• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني حکومت په چمن کې ځايي اوسېدونکو ته د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هیواد حکومت ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سوېلي پښتونخوا په چمن کې ځايي اوسېدونکو ته د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو ورکولو د وېش لړۍ پیل کړې ده. خو هلته پرلت‌وال ورسره په ډیورنډ کرښه ویزه او پاسپورټ نه مني.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون ناست پرلت وهونکي وايي، چې د پاکستان دغې پرېکړې ته نه تلسیمږي او له پاسپورټ پرته دواړو خواو ته تګ راتګ غواړي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ حکومت په بلوچستان ایالت کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د چمن اوسېدونکو لپاره د ۵۰۰۰ وړیا پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د وړیا پاسپورټونو له ورکولو یې موخه د چمن د بې وزله مزدورانو مرسته کول دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه سند پالیسي له امله زیانمن شوي دي.

په چمن کې ځايي خبریالان وايي، چې د وړیا پاسپورټ د وېش لړۍ د بلوچستان ایالت د حکومتي مسولانو او په چمن کې د مېشتو پوځیانو د استازي له لوري پیل شوې.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې د دغه پروګرام په پرانېسته کې قومي مشرانو او سوداګرو هم برخه اخیستې وه.

د پاکستان سما نیوز د کوټې د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې: «د دې پروژې له مخې، حکومت د ۵۰۰۰ کسانو لپاره د پاسپورټ فیس ورکوي. کله چې د چمن په دروازه د يو سند قانون نافذ شو، نو ځينو خلکو دا غلط فهمي وکړه چې بېکاري يې زياته کړه. حکومت غواړي چې ټول خلک پاسپورټونه ولري، خو هغه څوک چې د پاسپورټ اخيستلو توان نه لري. په وړیا توګه ورکول کیږي.»

همدارنګه دغه چارواکو ویلي، چې خلکو ته به د وړیا پاسپورټونو ترڅنګ د افغانستان وړیا ویزې هم ورکړي.

دوی زیاته کړې، چې د چمن د خلکو لپاره د کاري زمیني چمتو کولو لپاره یې د چمن پر خلکو ۹۰۰ میلیونه پاکستاني روپۍ ویشلي دي او ډیر ژر به د چمن د ماسټر پلان د پروژي په پیل سره هلته خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

بل خوا پاکستان د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو یوه کال پوره شوی او پرلت وهونکي وايي، د پاکستان د دغې پرېکړې په کلکه مخالفت کوي.

د چمن پرلت غړی صادق خان اڅګزی وايي: «د پاکستان پاسپورټ څه چې موږ بیخې ډیورنډ کرښه نه منو، رشوت خوړونکي اداري نه منو او ناروا پالیسي نه منو. دا د پاسپورټ اخیستلو په ویش کې ځینو ضعیفو کسانو ګډون کړی، خو دا د چمن د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.»

پرلت وال خبرداری ورکوي، که د پاکستان حکومت له خپلو دغو ډول کړنو لاس وانه خلي دوی اړ کیږي، چې دغه سوله ییز پرلت د حکومت په وړاندې په تاوتریخجن بهیر واړوي.

پاکستان تېر کال د نومبر په میاشت کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه وکړه.

د دغې پرېکړې په غبرګون د چمن ښار سلګونو کسان پرلت وواهه او د یوه کال په تېریدو لا هم پرلت دوام لري او د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه دی پر شا شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا او چین ولسمشرانو د اختلافاتو د مدیریت په اړه خبرې وکړې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د امریکا او چین ولسمشرانو جو بایډن او شي جین پینګ په پیرو کې سره وکتل. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د دواړو هیوادونو مشرانو د همکاریو په برخه کې د پراختیا او د جنجالي سیمو د مدیریت په ګډون د یو شمیر سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسلو په اړه روښانه او رغنده خبرې اترې وکړې.

د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې شنبه د (لړم ۲۶مه) خپره شوه راغلي، چې بایډن د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د چينلونو د ساتلو له هڅو څخه په مسوولانه توګه د دوه اړخيزو سياليو د تنظيمولو او د ساحو د پراخولو لپاره هڅې کوي. د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې، نظامي او استخباراتي اړیکو، اړوندو ګواښونو په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ د مصنوعي ځیرکتیا او د اقلیم د بدلون هرکلی کړی دی.

