• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو: په افغانستان کې ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ستر ګواښ دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې (اف اس بي) مشر وايي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دي. الکساندر بورتنیکوف داعش خراسان او القاعدې ډلو ته اشاره وکړه او له ګواښونو سره یې د مقابلې لپاره د طالبانو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې د روسیې د امنیتي خدماتو مشر په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي سازمانونو د مشرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د ترهکریزو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "له داعش سره د مبارزې لپاره د طالبانو ډلې اقداماتو ته په پام سره، ښایي چې په دې برخه کې د افغان چارواکو (طالبانو) او استخباراتو سره رغنده تعامل او د ناقانونه وسلو او نشه یې توکو له قاچاق سره مبارزه وشي."

الکساندر بورتنیکوف د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه: «د بهرنیو هېوادونو امنیتي ځواکونه له نړۍوال ترهګرۍ په استفادې سره د نړۍ د بېلابېلو سیمو د ناامنه کولو هڅه کوي.

دغه لوړپوړي روسي چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې له ترهګرو سره پر مبارزې او د نشه يي توکو او وسلو د ناقانونه قاچاق پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی، چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو کوله، د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو ملا یعقوب او سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو له چارواکو سره جلا - جلا کتنې وکړې.

په دې وروستیو کې د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان عمومي منشي ایمانقلي تاسماګامبتوف اعلان وکړ، چې اوس هم په افغانستان کې د پام وړ شمېر ترهګرې ډلې شتون لري.

ایمانقلي تاسماګامبتوف په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره یوه جدي ستونزه وبلله.

په دې لړ کې هغه اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د ټینګولو پلان به د ۱۴۰۳ کال د اکټوبر په اتمه تصویب شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړۍواله شورا: تازه درجه بندۍ کې خان د یو ورځینيو لوبو په توپ اچونکو کې لومړی شوی

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن په تازه درجه بندۍ کې د یو ورځبنيو لوبو په توپ اچونه کې افغان پياوړی لوبغاړی راشدخان د لومړۍ مقام ګټونکی اعلان کړ. په دې درجه بندۍ کې محمد نبي په الراونډرانو کې پر خپل لومړي ځای پاتې دی.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د چهار شنبې په ورځ د لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه.

په دې درجه بندۍ کې راشد خان د یو ورځینيو لوبو په توپ اچونکو کې تر پاکستاني تېز توپ اچونکي شاهين افريدي مخکې او لومړی مقام يې تر لاسه کړی.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په درجه بندۍ کې محمد نبي د الراونډرانو په نوملړ کې پر خپل لومړی ځای پاتې دی.

راشد خان د شل اوره لوبو په توپ اچوونکو کې هم اووم او فضل الحق فاروقي بیا لسم ځای لري.

رحمان الله ګربز د یو ورځیينو لوبو په توپ وهونکو کې اووم او په شل اوره کې بيا پر لسم ځای دی.

حمدالله محب یو فضايي شرکت پرانیست

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په متحده عربي اماراتو کې د مارلن فضايي سپوږمکۍ د تولید شرکت پرانیست. مارلن سپېس په متحده عربي اماراتو کې د سوداګریزې سپوږمکۍ د تولید په برخه کې د یوه امریکايي کمپنۍ په همکارۍ پانګونه کړې ده.

د لومړي ځل لپاره د سانفرانسیسکو د سټارټاپي شرکت د مارلن سپېس او لوفټ اوربیټل ترمنځ د ګډې پروژې "اوربیټ ورکس" خبر د وږي په میاشت کې خپور شو.

د ټکنالوژۍ خبري وېب پاڼې "ټک کرنچ" لیکلي، چې مارلن سپېس چې محب یې مشر دی، د متحده عربي اماراتو شاهي کورنۍ پورې اړه لري.

د محب شرکت د نړۍوال هولډینګ شرکت (IHC) سره تړاو لري او دا ملکیت د رویال ګروپ او د ابوظبي د امیر کورنۍ پورې اړه لري.

ایرو سپېس ټایمز وېبپاڼې لیکلي، چې د حمدالله محب شرکت د ابوظبي د پانګونې ادارې یو له اړوندو شرکتونو څخه دی.

پر دې سربېره، یو شمېر نورو شرکتونو هم د مارلون سپېس او لافټ اوربیټل ترمنځ په ګډه پروژه کې پانګونه کړې.

د مارلن سپېس وېب پاڼې د مدیرانو او کارکوونکو په اړه هېڅ معلومات نه شته او ښاغلي محب هم په ټولنیزو رسنیو کې د خپل نوي شرکت په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.

نړۍوال اقتصادي فورم د ښاغلي محب یو لنډ ژوندلیک خپور کړی، چې په هغه کې د "مارلن سپېس" رییس معرفي شوی.

د ایرو سپېس ټایمز په وینا، اوربیټ ورکس به په متحده عربي اماراتو کې لومړی شرکت وي، چې د ځمکې په ټیټ مدار کې سوداګریز سپوږمکۍ تولیدوي.

دې شرکت خپل فعالیت د ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېرې پانګونې سره پیل کړی او موخه یې په کال کې لږ تر لږه د ۵۰۰ کیلو ګرامه یي پنځوسو سپوږمکیو تولید دی.

متحده عربي اماراتو د فضا په برخه کې د خپلو پروژو لپاره پراخې مالي سرچینې ځانګړې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو فضايي اداره له یوې لسیزې څخه کم عمر لري، خو دغه هېواد د تخنیکي وړتیاوو د پراختیا او په دې برخه کې له نورو هېوادونو او سوداګریزو شرکتونو سره د همکارۍ لپاره په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۹ کې خپل لومړی فضانورد نړۍوال فضا ایستګاه ته واستاوه.

