په پاکستان کې اسلامي نظرياتي شورا د وي پي این کارول «غير اسلامي او غير قانوني» بللي
په پاکستان کې اسلامي نظرياتي شورا د وي پي اين استعمال «غير اسلامي او غير قانوني» بللی او له حکومت یې د بندولو غوښتنه کړې ده.
له څو اونیو راهیسې پاکستان کې ځینې رسنوالو ویل، چې د پاکستان حکومت غواړي وي پي اېن بند کړي.
ډېری منتقدين د پاکستان پر دغه بنديز نيوکه کوي او دا د بیان پر ازادۍ يو محدودیت یادوي.
که څه هم په پاکستان کې د اېکس پر ټولینزي پاڼې محدودیت دی؛ خو د دغه هېواد لومړۍ وزير شهباز شريف هم د یو پي اين په استعمال سره په اېکس پاڼه کې فعاليت کوي.
شهباز شریف زیاتوي چې ورته بریدونه د بلوچستان د پراختیا او ښېرازۍ لپاره د اسلام اباد هوډ نشي کمزوری کولی.
د پاکستان دولتي راډیو خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی په بلوچستان کې د ګډوډیو او بدامنیو جوړونکي د بلوچستان د خلکو او د دې صوبې دوښمانان دي.
د پاکستان د جیو نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید غندلی دی او د وژل شويو نظامیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.
سرچېنې وایي، چې دغه برید د شپې ناوخته شوی او وسلوالو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی؛ خو امنیتي سرچینو په دغه برید کې وسلهوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د دغه برید پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلې او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
یوه اوونۍ وړاندې هم بلوچستان کې د اورګاډي په تمځي کې په چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي و او مسوولیت یې هم د بلوچ د ازادي غوښتونکي پوځ په غاړه اخیستی و.
په افغانستان کې طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي او ویلي چې د کومې وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي او نه کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کاونډيو هېوادونو پرضد وکاروي.
د پاکستان د پوځ مشر دا هم وايي، چې له افغانستان سره د پولو خوندي کولو لپاره یې تکلاره جوړه کړې ده او د عزم استحکام عملیاتو هدف هم د ترهګرۍ او فراطیت ختمول دي.
د پاکستان د پوځ مشر وايي چې د امن لپاره خپل مثبت کردار ته ادامه ورکو او د کومې نړیوال شخړې برخه نه جوړیږي.
که څه هم جنرال عاصم منیر د کوم حکومت یا هم هېواد نوم وانخیس>خو وویل چې ریاستي سرپرستی لاندې ترهګري یوه نړیواله جدي ننګونه ده.
د پاکستان حکومت پر طالبانو سربېره د هند حکومت هم تورنوي چې په دغه هېواد کې د وسلوالو ملاتړ کوي، خو نوی ډېلی دا تورونه ردوي.