• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنیف پښتین: پښتون قامي جرګه د بندیانو خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین وايي، د پښتنو قامي جرګه په پام کې لري چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د خپلو بندیانو د خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه وکړي.

هغه له ټولو پښتنو غوښتي چې په دغو لاریونونو کې پراخ ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین تېره شپه شنبه د (لړم ۲۶مه) په خپله فیسبوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پښتنو قامي جرګه په پام کې لري چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د خپلو بندیانو د خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه وکړي.

هغه وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان د پنجاب بیلابیلو زندانونو ته وړل شوی او لا یې هم د خلاصون په اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

پښتین وايي، علي وزیر تازه د پنجاب له زندانونو دا ځل د سند زندان ته لېږدول شوی او دا هم نه ده څرګنده چې هلته به په کوم زندان کې وي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر درې میاشتې مخکې په اسلام اباد کې پولیسو د دغه هیواد د امن ګډوډولو په تور ونیو.

په خیبر کې د پښتون قامي جرګې له جوړېدو یوه میاشت تېره شوې او د دغې جرګې د پرېکړی له مخې چې له ټولې پښتونخوا څخه به پاکستانی پوځ او وسله والې ډلې وځي او دوی به د سیمې امنیت او چارې خپله سمبالوي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی او دا هم تر اوسه پورې نه ده په ډاګه شوې چې که د جرګې پرېکړې ونه منل شي، د جرګې د ګډونوالو بل ګام به څه وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

الجزیره: اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې ۵۱ فلسطینیان په بمباریو کې وژلي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د راپورونو له مخې، د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې پر تړانګه د بمباریو په دوام د شنبې په ورځ دغو ځواکونو د بیت فورک پر کلي بمبار کې لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان وژلي دي.

الجزیري ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي، چې اسراییل د بیت فورک کلي په بمبار کې لګسونه کورونه ویجاړ کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې همدارنګه دوه نور لبنانانیان چې مرسته رسونکي وو، هم نبیطه ښار په لویدیځ کې د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

راپور زیاتوي، چې حزب‌الله هم د دغه هېواد په شمال کې د اسراییل پر پوځي اډو لسګونه توغندي توغولي او د بې پیلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د حیفا په بندري ښار کې یې لږ تر لږه پنځه اسراییلیان ټپیان کړي.

د راپورونو له مخې، اسراییل په یوه اونۍ کې ۵۰ ځله د بیروت په داحیه باندې بمباري کړې ده.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې ځواکونو یې د شنبې په ماښام د بیروت په داحیه کې د بریدونو څلورمه څپه ترسره کړه، او په دې سره یوازې په تېره اونۍ کې ۵۰ ځلې هدفي بریدونه ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه د اسراییل د بریدونو په پایله کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې لږ تر لږه ۴۳۷۹۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۳،۶۰۱یې ټپیان شوي دي.

همدارنګه د حماس په مشرۍ د بریدونو په ترڅ کې په اسراییل کې د اټکل له مخې ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډير یرغمل شوي دي.

همدارنګه په لبنان کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴۵۲ کسان وژل شوي او ۱۴۵۹۹ نور ټپیان شوي دي.

اسراییلي پولیسو ویلي، چې د نتنیاهو د استوګنځي په انګړ کې دوه اور لګونکي توکي لویدلي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۱ GMT+۰

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ماښام د بنیامین نتنیاهو د استوګنځي په انګړ کې دوه اور لګونکي توکي لګیدلي دي. اسراییلي پولیسو دا پېښه "خطرناکه" بللې او ویلي یې دي، چې د پېښې پر مهال نتنیاهو او د هغه مېرمن په کور کې نه وو.

اسراییلي پولیسو د اور لګیدونکو توکو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خو ويلي یې دي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له یوې میاشتې څخه په لږې موده کې دا دویم ځل دی چې د اسراییل د لومړي وزیر پر استوګنځي برید کیږي.

د لړم د میاشتې په پیل کې، یوه بې پیلوټه الوتکه د بنیامین نتنېاهو په شخصي استوګنځي کې ولویده. د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله د اسراییل د لومړي وزیر د کور د یوې کوټې کړکۍ ماتې شوې خو ودانۍ ته یې زیان نه و رسولی. نتنېاهو او مېرمن یې د پېښې پر مهال هلته نه وو.

حزب الله په رسمي توګه د دې برید مسوولیت منلی و.

عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر سره د ایلن ماسک لیدنه رد کړه

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد له سفیر سره د ایلن ماسک د لیدنې په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه دروغ وبلل او هغه یې رد کړل. عراقچي ویلي، له تهران سره له همغږۍ پرته به هېڅ ناسته ترسره نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت له استازی سعید ایرواني سره د ایلن ماسک د کتنې خبر لومړی نیویارک ټایمز خپور کړ او ویې ویل، دواړو لورو د تهران او واشنګټن ترمینځ د کړکیچ د کمولو په لارو چارو خبرې کړي.

اسوشییتید پریس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې له ایراني استازي سره د ماسک لیدنه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) د اسلامي جمهوریت په غوښتنه ترسره شوې او دواړو لورو د ایران د حکومت د اټمي پروګرام په ګډون پر نورو مسایلو خبرې کړي. د دغه رسنۍ د راپور له مخې، په دغه لیدنه کې په منځني ختیځ کې د اسراییلو ضد ډلو ته د تهران د ملاتړ او د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې شوې دي، خو سمدستي کومه پرېکړه نه ده شوې.

امریکایی میلیاردر ماسک د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې مهم رول ولوباوه، او د ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرمپ هغه د ویویک راماسوامي سره یوځای د حکومت د اداري پروسو د اصلاحاتو د نوي تاسیس شوي دفتر د مشر په توګه وټاکه.

ایلن ماسک د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، او د ټرمپ د مخابراتو رییس وویل: "موږ د شخصي غونډو په راپورونو تبصره نه کوو."

د چین په یو مسلکي ښوونځي کې د چړې په برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د اسوشییتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، سیمه ییزو پولیسو ویلي، د شنبې په شپه د چین د ختیځ ښار یکسینګ په یو مسلکي ښوونځي کې د چړې په برید کې اته کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د یکسینګ ښار پولیسو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د شنبې په ورځ په ځايي وخت د ماښام شاوخوا ۰۶:۳۰ بجې د ووشي مسلکي هنرونو او ټیکنالوژۍ په انستیتوت کې شوی.

د وو سو په نوم شکمن، ۲۱ کاله عمر لري‌، په همدې ښوونځي کې زده کړې کوي او د برید په سیمه کې نیول شوی دی.

پولیسو وویل، چې وو سو د خپل ښوونځي په ازموینو کې ناکام شوی او نشي کولی د فراغت سند ترلاسه کړي. هغه د همدې ناکامۍ له امله په خپل انټرنشیب کې معاش نه شي ترلاسه کولای.

دا په چین کې یوه اونۍ کې دوهم وژونکی برید دی. تر دې وړاندې یو سړي د سویلي ښار ژوهای په یو سپورتي مرکز کې خلک په خپل موټر ووهل، چې له امله یې ۳۵ کسان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

باکو ته د اسراییل د ولسمشر سفر د امنیتي ملحوظاتو له کبله لغوه شو

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د اسراییل د ولسمشر اسحاق هرتزوګ دفتر ویلي، چې د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې چې د کاپ ۲۹په نوم پیژندل کیږي، د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمینې باکو ته د هغه دمخه پلان شوی سفر لغوه شوی. د دغه سفر د لغوه کېدو لامل «امنیتي ملحوظات» بلل شوي دي.

اذربایجان او اسراییل نږدې اړیکې لري او د اذربایجان جمهوریت د اسراییلي وسلو یو له پیرودونکیو څخه دی. تېر کال اذربایجان په تل ابیب کې خپل سفارت پرانیستی و.

په وروستیو کلونو کې د باکو او تل ابیب ترمنځ د اړیکو پراخیدو تهران په غوسه کړی دی، ځکه اذربایجان تیر کال په وار وار ادعا کړې وه چې په دغه هیواد کې یې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې نیولي چې د بریدونو په پلانولو بوختې وې.

د دې میاشتې په پیل کې، د اذربایجان جمهوریت یوې محکمې یو افغان په باکو کې د یو "ترهګریز برید" د پلانولو په تور په لس کاله بند محکوم کړ. اذربایجاني رسنیو ویلي، چې دغه افغان په باکو کې پر یو سفارت د برید پلان درلود.

اسراييلي ورځپاڼې يروشلم پوسټ ليکلي، چې دغه افغان په باکو کې د هغه هوټل څارنه کوله، چې د اسراييلو سفارت ته څېرمه پروت دى.

د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوه. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دغې غونډې اصلي موضوع ده.