حمدالله محب چې د ملي امنیت سلاکار او د اشرف غني په حکومت کې یو له مهمو څېرو څخه و، کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره له ولسمشر غني سره متحده اماراتو ته ولاړ.

طالبان د حلال تجارت له لارې غواړي چې نړۍوالې اړیکې جوړې کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د ترکیې په ګډون بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې غواړي د اسلامي پانګونې او حلال تجارت له لارې له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره اغېزمنې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې او پیاوړې کړي.

نورالدین عزیزي د حلالې نړۍوالې غونډې په څنډه کې وویل: «غواړو د کرنې د سکتور پیاوړتیا، د زیربناوو پراختیا، د کورنیو صنعتونو ملاتړ، د مالي ثبات ټینګښت، د کورنیو او بهرنیو پانګونو هڅول او ټولو برخه والو ته د ګټو برابرولو زمینه برابره کړو.»

عزیزي دغه څرګندونې په استانبول کې د یوې څلور ورځینۍ غونډې په ترڅ کې چې د حلال تجارت پر موضوعاتو څرخي، وکړې.

عزیزي دغه غونډه په اسلامي نړۍ کې یوه ستره سوداګریزه غونډه یاده کړه او ویې ویل، چې د نړۍوال حلال تجارت د پیاوړتیا لپاره یو پلاټفورم دی.

هغه زیاته وکړ، چې حلال صنعت، حلال تجارت او حلال محصولات نه یوازې د اسلامي نړۍ او مسلمانانو بلکې د ټول بشریت لپاره خدمت کوي.

عزيزي دې ته په اشارې سره چې سيمه ييز او نړۍوال پانګه وال کولى شي په خوندي توګه په افغانستان کې پانګونه وکړي همداراز وويل: «افغانستان او ترکيې د دوو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په توګه د تاريخ په اوږدو کې په اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې ښې اړيکې ساتلي دي.»

سرچينې: طالبانو په کابل کې ۳۰ هغه کسان نیولي چې د کورونو له تخلیې یې ډډه کوله

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر د کابل د سناتوریم ۳۰ اوسېدونکي د کورونو د نه تخلیه کولو له امله نیولي دي. سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو عدليې وزير دغه کسان د خپلو ځمکو د اسنادو د تاييد په موخه خپل کور ته بللي او بيا يې امنيه قوماندانۍ ته سپارلي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د غصب شویو ځمکو د څیړلو ځانګړې محکمې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په سناتوریم سیمه کې له ۲۰ جریبه زیاته غصب شوې ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

سرچينو زياته کړې، چې د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ ۶ مه) نېټه عبدالحکيم شرعي د کابل ښار د سناتوريم سيمې تر ٣٠ زيات اوسېدونکي خپل کور ته ورغوښتي او له هغوى يې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته د يادو ځمکو د سپارلو اړوند سند لاسليک کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د سند له لاسلیکولو سره د مخالفت له امله د طالبانو عدليې وزير نيولي او د دې ډلې امنيه قوماندانۍ ته یې سپارلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د دې سيمې اوسېدونکو ته يوه اونۍ وخت ورکړى او ګواښ يې کړى، چې که د يادې مودې تر پايه له دې سيمې ونه وځي، کورونه به يې وران او دوی به بنديان کړي.

دغه ځايي سرچينې وايي، هغه سيمه چې طالبان يې د دولتي ځمکې ادعا کوي، د کابل په دارالامان کې د افغان جاپان روغتون ته څېرمه ٢٣ جريبه ځمکه ده، چې د دې ډلې د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي هم پکې اوسېږي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، طالبانو درې مياشتې وړاندې ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې دا ځمکې «دولتي» دي او بايد له دې سيمې ووځي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې یو شخصي زندان جوړ کړی دی.

د یادې ډلې عدلیې وزارت ویلي، چې د طالبانو د مشر د امر له مخې عبدالحکیم شرعي واک لري، چې د ۱۰ ورځو لپاره غاصبان بندي کړي.

عبدالحکیم شرعي، چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له نږدې کسانو ګڼل کېږي او د دې ډلې د حکومت په تېره دوره کې یې د عدلیې د وزیر په توګه هم کار کړی دی.

نوموړي له دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم دې ته اړ اېستی و، چې کور او دفتر تخلیه کړي.

مسکو دوو جرمني خبریالانو ته ضرب الاجل ورکړی چې له روسیې ووځي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د جرمني د اې ار ډي تلویزیون دوو خبریالانو ته امر شوی چې د روسیې د لومړي چینل د دفتر تړلو په غبرګون کې ددغه هېواد خاوره پرېږدي.

له دې وړاندې د روسیې لومړي چینل اعلان کړی و چې برلین ددوی د خپرونو دفتر تړي او خبریال او کمره مین به یې د ډسمبر په لومړیو کې له هېواده ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جرمني د دغه اقدام په غبرګون کې وویل چې دا ګام د روسي خبریالانو پر وړاندې د برلین د غیر دوستانه ګامونو له امله اخستل شوی.

زاخارووا ریاته کړه، چې مسکو به روسي خبریالانو ته په جرمني کې د کاري شرایطو له برابریدو وروسته د اې ار ډي شبکې خبریالانو ته هم د کار اجازه ور کړي.

د روسیې د"چینل ون" خبري شبکې غړي "ایوان بلاګووی" په یوه ژوندۍ خپرونه کې اعلان کړی و چې برلین ده او په جرمني کې د دې شبکې د دفتر یوه بل کارکوونکي "دیمیتري ولکوف" ته امر کړی چې د جرمني خاوره پریږدي.

د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکړ، چې اې ار ډي تایید کړې چې ددوی یوه خبریال او تخنیکي کارکوونکي ته د ډسمبر تر ۱۶مې له روسیې د وتلو امر شوی.