د پاکستان نولس کلنې لوبډلې په اسیا جام کې هند لوبډلې ته د ۴۳ منډو په توپير ماتې ور کړه

د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نن د کرېکټ اسيايي شورا اړوند اسیا جام سياليو کې په خپله لومړنۍ لوبه کې د هند لوبډلې ته د ۴۳ منډو په توپير ماتې ورکړه. پاکستاني لوبغاړو شهزيب خان ۱۵۹ او عثمان خان ۶۰ منډې وکړې او لوبډله یې تر بريا ورسوله.