• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پولیسو ویلي، چې د نتنیاهو د استوګنځي په انګړ کې دوه اور لګونکي توکي لویدلي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۱ GMT+۰

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ماښام د بنیامین نتنیاهو د استوګنځي په انګړ کې دوه اور لګونکي توکي لګیدلي دي. اسراییلي پولیسو دا پېښه "خطرناکه" بللې او ویلي یې دي، چې د پېښې پر مهال نتنیاهو او د هغه مېرمن په کور کې نه وو.

اسراییلي پولیسو د اور لګیدونکو توکو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خو ويلي یې دي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له یوې میاشتې څخه په لږې موده کې دا دویم ځل دی چې د اسراییل د لومړي وزیر پر استوګنځي برید کیږي.

د لړم د میاشتې په پیل کې، یوه بې پیلوټه الوتکه د بنیامین نتنېاهو په شخصي استوګنځي کې ولویده. د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله د اسراییل د لومړي وزیر د کور د یوې کوټې کړکۍ ماتې شوې خو ودانۍ ته یې زیان نه و رسولی. نتنېاهو او مېرمن یې د پېښې پر مهال هلته نه وو.

حزب الله په رسمي توګه د دې برید مسوولیت منلی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر سره د ایلن ماسک لیدنه رد کړه

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد له سفیر سره د ایلن ماسک د لیدنې په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه دروغ وبلل او هغه یې رد کړل. عراقچي ویلي، له تهران سره له همغږۍ پرته به هېڅ ناسته ترسره نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت له استازی سعید ایرواني سره د ایلن ماسک د کتنې خبر لومړی نیویارک ټایمز خپور کړ او ویې ویل، دواړو لورو د تهران او واشنګټن ترمینځ د کړکیچ د کمولو په لارو چارو خبرې کړي.

اسوشییتید پریس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې له ایراني استازي سره د ماسک لیدنه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) د اسلامي جمهوریت په غوښتنه ترسره شوې او دواړو لورو د ایران د حکومت د اټمي پروګرام په ګډون پر نورو مسایلو خبرې کړي. د دغه رسنۍ د راپور له مخې، په دغه لیدنه کې په منځني ختیځ کې د اسراییلو ضد ډلو ته د تهران د ملاتړ او د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې شوې دي، خو سمدستي کومه پرېکړه نه ده شوې.

امریکایی میلیاردر ماسک د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې مهم رول ولوباوه، او د ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرمپ هغه د ویویک راماسوامي سره یوځای د حکومت د اداري پروسو د اصلاحاتو د نوي تاسیس شوي دفتر د مشر په توګه وټاکه.

ایلن ماسک د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، او د ټرمپ د مخابراتو رییس وویل: "موږ د شخصي غونډو په راپورونو تبصره نه کوو."

د چین په یو مسلکي ښوونځي کې د چړې په برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د اسوشییتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، سیمه ییزو پولیسو ویلي، د شنبې په شپه د چین د ختیځ ښار یکسینګ په یو مسلکي ښوونځي کې د چړې په برید کې اته کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د یکسینګ ښار پولیسو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د شنبې په ورځ په ځايي وخت د ماښام شاوخوا ۰۶:۳۰ بجې د ووشي مسلکي هنرونو او ټیکنالوژۍ په انستیتوت کې شوی.

د وو سو په نوم شکمن، ۲۱ کاله عمر لري‌، په همدې ښوونځي کې زده کړې کوي او د برید په سیمه کې نیول شوی دی.

پولیسو وویل، چې وو سو د خپل ښوونځي په ازموینو کې ناکام شوی او نشي کولی د فراغت سند ترلاسه کړي. هغه د همدې ناکامۍ له امله په خپل انټرنشیب کې معاش نه شي ترلاسه کولای.

دا په چین کې یوه اونۍ کې دوهم وژونکی برید دی. تر دې وړاندې یو سړي د سویلي ښار ژوهای په یو سپورتي مرکز کې خلک په خپل موټر ووهل، چې له امله یې ۳۵ کسان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

باکو ته د اسراییل د ولسمشر سفر د امنیتي ملحوظاتو له کبله لغوه شو

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د اسراییل د ولسمشر اسحاق هرتزوګ دفتر ویلي، چې د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې چې د کاپ ۲۹په نوم پیژندل کیږي، د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمینې باکو ته د هغه دمخه پلان شوی سفر لغوه شوی. د دغه سفر د لغوه کېدو لامل «امنیتي ملحوظات» بلل شوي دي.

اذربایجان او اسراییل نږدې اړیکې لري او د اذربایجان جمهوریت د اسراییلي وسلو یو له پیرودونکیو څخه دی. تېر کال اذربایجان په تل ابیب کې خپل سفارت پرانیستی و.

