حامد کرزي د بُن په تاریخي کنفرانس کې یو ځل بیا د ملي خبرو اترو غوښتنه وکړه

د بُن له تاریخي کنفرانس څخه ۲۳ کاله وروسته، د المان دغه ښار د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د خبرو اترو کوربه و. باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو حضور درلود.