دواړو خواوو د مصنوعي ځیرکتیا له امله د رامنځته شويو خطرونو سره د مقابلې او د امنيت د ښه والي، د انسانيت د ګټو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر پراختيا، د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د اټومي وسلو د کنټرول او په پوځي برخه کې د دې ټکنالوژۍ د مسوولانه پرمختګ پر اړتيا هم ټينګار وکړ.

اوکراین او تایوان

بایډن د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې ته په اشارې سره د روسیې له پوځي صنعتونو د چین د دوامداره ملاتړ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

هغه له اوکراین سره د جګړې لپاره روسیې ته د شمالي کوریا د زرګونو پوځیانو استول وغندل او خبرداری یې ورکړ چې د دغه اقدام د اروپا او اسیا- پاسیفیک سیمې د سولې او امنیت لپاره د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د امریکا ولسمشر همداراز په سوېلي چین سمندرګي او ختیځ چین سمندرګي کې د بېړیو د ازادۍ او سولې او ثبات لپاره د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړ.

دواړو خواوو د چین او تایوان ترمنځ د کړکیچ په اړه هم خبرې وکړې. بايډن پر دې ټينګار وکړ چې د تايوان تنګي او په دې سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت څرنګوالی بايد له سوله ييزو لارو حل شي او له چين څخه يې وغوښتل چې د تايوان په شاوخوا کې خپل بې ثباته کوونکي پوځي اقدامات پای ته ورسوي.

بایډن د چین د «ناعادلانه سوداګریزو تګلارو» په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې امریکا به د متحده ایالاتو ملي امنیت ته د زیان رسولو لپاره د پرمختللو امریکایي ټیکنالوژیو د کارولو مخنیوي لپاره اړین اقداماتو ته دوام ورکړي.

بشري حقونه، په چین کې بندي امریکایان او سایبري بریدونه

بایډن د بشري حقونو په اهمیت باندې پهټینګار سره وویل چې ټول هیوادونه باید په دې برخه کې خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي په چين کې د امريکايي وګړو ناحقه بنديانو ته په اشارې سره وويل، واشنګټن د دې مسلې حل کولو ته لومړيتوب ورکړی دی.

بایډن پر ملکي بنسټونو د چین د سایبري بریدونو د دوام او د امریکا د خلکو امنیت او خوندیتوب ته د ګواښ په اړه هم ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د اړیکو د ښه کولو په لاره کې د اسانه لیږد بهیر

له بلې خوا، د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې شي جین پینګ له بایډن سره په لیدنه کې د امریکا او چین اړیکې «په نړۍ کې ترټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې» وبللې او په نړۍ کې اوسنیو بې ثباته شرایطو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ. دواړه هیوادونه باید په ګډه کار وکړي تر څو په نړۍوال وضعیت کې لا زیات ثبات رامنځته شي.

شي جين پينګ وويل، چين غواړي له واشنګټن سره خبرې اترې او دوه اړخيزې همکارۍ پراخې کړي او د شته توپيرونو د کنټرول په موخه له امريکا او چين سره د اړيکو د ښه والي په لاره کې د انتقالي دورې د اسانه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

حنیف پښتین: پښتون قامي جرګه د بندیانو خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین وايي، د پښتنو قامي جرګه په پام کې لري چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د خپلو بندیانو د خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه وکړي.

هغه له ټولو پښتنو غوښتي چې په دغو لاریونونو کې پراخ ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین تېره شپه شنبه د (لړم ۲۶مه) په خپله فیسبوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پښتنو قامي جرګه په پام کې لري چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د خپلو بندیانو د خوشې کولو په موخه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه وکړي.

هغه وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان د پنجاب بیلابیلو زندانونو ته وړل شوی او لا یې هم د خلاصون په اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

پښتین وايي، علي وزیر تازه د پنجاب له زندانونو دا ځل د سند زندان ته لېږدول شوی او دا هم نه ده څرګنده چې هلته به په کوم زندان کې وي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر درې میاشتې مخکې په اسلام اباد کې پولیسو د دغه هیواد د امن ګډوډولو په تور ونیو.

په خیبر کې د پښتون قامي جرګې له جوړېدو یوه میاشت تېره شوې او د دغې جرګې د پرېکړی له مخې چې له ټولې پښتونخوا څخه به پاکستانی پوځ او وسله والې ډلې وځي او دوی به د سیمې امنیت او چارې خپله سمبالوي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی او دا هم تر اوسه پورې نه ده په ډاګه شوې چې که د جرګې پرېکړې ونه منل شي، د جرګې د ګډونوالو بل ګام به څه وي.

