هند په پاکستان کې د نابینایانو نړیوال جام کې ګډون نه کوي

د هند د نابینایانو کرېکټ لوبډله وايي، په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې ګډون نه کوي.

د هند د نابینایانو کرېکټ لوبډله وايي، په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې ګډون نه کوي.
د هندي او پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د هند حکومت دې لوبډلې ته په جام کې د ګډون اجازه نه ده ور کړې.
د هند د نابینایانو کرېکټ ټولنې مشر شیلندرا یادیو وايي، ۲۵ ورځې یې د حکومت اجازې ته انتظار وکړ، خو څه یې تر لاسه نه کړل.
نوموړی زیاتوي، اوس دوی پرېکړه کړې چې پاکستان ته نه ځي.
دا جام د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې د پاکستان په لاهور او ملتان کې کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نابینایانو د شل اوره نړیوال جام د سیالیو لپاره۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړه.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په دې جام کې ګډون کوي


د افغانستان کرېکټ بورډ د نابینایانو د شل اوره نړیوال جام د سیالیو لپاره۱۶ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړه.
دا جام د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې د پاکستان په لاهور او ملتان کې کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله اعلامیه کې وايي، د دې جام لپاره یې په کمپونو کې له۵۰ کسانو ۲۴ډېر تکړهلوبغاړي په نښه او د تمریناتو پر بنسټ ۱۶د نړیوال جام لپاره غوره کړل.
د کرېکټ بورډ د نوملړ له مخې، د نابینایانو نړیوال جام لوبډلې لپاره اباسین سیلاب د لوبډلمشر، فهیم د مرستیال لوبډلمشر او شرافت د ویکټ ساتونکي په توګه غوره شوي دي.
ور سره فرمان الله، سمیع الله، عبدالله، اسدالله خان، غلام خان، بریالی ساحل، سردار ولي، عبدالمالک، اجمل، روح الله، دوران، عزت الله او زبیح الله هم پاتې لوبغاړي دي.

باوري سرچینې وايي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر د وسله والو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان دي. ویل کیږي برید د یوه ځايي قومي مشر پر موتر شوی دی.
له خیبرپښتوخوا بنو څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ځايي قومي مشر ملک شوديخیل پر موټر د وسله والو په ډزو کې د دغه ملک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تپیان دي.
په وژل شويو کې ملک شوديخیل، یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
دغه برید نن سهار وختي پر هغه موټر شوی له کلي څخه د بازار په لور روان و.
ځايي پولیس وايي، چې د دغه برید په اړه نه پوهیږي چې ولې پر ولسي خلکو ډزې شوې خو وايي په سیمه کې په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.
وسله والو ډلو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ او تي ټي پي تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کیږي.
پر ولسي خلکو د وسله والو له لوري د بنو په جانیخیلو سیمه کې دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په تپې کلي کې د شپې مهال پر څو کورونو یوې نامعلومې زورورې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل او تر ۱۵ یې زیات ټپیان کړي وو.
تېره ورځ په همدې بنو کې وسله والو اوه پولیس ژ،ندي تښتولي وو او لا یې هم لوری نه دی معلوم.

د خراسان ډایري په نوم د یوې پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسله والو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اته امنیتي ځواکونه او نهه وسله وال وژل شوي دي.
په دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، اووه عسکر او شپږ وسله وال زخمیان شوي هم دي. دغه نښتې د تیرا په درې بیلابیلو سیمو کې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیاتو د استخباراتي معلومات پر اساس پلان شوي وو او موخه یې د مهمو وسله والو په نښه کول و.
په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته، پاکستاني وسله والو ډلو هم خپل بریدونه پراخ کړي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبانو تورنوي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام نن افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د ۱۶۹ منډو په لوی توپير متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه. په دې سیالۍ کې محبوب تسکين ۱۴۱ ناسوځيدلې او فیصل ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبډله يې تر بريا ورسوله.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوشنبې ورځې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په توپوهنه کې محبوب تسکين ۱۴۱ ناسوځيدلې منډې وکړې او فیصل، چې د پاکستان په وړاندې يې هم سل منډې جوړې کړې وې په دې لوبه کې يې هم په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې تر لاسه کړې.
د متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې په ۴۵،۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۶۹ منډو په توپير وبايلله.
د متحده عربي امارتو په لوبډلې کې ایتن ډي سوزا ۵۵ او اریان سکسینا ۴۰ تر نوور لوبغاړو ډېري منډې وکړې.
د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې نصرت نورستاني، خاطر ستانکزي او نظيف الله اميري دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ سيالۍ کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه.
د همدې سياليو د مهالوېش له مخې به افغانستان خپله درېيمه لوبه راتلونکې چارشنبه د پاکستان لوبډلې سره تر سره کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کاروي. د دغه ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان پاکستان حکومت ته ويلي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو زیاتېدو اړوند په يوه کنفرانس کې پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيتي بحران د اواري لپاره له ښکيلو خواوو سره خبرې اترې پيل کړي.
نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان حکومت دې په بيړنۍ توګه پر خپله امنيتي پاليسۍ بیا کتنه وکړي.
هغه وویل: «د هر انسان ژند ارزښتناک دی، حکومت باید پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.»
د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.
نوموړي په دې اړه له پاکستان نه هم غوښتي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اندېښنو د اواري لپاره په خبرو کې برخه واخلي.
د پاکستان د یو شمېر سياسیونو ترڅنګ د پاکستان بېلابيلو چارواکو په وار وار پر افغان طالبانو نيوکه کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري او یو شمېر ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.
خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او په خپلو څرګندونو کې يې ډاډ ښودلی، چې د افغانستان له خاورې به چا ته زيان ونه رسيږي.