په وروستیو کلونو کې د باکو او تل ابیب ترمنځ د اړیکو پراخیدو تهران په غوسه کړی دی، ځکه اذربایجان تیر کال په وار وار ادعا کړې وه چې په دغه هیواد کې یې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې نیولي چې د بریدونو په پلانولو بوختې وې.

د دې میاشتې په پیل کې، د اذربایجان جمهوریت یوې محکمې یو افغان په باکو کې د یو "ترهګریز برید" د پلانولو په تور په لس کاله بند محکوم کړ. اذربایجاني رسنیو ویلي، چې دغه افغان په باکو کې پر یو سفارت د برید پلان درلود.

اسراييلي ورځپاڼې يروشلم پوسټ ليکلي، چې دغه افغان په باکو کې د هغه هوټل څارنه کوله، چې د اسراييلو سفارت ته څېرمه پروت دى.

د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوه. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دغې غونډې اصلي موضوع ده.

ایراني چارواکی: له امنیتي پلوه اټومي پروګرام مونږ ته هېڅ کومه لاسته راوړنه نه درلوده

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د ایران د پارلمان غړی احمد نادري وایي، چې له امنیتي پلوه د اسلامي جمهوري اټومي پروګرام دغه هېواد ته هېڅ کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې. نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي پروګرام متخصصین باید بدل شي.

نادري همداراز د شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) زیاته کړه، چې د ایران اټومي پروګرام یوازې په سیمه کې تعادل رامنځته کړی دی.
د ایران د پارلمان غړی احمد نادري وایي: «مونږ په همدومره کلونو کې د اټوم بم د جوړولو لپاره څو برابره لګښت کړی دی، خو په امنیتي حوزه کې یې مونږ ته هېڅ کوم لاسته راوړنه نه درلود، زما باور دا دی چې د اټوم بم د ازمایښت په لوري باید ولاړ شو او بله هېڅ لار نه لرو.»
احمد نادري وایي، چې د اټومي پروګرام د متخصصینو بدلول د ایران د خلکو او د پوهانو غوښتنه هم ده.
دا لومړی ځل نه دی چې یو ایراني چارواکی د اټومي پروګرام د متخصصینو د بدلولو غوښتنه کوي، تر دې وړاندې هم کله چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیاوو زور واخیست په وار وار دا غوښتنه په علني توګه مطرح شوې وه.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر او د علي خامنه یي سلاکار کمال خزاري هم مخکې ګواښ کړی و، چې که دغه هېواد له جدي تهدید سره مخامخ شي ښایي د اټومي پروګرام متخصصین بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د یوې غونډې په څنډه کې له خپل بریتانیاوي سیال ډیویډ لمي سره په کتنه کې ویلي و: “غړي هېوادونه باید د اټومي انرژۍ له نړۍوال ادارې څخه وغواړي چې ایران وغندي او د دغه هیواد د پرله پسې سرغړونو په اړه راپور ورکړي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که ایران "د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ملاتړ ولري" نو دا موضوع به خطرناکه وي.

شهباز شریف: د وسلوالو بریدونه د بلوچستان د پراختیا لپاره زموږ د هوډ مخه نشي نیولی

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان کې پر پوځ له برید وروسته ویلي، چې دا بریدونه د د دې صوبې د د پراختیا لپاره د دوی د هوډ مخه نشي نیولی.

د بلوچستان په کلات کې نن پر یو پوځي مرکز د برید له امله اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

شهباز شریف له دې پېښې وروسته په خپله خواله رسنۍ اېکس کې د یوه یادښت په خپرولو سره دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

شهباز شریف وايي د خپلو خلکو او نظامیانو سره په کډه امنیتي کواښونه له منځه وړي.

نوموړي د دې پیښې د عاملینو د سملاسي نیولو امر کړی دی.

شهباز شریف زیاتوي چې ورته بریدونه د بلوچستان د پراختیا او ښېرازۍ لپاره د اسلام اباد هوډ نشي کمزوری کولی.

د پاکستان دولتي راډیو خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی په بلوچستان کې د ګډوډیو او بدامنیو جوړونکي د بلوچستان د خلکو او د دې صوبې دوښمانان دي.

د پاکستان د جیو نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید غندلی دی او د وژل شويو نظامیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

سرچېنې وایي، چې دغه برید د شپې ناوخته شوی او وسلوالو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی؛ خو امنیتي سرچینو په دغه برید کې وسله‌والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه برید پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلې او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

یوه اوونۍ وړاندې هم بلوچستان کې د اورګاډي په تمځي کې په چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي و او مسوولیت یې هم د بلوچ د ازادي غوښتونکي پوځ په غاړه اخیستی و.