونۍ کې په لاهور او ملتان کې ریکارډونه مات کړي او د لسګونه ماشومانو په ګډون سلګونه ناروغان د ککړې هوا له کبله په روغتونونو کې بستري شوي دي.

په دغه صوبه کې د ککړې هوا له امله تېره اکتوبر میاشت تر ۱۹ لکو کسان ناروغ شوي دي.

د هوا ککړتیا له زیاتېدو سره تېره اونۍ پنجاب کې د پارک او ژوبڼ په ګډون ډېری عامه ځایونو ته پر تګ بندیز ولګېد.

تېره میاشت په دغه ښار کې د سخت لوګي له امله د ښوونځي ماشومان د راتلونکې جنورۍ تر پای په پرانیستي چاپېریال کې له لوبو او ورزش منع شول.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ور کړه

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د پاکستان لوبډلې ته نن د سلو منډو په لوی توپیر ماته ور کړه.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دا لوبې په اماراتو کې روانې دي.

د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې نن د پاکستان لوبډلې پچه وګټله، خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهلو بلنه ور کړه.

افغان لوبډلې د ټولو اورونو لوبولو او د اتو لوبغاړو په زیان سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان د غوره توپوهنې پر مټ ۱۲۳، محبوب خان ۵۴، برکت الله ۳۶ او نظیف الله ۳۱چټکې منډې جوړې کړې.

د پاکستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره تر ۴۷ اور ۲۰۶ منډې جوړې کړې او د سلو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا درې اړخیزه لوبلړۍ به د روانې نومبر میاشتې تر ۲۶ روانه وي.

افغان لوبډله د نومبر پر ۱۸، ۲۰، ۲۲ او ۲۴ له دواړو هېوادونو سره نورې سیالۍ لري.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله تر دې سیالیو وروسته نړیوال جام کې لوبېږي چې د نومبر پر ۲۹ پیلېږي او د ډیسمبر تر ۸ به روان وي.

د پاکستان لوی درستیز: طالبان دې باوري‌کړي چې افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ۲۰۲۴ مارګلې ډیالوګ غونډې ته وینا کې بیا د طالبانو له حکومت د دې باوري کول غوښتي، چې «افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي.» د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، عاصم منیر په خپلو خبرو کې بیا له طالبانو هیله وکړه، چې په دې برخه کې څرګند ګامونه پورته کړي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې پاکستاني چارواکي بیا بیا دا ډله تورنوي چې د دغه هېواد ضد پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي ته یې پنا ور کړې ده.

جنرال عاصم منیر نن په خپلو خبرو کې دې ډلې ته په اشاره وویل: «فتنه الخوارج د ټولې نړۍ د ترهګرو او نیابتي ډلو لپاره په مرکز یا هستې بدله شوې ده.»

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپلو خبرپاڼو کې د تحریک طالبان پاکستان ته فتنه الخوارج خطلب کوي.

په افغانستان کې طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي او ویلي چې د کومې وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي او نه کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کاونډيو هېوادونو پرضد وکاروي.

د پاکستان د پوځ مشر دا هم وايي، چې له افغانستان سره د پولو خوندي کولو لپاره یې تکلاره جوړه کړې ده او د عزم استحکام عملیاتو هدف هم د ترهګرۍ او فراطیت ختمول دي.

د پاکستان د پوځ مشر وايي چې د امن لپاره خپل مثبت کردار ته ادامه ورکو او د کومې نړیوال شخړې برخه نه جوړیږي.

که څه هم جنرال عاصم منیر د کوم حکومت یا هم هېواد نوم وانخیس>‌خو وویل چې ریاستي سرپرستی لاندې ترهګري یوه نړیواله جدي ننګونه ده.

د پاکستان حکومت پر طالبانو سربېره د هند حکومت هم تورنوي چې په دغه هېواد کې د وسلوالو ملاتړ کوي، خو نوی ډېلی دا تورونه ردوي.

داعش په پاکستان کې د یوه اسلام پاله سیاستوال د وژنې پړه ومنله

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۰

داعش د پاکستان د جماعت اسلامي د یوه مشهور سیاستوال صوفي حمید د وژنې پړه پر غاړه واخیسته. دغه مذهبي سياستوال پرون د پښتونخوا په باجوړ کې کې د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

د داعش خراسان څانګې نن د جمعې په ورځ «د لړم۲۵مه» په یوه خبرپاڼه کې چې په ټیلیګرام کې خپره کړې ده، د دغه برید مسوولیت منلی او د دغو بریدونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

داعش خراسان په افغانستان، پاکستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې په پرله پسې ډول په سیاسي ګوندونو او حتا اسلامي ګوندونو او جریانونو باندې بریدونه کړي دي.

د ځايي پوليسو په وينا، د جماعت اسلامي ګوند سيمه ييز چارواكى صوفي حمید له جومات نه د وتلو په حال كې و، چې پر موټر سايكل سپرو دوو وسله والو پرې ډزې وكړې او ويې وواژه.

پولیسو دا هم ویلي چې برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او پلټنې روانې دي.

ويل کيږي چې د سيمې ځينو اوسېدونکو هڅه وکړه، چې صوفي حمید روغتون ته ورسوي، خو په لاره کې يې ساه ورکړه.

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې اسلامپالې او بېلتون غوښتونکې ډلې په پرله پسې ډول د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي.

تحریک طالبان پاکستان یوه له هغو ډلو ده، چې د خیبر پښتونخوا امنیت یې ننګولی دی.

اسلام اباد تل افغان طالبان د تحریک طالبان طالبان سره په همکارۍ او دغې ډلې ته د پټنځایونو په برابرولو تورنوي.

پاکستاني چارواکي وايي، ټي ټي پي په افغانستان کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او په کابل کې د طالبانو په څېر ایډیالوژي تعقیبوي.

افغان طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.