الجزیره: اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې ۵۱ فلسطینیان په بمباریو کې وژلي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د راپورونو له مخې، د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې پر تړانګه د بمباریو په دوام د شنبې په ورځ دغو ځواکونو د بیت فورک پر کلي بمبار کې لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان وژلي دي.

الجزیري ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي، چې اسراییل د بیت فورک کلي په بمبار کې لګسونه کورونه ویجاړ کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې همدارنګه دوه نور لبنانانیان چې مرسته رسونکي وو، هم نبیطه ښار په لویدیځ کې د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

راپور زیاتوي، چې حزب‌الله هم د دغه هېواد په شمال کې د اسراییل پر پوځي اډو لسګونه توغندي توغولي او د بې پیلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د حیفا په بندري ښار کې یې لږ تر لږه پنځه اسراییلیان ټپیان کړي.

د راپورونو له مخې، اسراییل په یوه اونۍ کې ۵۰ ځله د بیروت په داحیه باندې بمباري کړې ده.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې ځواکونو یې د شنبې په ماښام د بیروت په داحیه کې د بریدونو څلورمه څپه ترسره کړه، او په دې سره یوازې په تېره اونۍ کې ۵۰ ځلې هدفي بریدونه ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه د اسراییل د بریدونو په پایله کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې لږ تر لږه ۴۳۷۹۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۳،۶۰۱یې ټپیان شوي دي.

همدارنګه د حماس په مشرۍ د بریدونو په ترڅ کې په اسراییل کې د اټکل له مخې ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډير یرغمل شوي دي.

همدارنګه په لبنان کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴۵۲ کسان وژل شوي او ۱۴۵۹۹ نور ټپیان شوي دي.

اسراییلي پولیسو ویلي، چې د نتنیاهو د استوګنځي په انګړ کې دوه اور لګونکي توکي لویدلي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۱ GMT+۰

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ماښام د بنیامین نتنیاهو د استوګنځي په انګړ کې دوه اور لګونکي توکي لګیدلي دي. اسراییلي پولیسو دا پېښه "خطرناکه" بللې او ویلي یې دي، چې د پېښې پر مهال نتنیاهو او د هغه مېرمن په کور کې نه وو.

اسراییلي پولیسو د اور لګیدونکو توکو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خو ويلي یې دي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له یوې میاشتې څخه په لږې موده کې دا دویم ځل دی چې د اسراییل د لومړي وزیر پر استوګنځي برید کیږي.

د لړم د میاشتې په پیل کې، یوه بې پیلوټه الوتکه د بنیامین نتنېاهو په شخصي استوګنځي کې ولویده. د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله د اسراییل د لومړي وزیر د کور د یوې کوټې کړکۍ ماتې شوې خو ودانۍ ته یې زیان نه و رسولی. نتنېاهو او مېرمن یې د پېښې پر مهال هلته نه وو.

حزب الله په رسمي توګه د دې برید مسوولیت منلی و.

عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر سره د ایلن ماسک لیدنه رد کړه

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد له سفیر سره د ایلن ماسک د لیدنې په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه دروغ وبلل او هغه یې رد کړل. عراقچي ویلي، له تهران سره له همغږۍ پرته به هېڅ ناسته ترسره نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت له استازی سعید ایرواني سره د ایلن ماسک د کتنې خبر لومړی نیویارک ټایمز خپور کړ او ویې ویل، دواړو لورو د تهران او واشنګټن ترمینځ د کړکیچ د کمولو په لارو چارو خبرې کړي.

اسوشییتید پریس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې له ایراني استازي سره د ماسک لیدنه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) د اسلامي جمهوریت په غوښتنه ترسره شوې او دواړو لورو د ایران د حکومت د اټمي پروګرام په ګډون پر نورو مسایلو خبرې کړي. د دغه رسنۍ د راپور له مخې، په دغه لیدنه کې په منځني ختیځ کې د اسراییلو ضد ډلو ته د تهران د ملاتړ او د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې شوې دي، خو سمدستي کومه پرېکړه نه ده شوې.

امریکایی میلیاردر ماسک د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې مهم رول ولوباوه، او د ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرمپ هغه د ویویک راماسوامي سره یوځای د حکومت د اداري پروسو د اصلاحاتو د نوي تاسیس شوي دفتر د مشر په توګه وټاکه.

ایلن ماسک د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، او د ټرمپ د مخابراتو رییس وویل: "موږ د شخصي غونډو په راپورونو تبصره نه کوو."